د بې وزلۍ په له منځه وړلو د ولسمشر غني ټینګار

اېمل پیاوړی

0 966

په تېرو پنځو کالو کې د ولسمشر غني زیات تمرکز په دې دی چې څنګه په هیواد کې شته بې وزلي لیرې کړي او خلکو ته د ارام، هوسا او بسیا ژوند زمینې زیاتې کړي او په همدې خاطر یې له مسوولو ادارو په تاکید سره غوښتي دي چې خپلې برنامې او لمړیتوبونه داسې عیار کړي چې د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون او د شته بې وزلۍ او فقر د کمولو او له منځه وړلو په برخه کې ګټور تمام شي.

ولسمشر غني د دوه عمده دلایلو په اساس دا کار کوي، لومړنی دلیل یې دادی چې د دولت د مشر په توګه یې دا مسوولیت او مکلفیت دی چې خلک له شته ستونزو او بې وزلۍ څخه وژغوري یانې دا یې انساني او اسلامي اړخ دی او دویم دلیل یې دادی چې همدا فقر، بې وزلي او بېچارګي زموږ د ډېرو ستونزو په مورینه بدله شوې ده او زموږ دښمنان په ډېرو مواردو کې زموږ د خلکو له بې وزلۍ او فقر څخه سو استفاده کوي.

حتی که د ترور، انتحار او انفجار اصلي بېخ راوسپړې، نو عموما هغه ځوانان او خلک د دې کارونو لپاره دوی استخداموي چې د تروریستانو او د دوی د ملاتړ له لوري تطمیع شوي دي او له دې امله د فقر او بې وزلي اساسي چاره پکار ده. څومره چې خلک د ارام، هوسا او بسیا ژوند ډېرې اسانتیاوې ولري، نو همغومره به دوی د تروریستانو او جنایتکارو له دسیسو او توطیو څخه خوندي وي او هیڅ وخت به په دې ونه توانېږي چې زموږ یو شمېر ځوانان د خپلو ناولو موخو لپاره استخدام کړي.

مګر د دې ترڅنګ عامه پوهاوی، د سواد او زده کړې کچې لوړول او د قوانینو تطبیق هم حتمي دی او هم په دې برخه کې ګټور تمامېږي او د ټولنې له امنیت او ثبات سره مستقیمه مرسته کوي.

لنډه دا چې د دې بېوزلۍ  لرې کول زموږ او تاسو  اسلامي، وجداني او ملي فریضه ده. په افغانستان کې باید بې وزلي ختمه شي. په لومړي ګام کې باید بې وزلي کمه شي او تر ټولو ډېر باید  موږ بې وزلو  ته ډېره  توجه وکړو.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply