د پښتون ژغورنې وخت پوره نه، بلکې د پنجاب وخت پوره دی

0 610

جنرال غفوره :

د پښتون ژغورنې وخت پوره نه، بلکې د پنجاب وخت پوره دی

پنجاب له پښتنو، بلوڅو، سنديانو او نورو لږه کيو سره ناوړه سلوک کوي

سيد حسين پاچا

خاوره او سرچينې يې هم تا لاندې کړي، څوک دې ورک کړل او څوک دې ووژل، کور ته يې هم ته راغلی يې او ګواښنې لا هم ته کوې

پنجابی جنرالغفور څومره سپين سترګی دی؟

د امريکا د برحال ولسمشر ښاغلي ټرمپ له خولې چې پاکستان له موږ ۵۳ ميليارده ډالره په دروغو خوړلي دي، نو دا پيسې تا څه کړې؟

تا په دې پيسو له پښتنو، بلوڅو او هزاره پرته بل څوک وژلي دي؟

له سوات، باجوړ، مهمند، خيبر ايجنسۍ، اورکزيو، کُرمې اېجنسۍ، بنو او وزيرستانونو پرته بل څوک وژلي دي؟

همدې طالب خرڅ کړ او هم دې وواژه او هم دې پخپلو غوجلو کې اچولي دي، نو تر څو به دا لوبه کوې؟

کراچۍ هم تا ناامنه کړې او هلته دې هم پښتانه ووژل او هم دې مهاجر وځپل، نو تر څو به دا کارونه کوې؟

فرعون چې فرعون وو او ډېر ظلمونه او زياتی يې له خپلو اتباعو سره کولو، نو اخر هم موسی ورته او هلاک شو، نو ته څه فکر کوې چې تا به هم اخر يوه ورځ الله تعالی هلاک نه کړي؟

نمرود هم خدای هلاک کړ، عاديان وثموديان هم خدای هلاک کړي دي. د الله تعالی شان دا دی يو څوک چې ظالم شي او ظلم يې پايان ته ورسيږي، نو هغه بيا الله تعالی نه پرېږدي او ورک کوي يې، نو هلاکت دې له همدې مالي بحرانه شروع دی، خو که ته يې درک کړې!

شرم در کې نشته چې هم دې خپل دوست او مجازي خالق سره دوکه وکړه او په چل ول او دوکه دې ترې په ميلياردونه ډالر وشکول، هم دې پرې مظلوم پښتانه، بلوڅ وهزاره او سنديان ووژل. هم دې په کشمير کې لاس اچولی او هم درنه ګاويان په عذاب دي، نو ته څه فکر کوې چې تا به الله تعالی نه هلاکوي؟

ته پنجاب جنرالغفور بايد پوه شې چې خامخا به دې يوه ورځ الله تعالی هلاکوي او هغه د هلاکت وخت دې رانژدې شوی دی چې هم درته پښتانه راوېښ شوي دي او هم درته دا نور لږه کي ولسونه او اخر به د دوی لاسونه ستا د پنجابي ګرېوان ته دررسيږي او حساب وکتاب ته به دې راکاږي.

جنرالغفوره پر اتوم دې مه نازېږه!

حق زورور دی او حق ته دې اتوم ټينګېدای نه شي.

د حق په تړاو قرآني تضمين شته چې حق به خامخا الله تعالی مخې ته راولي ولو که د چا نه خوښيږي، نو غفوره د حق شپې پوره شوي دي او د ګوتو په شمار پاتې دي، نو ځکه خو په اسمانونو کې الله تعالی او په زمکه يې مخلوق درنه خپه او هم نړۍ درنه تنګ ته راغلې، نو دا ټولې ستا د هلاک او ورکېدو نښې دي، خو که ته يې درک کړې. کاشکې که ظالم داسې درک کولای، خو نه يې شي درک کولای. يا په بله مانا الله تعالی درڅخه هغه توان او ادراک هم اخېستی دی.

په درنښت

سيد حسين پاچا

جنرال غفور: د پښتون ژغورنې غورځنګ وخت پوره دی

https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-48098270

د افغانستان او هند استخبارات پي ټي ايم ته پيسې ورکوي- د پاکستان پوځ

https://www.pashtovoa.com/a/ptm-rejected-pakistan-army-claims-reading-receiving-founds-from-afghan-and-india-intelligent/4895999.html

د پاکستان پوځ يوځل بيا پي ټي ايم سخت وګواښه

https://khabarial.com/archives/31341

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply