د دين په نامه څوک استخدام شول؟

0 490

_ سراج الحق محمد

په اسلامي هېوادونو کې د دين ځپلو او ګډوډي را منځ ته کولو لپاره څوک استخدام شول؟ چا استخدام کړل؟ او څنګه استخدام شول؟ 
په اسلامي نړۍ کې ارامه ارامي وه، د خلکو ژوند عادي روان و، اسلامي ټولنو کې دينداري عامه وه، په افغانستان کې جګړه وه، خو په هغې کې هم مستعمر طرف نه و، شوروي وتلی و، افغانان په خپلو کې اخته و، په اسلامي نړۍ کې د ديني او دنيوي زده‌کړو کچه ورځ په ورځ ښه کېده، يوازې په مصر کې چې يو وخت پرې جمال عبد الناصر پاچاهي کړې وه په درجنونو لويې اسلامي برنامې او ټلوېزيونونه چلېدل.
د لېبيا په ۶ ميليونه نفوسو کې يو ميليون د قران حافظان و، په فلسطين کې به چې يو کس ووژل شو ټول اسلامي امت به په خورېدو شو، د فلسطينيانو سره هر ډول مرستو دوام درلود، هر څه ښه روان و، که څه هم بهتر او بهترين نه و، خو د نړيوالو مستکبرو قوتونو دا حالت خوښ نه شو، ځکه خو په مسلمانانو کې کرل شوې القاعدې وامثالها د دې هر څه پرمختګونو پر وړاندې د جګړې دروازې خلاصې کړې.
د القاعدې تنظيم له ټولو اسلامي اصولو په مخالفت نړيوال جهاد اعلان کړ، طالبانو يې ملګرتيا وکړه، اخوانيانو ورسره تعاطف وښود، چېرته چې به القاعدې حمله کوله؛ نو اخوانيانو به په رسنيو کې کې فوراً توجيهوله، له دې ځايه د اخوانیانو دوې لويې نښې پېژندلی شو؛ «چېرته چې ټروريسټي حملې کېږي دوی يې توجيهوي او تعبيروي.
کله چې د ټروريسټانو پر وړاندې حکومتونه اقدام کوي، دوی يې غندي او د ولسونو پر وړاندې يې تر سوال لاندې راولي.»
د القاعدې دې کړنو، او د اخوانيانو په سياست کې اسلامي نړۍ په وروستيو شلو کلونو کې له بده بدتر حالت ته ورسوله.

راځئ فکر وکړو چې د القاعدې جهاد او د اخوانيانو توجيه او تبرير مسلمه امت ته څه ګټه ورسوله؟ 
ايا مسلمه امت شل او پنځلس کاله مخکې په ښه حالت کې و، او که اوس په ښه حالت کې اوسي؟ 
په اسلامي هېوادونو کې ګډوډۍ را منځ ته شوې، ميليونونه انسانان ووژل شول، ميليونونه بې کوره شول، ميليونونه مهاجر شول، ښارونه موسسې، کلي او کورونه يې ونړېدل، په لسګونه ميليونه بې‌تعليمه پاتې شول، مسلمانانو ته په زرګونه مليارډه ډالر تاوان واوښت، امريکا جرات وکړ چې بيت المقدس د اسراييلو د پايتخت په توګه رسماً ور وپېژني، الجولان يې د اسراييلو برخه وګڼله، په اسلامي نړۍ کې اسلامي فعال مؤسسات له منځه ولاړل، اسلامي برنامې او ټلوېزيونونه له منځه لاړل، او ليسټ ډېر اوږد دی…
داسې ښکاري چې حالت نور هم بدتر کېدو طرف ته روان دی، والله المستعان.

ايا دومره پوښتنه نه‌شو کولای چې دا د چا له لاسه، او ولې؟ 
ډېر به وايي چې دا د اسلامي هېوادونو د تسخير لپاره د مستعمرو کفري قوتونو توطيې دي، دا خبره بالکل سمه ده هغوی بايد چې داسې کار وکړي، هغوی د نورو ولسونو او هېوادونو د شتمنيو د لوټلو لپاره او د هغوی د تسخيرولو لپاره له هرې حربې کار اخلي،

خو پوښتنه دا ده چې دا زمينه هغوی ته چا مساعده کړه؟ دا زرين فرصتونه هغوی ته چا په لاس ورکړل؟ او څوک لا لګيا دي لارې ګودرې ورته برابروي؟ د پلان شوې بې‌نظيرې ګډوډي د را منځ ته کولو لپاره څوک استخدام شو؟ ايا همدا زه او ته استخدام نه شوو؟ ايا لا نه استخدامېږو؟ 
حل څه دی؟ حل يوازې دا دی چې له مسلمان‌وژنې لاس واخيستل شي، له خپلمنځي جګړو لاس واخيستل شي، ټروريسټي اعمال ختم شي، تر څو چې دا توجيه نه‌شي، د تشدد او افراطيت پر ځای په ولسونو کې د اعتدال او وسطيت نشر او پخش لپاره کار وشي، د نظامونو د ړنګولو پر ځای نظامونه تقويه شي، او د اسلامي لوړو اخلاقو ارزښتونو او احکامو د خپراوي لپاره له سوله‌يز مسالمت امېزه دعوته کار واخيستل شي بيا کېدای شي خپل نظام چې اسلامي يو بولو پر خپلو پښو مو درولی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply