سوله راتلونکې او ټاکنې حتمي دي

0 684

اېمل پیاوړی-

ځینې افراد، اشخاص او مغرضې کړۍ، خصوصا هغوی چې د موقت حکومت نغاره غږوي او فکر کوي چې یو ځل بیا به د جوړجاړي له لارې واک ته ورسېږي،  وایي چې پر ټاکنو باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي، دوی له کوم منطق پرته سوله او ټاکنې یو د بل په تقابل کې واقع ګڼي، حال دا چې واقعیت داسې نه دی. دوی د خپلو ګټو په خاطر دا خبره همداسې غوټه کړې او جوړه کړې ده.

ولسمشر غني په ډېر صراحت سره ویلي او ټینګار یې همدا دی چې سوله راتلونکې او ټاکنې حتمي دي، ټاکڼې ځکه حتمي دي چې افغانستان باید د واک د لېږد لپاره بیا د زور، تشدد او جنګ شېوې ته ستون نشي، بلکې همدغه د واک د لېږد سوله ییزې لارې ته چې د ولس رایه او ټاکنې دي ادامه ورکړي.

همدارنګه د دې ترڅنګ هغه وایي د افغانستان په سوله کې دې هیڅوک هم شک نه کوي، سوله راتلونکې ده، خو د سولې هوکړې د تصویب، د هغه د عملي کولو او ټولنیزې مصالحې د سالمې رهبري کولو لپاره یو منتخب حکومت ته اړتیا ده. داسې حکومت چې د ولس په رایه او خوښه راغلی وي، نو د دې لپاره ټاکنې حتمي دي، ټاکنې باید ترسره شي. له ټاکنو پرته به هیواد یو ځل بیا بحران ته لاړ شي، داسې بحران چې بیا به یې مدیریت د ټولو لپاره ستونزمن وي.

 زه په تضمین ویلی شم چې  که د ولسمشر غني پرځای کوم بل څوک وای، نو هیڅ وخت به یې هم د سولې په څېر حساسې موضوع ته د رسیدګي هڅه نه وای کړې. مګر ولسمشر غني د سولې راوستل خپله ټاکنیزه موخه ټاکلې او داسې احساس کوي لکه همدا یې چې مهم او یوازینۍ دنده او مسؤلیت وي.

نوموړي  د خپل حکومت له پیله د سولې هڅې په ډېر صداقت پیل کړي او باور دی چې  دې ملي ارمان ته د رسېدو لپاره به د خپل حکومت دورې تر آخرې شېبې هلې ځلې وکړي، ځکه هغه پوهېږي چې سوله د ولس غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب دی او له سولې مه واره هر څه بې مانا دي. په سوله کې د هیواد عزت، انکشاف او د هیوادوالو ژوند نغښتی دی.

ولسمشر غني د سولې په راتګ کې ذره شک هم نه لري. هغه په ټینګار سره وایي چې سوله راتلونکې ده، خو د سولې لپاره عجله نه لري، ځکه چې په عجله کې کار خرابېږي. د پردیو اجنډاو ته ځای ورکول کېږي. ممکن د افغانستان ملي ګټې په کې متضررې شي، نو ځکه هغه وایي چې د ممکنې سولې پروسې پلي کول او همدارنګه په پاکستان او ایران کې د ۴ میلیونو افغان مهاجرینو بیا استقرار به لږ تر لږه پنځو کلونو ته اړتیا ولري.

ځینو مغرضو کسانو د هغه دا خبره غلطه تعبیر کړې او نورو ته یې داسې تبلیغوي چې ولسمشر غني ګواکې غواړي د پنځو نورو کالو لپاره هم ولسمشر شي، مګر حقیقت دا نه دی، په رښتیا هم د سولې د هوکړه لیک اساسي تطبیق وخت ته اړتیا لري، ځکه دا په میاشت، کال دوو کې نه کېږي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply