پر پاکستان دې فشار زیات شي

0 635

اېمل پیاوړی_

تروریزم یوازې د افغانستان نه، بلکې په خپله د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي تهدید دی او د دغه تهدید د دفعه کولو لپاره ولسمشر غني پاکستان ته په خپل لومړي سفر کې د پاکستان پر ملکي مشرتابه سربېره له نظامي مشرانو سره هم وکتل. نظامي جي ایچ کیو (GHQ) ته ولاړ او هلته یې هغوی ته هم د تروریزم تهدید او خطر تشریح کړ. هم یې په افغانستان او سیمه کې شته فرصتونه ورته تشریح کړل او دا یې ورته وویل چې افغانستان او پاکستان له دغو فرصتونو څخه څنګه په ګډه استفاده کولی شي.

ولسمشر غني پاکستاني مقاماتو ته وویل چې لا هم  د فرصت کړکی شته او موږ کولای شو چې هغه د دروازې او یا دهلیز هومره پراخه کړو او یا یې بېخي یې وتړو. موږ له پاکستان سره د سولې لپاره هر څه وکړل. دوی مو وهڅول. دوی ته مو بار بار وویل چې سوله ییز او باثباته افغانستان د پاکستان په ګډون د ټولې سیمې په ګټه دی. پاکستان هر ځل د همکارۍ ژمنه کړې، خو له بده مرغه چې هیڅ ژمنه باندې یې عمل نه دی کړی.

پاکستان د همدغې دوه رنګۍ او غلطې پالیسي په اساس د ولسمشر کرزي دیارلس کاله ضایع کړل. په نن او سبا یې غلطاوه. ولسمشر کرزي دوه ویشت سفرونه پاکستان ته وکړل، مګر د توت هومره ارزښت یې هم نه درلود، ځکه پاکستان ورځ تر بلې سختېده. د افغانستان په اړه یې په دښمنانه دریځ کې هیڅ بدلون رانغی.

ولسمشر غني د پاکستان دغه دوه رنګي درک او په اوله ورځ یې ورته کرښه کش کړه ورته یې وویل چې یا به د افغانستان په ضد نااعلان شوی جنګ ودروې او یا به له بالمثل عمل سره مخ کېږي. پاکستان به تل د افغانستان پر مخ ترانزیتي لاره تړله او د افغان تاجرانو مالونه به یې په میاشتو میاشتو ودرول،  ولسمشر غني لومړی نورې ترانزیتي لارې پرانیستې او بیا یې مسوولینو ته واضح هدایت ورکړ چې پاکستانۍ لارې او موټر یوازې تر تورخم دروازې پورې راتللی شي. هلته باید خالي شي او دېخوا په افغاني موټرو او لاریو کې اموال را انتقال شي. پخوا به پاکستان موږ د تورخم په بندولو ګواښلو اوس ولسمشر غني ورته وایي چې که اصلاح نشئ، نو لارې درباندې تړم.

سره له دې چې د پاکستان لومړی وزیر، لوی درستیز او نور پاکستان مقامات بار بار افغانستان ته راغلل او همدارنګه یې بهرني لوړپوړي مقامات هم را واستول او غوښتل یې چې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورمال کړي، مګر ولسمشر غني ورته وویل چې تاسو بایدلومړی له افغانستان سره کړې ژمنې پوره کړئ. د ترهګرو پر ضد له تفکیک پرته مبارزه وکړئ او بیا به له هغه وروسته د اړیکو او راتلونکي په اړه بحث او خبرې وکړو.

ولسمشر غني د پاکستان په نیت او اراده پوهېده، ځکه یې نو نه د دوی ژمنو ته ارزښت ورکړ او نه هم د دوی راتګ او سفرونو ته هر ځل چې دوی افغانستان ته سفر کړی، نو ولسمشر غني د دوی تېرې ژمنې ور په یاد کړي او ورته ویلي یې دي تر هغو چې پاکستان په عمل کې خپلې ژمنې ثابتې نه کړي، نو موږ هیڅ ډول اقدام نه کوو. که پاکستان همدغسې تر نړیوال فشار لاندې هم راشي او اړیکې ورسره وځنډوي، نو باور دی چې د ترهګرۍ له تمویل او ملاتړ به لاس واخلي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply