د پاکستان بدلول پکار دي/ اېمل پیاوړی

0 586

پاکستان له افغانستان سره د خپلو ټولو کړو جنایتونو باوجود لا هم داسې چلند او فکر کوي لکه افغانستان یې چې ډېر زیات احسانمند او پوروړی وي، خصوصاً پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل وروسته د افغان کډوالو پالنه دوی خپل لوی احسان بولي، مګر حقیقت بل ډول دی.

په حقیقت کې باید پاکستان د افغانستان او افغانانو احسانمند وي او دا احسان ومني، ځکه که افغانان د شورویانو پر وړاندې نه وای ودرېدلي، نو اوس به پاکستان د نړۍ له نقشې او جغرافیې وتلی وای، ځکه پاکستان په هیڅ ډول هم د شوروي پر وړاندې د ودرېدو تاب نه درلود.

بله موضوع داده چې پاکستان د افغان کډوالو په سر په کراتو له نړۍ څخه امتیاز اخیستی. دوی چې د افغان کډوالو  په نومونو کومې بسپنې او مرستې ترلاسه کړي، د هغو لس سلنه یې هم افغانانو او کډوالو ته نه دي ورکړي، بلکې خپله  یې لګولې دي.

د دې ترڅنګ د شورویانو پر ضد د افغان جهاد پرمهال هم چې د مجاهدینو سره کومې مرستې کېدې، نو د پاکستان له لارې به کېدلې، چې پاکستان به خپلې زړې او له کاره لوېدلې وسلې افغان مجاهدینو ته ورکولې او د افغان مجاهدینو په نوم راغلې وسلې یې یا خپلو عسکرو ته ورکولې او یا یې هم زېرمه کولې.

دا خو هغه نغدي ګټه او د امتیازاتو ترلاسه کول دي چې دوی د افغانانو له مجبوریت څخه پورته کړې. د دې ترڅنګ یې افغانان په خپلو  کې سره  بدبینه کړي. د دوی تر منځ یې نفاق اچولی. په ډلو او حزبونو یې وېشلي دي. کله چې جهادي ډلې له موده ولوېدې، نو د هغوی ځایناستي طالبان یې را  پیدا کړل، طالبان یې واک ته ورسول، هغوی یې د افغانستان په ضد وجنګول او لا هم هغوی په افغانستان کې افغان وژنې، ورانۍ، ترور او وحشت ته لمسوي.

لنډه دا چې پاکستان په خپل څو اویا کلن تاریخ کې داسې کومه کارنامه او احسان نه دی کړی چې د افغانانو په خیر دې ويي. پاکستان باید دا ومني چې دوی له لومړي سره تراوسه  پورې د افغانستان په ضد دسیسې جوړې کړي. هره لحظه یې د افغانستان د نابودۍ توطیې کړي. دوی هیڅ وخت د افغانستان خیر نه دی غوښتی او نه یې هم غواړي.

اوس چې د افغان سولې لپاره فوق العاده فرصت برابر شوی دی، نو لا هم پاکستان د دغه فرصت د ضایع کولو کوښښ کوي، ځکه طالبان یې محدود ساتلي او دوی ته د دې اجازه نه ورکوي چې له افغان دولت سره سوله  او یا هم د سولې مذاکرات وکړي. نړۍ باید د پاکستان د دغه ناوړه چلند او دریځ د له منځه وړلو او بدلولو لپاره  صادقاته اقدام وکړي.

افغانستان له نړۍ او پاکستان څخه کوم شهکار نه غواړي. افغانستان دا ورته وایي چې پاکستان په سیمه کې افراطیت او ترهګري پالي او دا دواړه شومې پدیدې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او د نړۍ د امنیت او ثبات پر وړاندې لوی تهدیدونه او خطرونه دي. افغانستان وایي چې یا دې پاکستان په خپله خوښه له دغه ناوړه کاره لاس واخلي او یا دې هم نړۍ ورباندې فشار راوړي چې پاکستان خپل چلند بدل کړي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply