د هسکې مېنې پېښه یوه فاجعه وه

اېمل پیاوړی

0 858

د افغانستان دښمنانو د جمعې په ورځ ماسپښین مهال په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جودرې سیمې اړوند پر یو جامع جومات د ماسپښین لمانځه د ادا کولو پرمهال برید وکړ او په لسګونو لمونځ کوونکي یې په ډېره بې رحمۍ شهیدان او زحمیان کړل. دا پېښه د خپل نوعیت له پلوه یوه فاجعه ده، د دغه ډول فاجعو د تکرار د مخنیوي لپاره باید ولس ویښ، بیدار او یو لاس شي.

فاجعه په دې خاطر ده چې په هغه کې ملکي وګړي د یوې سیمې وګړي، د یو قوم وګړي او تقریبا د یو کلي او کور وګړي په نښه شول، هلته یو وحشت او ماتم رامنځته شو. په دغه پېښه کې یو کلی تباه شو، دوی د مخې او د سر سړي په داسې حال کې له لاسه ورکړل چې نه یې چاته ازار رسولی و او نه په کوم بل داسې عمل بوخت وو چې خدای مکړه د چا د ځورونې لامل دې شي ، بلکې دوی یوازې د خپل خدای په طاعت او عبادت بوخت وو.

 د ناولي دښمن د وحشت اندازه له دغه برید څخه هم لګېدلی شي. دغه بدمرغه دښمن د دین او ایین په نوم هیڅ ارزښت هم نه پېژني او نه ورته درناوی لري. د دوی موخه یوازې او یوازې د ډېرو وینو بهول او د زیاتو خلکو وژل دي، دا زمینه چې هر چېرې دوی ته برابره شي، نو هملته برید کوي او عام خلک وژني. نور نو باید ولس ویښ شي، ولس باید له خپلې سادګۍ او خوشباورۍ څخه راووځي او پر دښمن رحم ونه کړي، ځکه پر دښمن د رحم انجام دغسې وي چې عام کلیوال په خپلو وینو ولمبوي.

د دغه ناولي دښمن چاره ډېره اسانه ده، خو اقدام غواړي. ولسونه دې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همغږي او همکار شي. د خپلو کلیو او د خپلو کورونو او جوماتونو د خوندیتوب په موخه دې په مشکوکو مواردو سترګې نه پټوي. مشکوک موارد دې تعقیب کړي او ټول دې په ګډه د هغوی مخه ونیسي، که فکر کوي چې د دوی په وس نه ده، نو سملاسي دې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته خبر ورکړي، تر څو د هغوی چاره وکړي. تعقیب یې کړي، وې نیسي، وې وژني او نابود یې کړي او په دې ډول عام خلک د هغوی له شرارت او وحشت څخه خوندي کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply