دا ځلې ټاکنې به یو ګټونکی ولري

اېمل پیاوړی

0 859

په تېرو پنځو کالو کې د ملي یووالي حکومت دومره له بهر څخه او د افغانستان د مخالفینو او دښمنانو له لوري تخریب نشو، څومره چې له داخل څخه تخریب شو، ځکه د ولسمشریزو ټاکنو دپایلو د اعلان پرمهال چې ډاکټر عبدالله رېنګه او دا دعوه وکړه چې ګواکې دی ګټونکی دی، نو د ټاکنو پایلې ورسره ناندریزې شوې.

هغه مهال افغانستان په نازک وضعیت کې ځکه قرار درلود چې له یوې خوا بهرنیان له افغانستان څخه په وتلو وو او له بل لوري ورځ تر بلې جنګ له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته پراخېده. عمومي بې باوري او ابهام موجود وو، ټولو به ویل چې حکومت سقوط کوي، اردو پاشل کېږي، نظام ړنګېږي او حتی د افغانستان بقا له ګواښ سره مخ ده.

دغو خطرونو او اندېښنو ته په کتو ولسمشر غني دا مناسبه وګڼله چې ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل ګټلي حکومت کې د اجرائیه رئیس په توګه ومني او په دې ډول یې سم نیمایي حکومت ډاکټر عبدالله ته ورکړ. دې کار دوه عمده تاوانونه نظام او په لویه کې افغانستان ته واړول. لومړی دا چې عبدالله بې کفایته او داسې کسان چې اهلیت یې نه درلود په خپل سهم کې د والیانو، وزیرانو او سلاکارانو په توګه وګومارل چې هغوی نه یوازې کاري ظرفیت نه درلود او یا یې په فساد او غلاوو کې لاس درلود، بلکې دوی عملا د ملي مسایلو، ملي منافعو، ملي پروژو او د ښې حکومتولۍ سخت مخالف وو او پر وړاندې یې تل مقاومت کاوه.

دویم تاوان یې دا وو چې افغانستان باید هغه پرمختګ چې په تېرو پنځو کالو کې یې کړی وای ونشو کړای، ځکه د همدوی له امله پروژې او د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ بهیر پڅ شو. د افغانستان باور د نورو پر وړاندې کم شو او د ولسمشر غني ډېر وخت په دې لګېده چې مرور شوی عبدالله څنګه را پخلا کړي. لنډه دا چې د ډاکټر عبدالله نازونو او خپګانونو ښاغلی غني زړه خوړینی کړی او په همدې خاطر یې ان د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال وویل چې په راتلونکي حکومت کې به اجرائیه ریاست لغوه کړي. ټاکنې به دا ځلي یو ګټونکی ولري او هغه به ښاغلی غني ځکه وي چې د ولس رایه او ملاتړ له ده سره دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply