سوله به سخته وي، خو ناشونې نه ده

اېمل پیاوړی

0 845

سوله درې مهمې مرحلې لري، لکه د مذاکراتو، د توافقاتو او د تطبیق.   مونږ اوس په اوله مرحله کې یوو چی د سولې مذاکرات ممکن بولو. په دې مرحله کې باید موږ په دقت ګام واخلو چې د هرې ستونزې لاره څنګه هواره کړو. د باور فضا رامنځته کړو او دېته زمینه برابره کړو چې د سولې لومړنی پړاوو یانې مذاکرات عملا پیل کړو، مګر تر دې وړاندې دوه اړخیز او سراسري اوربند حتمي دی او طالبان باید اوربند ومني.

ځکه تېر ځل موږ ولیدل چې له امریکا سره د مذاکراتو پرمهال طالبانو  برعکس جنګ ته شدت ورکړ او زموږ په خلکو یې خونړي بریدونه وکړل. داسې نه کېږي چې سوله او جنګ دې همزمان روان وي. د سولې لپاره باید جنګ ودرول شي. د جنګ له ودرولو او د اوربند له منلو پرته سولې بې مانا ده، سوله ناممکنه ده او سوله د وخت ضیاع ده. د مذاکراتو لپاره باور او صداقت دواړه مهم دي، تر څو چې یو پر بل باور نه وي هم مذاکرات نتیجه نه ورکوي او تر هغو چې صداقت نه وي، نو بیا هم سوله بې پایلې ده.

په همدې خاطر د سولې په لومړي پړاوو کې باید پاخه او اساسي ګامونه واخیستل شي، ځکه پیل چې څومره ښه وي او ګامونه څومره پاخه وي، نو پایله به هم همغومره موثره او ګټوره وي. دا ټول منلو چې جرئت په سوله کې ده، عزت په سوله کې ده، حیثیت په سوله کې ده، مګر بیا هم د سولې په چاره کې زړه نازړه یوو او یا فکر کوو چې کوم بل څوک شته او هغوی سوله راولي، تر هغو چې لاس په کار نشو نو نور زموږ له غمه نه دي مړه او نه هم سوله راولي.

افغانستان ته خدای (ج) هر شی ورکړي، که سوله وي، اتومات د جنګ لګښت له منځه ځي. د وژنو مخه نیول کېږي، تلفات کمېږي، ترڅنګ یې د بیارغاونې چارې نه یوازې چټکېږي، بلکې ارزانه او اسانه کېږي. عواید لوړېږي. له منابعو څخه د موثرې استفادې زمینه برابرېږي او د هیواد د ودې او پرمختګ لپاره د ټولو د فعالیت او ګډ کار زمینه برابرېږي.

نو دا ډېره مهمه ده چې ولس خپل فعالیت وښیي، د سولې لومړۍ مرحله چې پیل شوه، نو دویمه او دریمه یې اتومات رامنځته کېږي، ځکه چې پیل یې سخت دی او دا سختي باید موږ په خپل تدبیر، په خپل باور او په همت اسانه او عملي کړو.  په دې کې شک نشته چې سوله به سخته وي، مګر ناشونې نه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply