د عبدالله عکسونه او تعبیرونه

اېمل پیاوړی

0 849

 په دې وروستیو کې چې امریکایي پلاوي لکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز، د امریکا د کانګرس مشره نانسي پلوسي او همدارنګه د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر افغانستان ته سفرونه وکړل، نو ډاکټر عبدالله عبدالله ورسره داسې عکسونه اخیستي چې یا د قدم وهلو، یا د ولاړې او داسې حالاتو کې دي چې تر ډېره غیر رسمي حالتونه ښیي.

د عبدالله پلویان په ټولنیزو رسنیو کې داسې تبلیغوي چې ګواکې د عبدالله عبدالله اړیکې او مناسبات له امریکا سره ښه شوي او داسې ښیي چې ګواکې ممکن د ولسمشریزو ټاکنو په پایلو کې یې بریالی اعلان کړي او زیات نظر یې په عبدالله ده. دوی هڅه کوي چې له بهرنیو پلاویو سره د ډاکټر عبدالله عکسونه د خپل ټاکنیز ټيم په ګټه تعبیر کړي، مګر نه خلک ماشومان دي او نه هم دومره ساده ګان دي چې د هغه د پلویانو په تعبیرونو باور وکړي او همداسې وګڼي.

اکثره خلک په دې باور دي چې ډاکټر عبدالله نه یوازې بلکې د حکومت له لومړیو څخه په خپل ځان او فېشن کې ورک دی او د ویلو لپاره څه نه لري، نو په همدې خاطر مجبوره دی چې له بهرنیو پلاویو او مقاماتو سره خپل وخت په قدم وهلو، ټوکو، هغوی ته په خندولو ، ښکته او پورته کېدو تېر کړي. یانې د عبدالله دغه عکسونه له بهرنیانو سره د ښو اړیکو لرلو په مانا نه دي، بلکې دا د هغه بې برنامګي ښیي. هغه داسې څه نه لري چې بهرنیانو ته یې بیان کړي او یا له هغوی سره ورباندې بحث وکړي، نو په همدې خاطر په دغسې عکسونو باندې وخت تېروي.

دا واقعیت دی ځکه چې نوموړي د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال هم ټول وخت په ټوک، مسخرو او پر ولسمشر غني پر بې ځایه او بې اساسه نیوکو تېراوه. نوموړي داسې څه نه لرل چې د خپلو لاسته راوړنو په توګه یې خلکو ته وړاندې کړي او ووایي چې په تېرو پنځو کالو کې یې دا کارونه کړي او دغه لاسته راوړنې لري او په راتلونکي کې دغه برنامې لري چې د هیواد او هیوادوالو په وضعیت کې به د ښه والي لامل شي. نوموړي نه یوازې په تېر کې څه نه دي کړي، بلکې د راتلونکي لپاره هم کومه واضح برنامه نه لري.

 

که نوموړي په تېر کې څه لرلای او یا یې په راتلونکې کې کومه موثره برنامه په لاس کې وای، نو پلویانو به یې له بهرنیانو سره د هغه د عسکونو له لارې د نوموړي د غټ ښودلو هڅه نه کولای، بلکې د نوموړي کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه به یې بیان کړې او د خلکو باور به یې ترلاسه کړی وای.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply