د ولسمشر غني ارزښتناکې برنامې

0 820

اېمل پیاوړی-

ولسمشر غني د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره ارزښتناکې طرحې او برنامې لري. هغه غواړي حداقل د افغانستان راتلونکي پنځوس کاله تامین کړي او د نوموړي اساسي برنامې د هیواد راتلونکو سلو کالو ته په کتو پلان شوې دي، د بېلګې په توګه هغوی غواړي چې په افغانستان کې عایداتي منابع زیاتې کړې چې یو له هغو څخه د افغانستان موقعیت دی چې ولسمشر غني له مشقت څخه په یو طلابي فرصت بدل کړ، ځکه افغانستان دوه درې سوه کاله د خپل موقعیت له امله ډېرې سختۍ وګاللې او د ترانزیت له پلوه یوازې پاکستان پورې محدود و، مګر ولسمشر غني دغه انحصار مات کړ.

له دې وروسته به افغانستان د ترانزیت له پلوه یوازې پر پاکستان متکي نه وي، بلکې برعکس به پاکستان افغانستان ته احتیاج وي، ځکه ولسمشر غني د اقینې، چابهار، لاجوردو لار او ګڼ نور هوایي دهلېزونه پرانیستي دي او له دغو ټولو لارو افغانستان له سیمې او نړۍ سره نښلول شوی دی. افغانستان اوس د دغو لارو او بندرونو څخه نه یوازې خپل اموال په اسانه لېږدوي، بلکې پرېمانه عواید هم ترلاسه کوي، ځکه افغانستان د سیمې په څلور لاره بدل شوی دی.

د دې ترڅنګ د اوبو مدیریت ته هم اساسي پام شوی او د دې لپاره اساسي تدابیر نیول شوي دي. د دغو اوبو له مدیریت او بندونو جوړولو سره به له  یوې خوا د افغانستان اوبه مهار شي، له بل پلوه به پرېمانه برېښنا تولید شي او هم به نوې ځمکې ایجاد او تر اوبو لاندې شي چې د هغو له استفادې سره به کرنیز تولیدات او محصولا زیات شي. افغانستان به د نورو له احتیاجه خلاص شي او په دې ډول به افغانستان کرار کرار په خپلو پښو ودرېږي.

د ولسمشر غني نهایي هڅه داده چې افغانستان باید له هر پلوه په خپلو پښو ودرېږي، د پردیو له احتیاجه خلاص شي او له خپلو زېرمو او فرصتونو څخه په اعظمي استفادې د هیواد او راتلونکو نسلونو هوساینه تضمین کړي. نوموړي د هیواد د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال لپاره طرحې او برنامې ترتیب کړي چې ګام پر ګام یې تطبیقوي. په تېرو څلورنیمو کالو کې په دې برخه کې پام وړ پرمخت شوی او ګڼې لاسته راوړنې لري.

جمهوررئیس غني خپلو لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي چې پر هیواد تحمیل شوی جنګ ودروي، ځکه جنګ د وراني او تباهي ترڅنګ د فرصتونو او امکاناتو د ضایع کېدو لامل کېږي. له  همدې امله یې په تېرو څلور نیمو کالو پر سوله تمرکز یات کړ او په دې برخه کې یې هم پام وړ بدلون راوست، ځکه له سولې منکر وسله وال طالبان یې سولې ته وهڅول.

د اسلامي هیوادونو سکوت یې مات کړ، هغوی یې د پرلپسې هڅو په پایله کې دېته تشویق کړل چې د بین المللي کنفرانس له  لارې د افغانستان جنګ نامشروع وګڼي او په پایله کې همداسې وشول، ځکه چې په اندونیزیا او سعودي عربستان کې د اسلامي علماو کنفرانسونو د وسله والو طالبانو جنګ د اسلام حکمونو خلاف او افغان وژنه وباله او هغوی یې سولې ته وهڅول. که په هیواد کې تلپاتې سوله تامین شي، نو باور دی چې د ولسمشر غني ملي برنامې او پلانونه به د هیواد امنیت او ثبات کې پام وړ رول لري.   

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply