د دوحې ناسته ولې وځنډېده؟

0 500

محمدبشیر یوسفزوی _

ولسمشر غني د مسکو د غونډې د تکرار د مخنیوي او په دوحه کې د وسه والو طالبانو او افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکره کوونکي پلاوي ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو د ښه ترسره  کېدو په موخه په وروستیو دوه اونیو کې د افغان سیاسیونو په ګډون د هیواد بېلابېلو اقشارو سره د مشورتي غونډو په پایله کې د دوحې ناستې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ۲۵۰ ګډون کوونکو نوملړ ترتیب کړ.

دغه نوملړ چې د غیر حکومتي غوراوي کمېټې له لوري ترتیب شوی دی، ښېګڼه یې په دې کې وه چې د ټولنې بېلابېلو اقشارو استازي په کې شامل وو او دوی ټولو تر واحد یانې د دولت تر چتر لاندې د افغانستان د دولت او ملت په استازیتوب د دوحې ناسته کې ګډون کاوه، خو د قطر دولت په دې برخه کې ناغېړی وکړ، ځکه دوی د دغه لېست د منلو پرځای په خپل سر له دوحې څخه یو لېست راواستاوه او غوښتنه یې دا وه چې باید دغه کسان په دوحې ناسته کې ګډون وکړي.

د دوحې را استول شوی لېست نه یوازې د ټولو اصولو او نورمونو خلاف عمل دی، بلکې دا په حقیقت کې د افغان دولت او ملت په حق کې ظلم دی. د افغان دولت او ملت د استازو ټاکل یوازې د افغانانو حق دی. هیڅ بهرنی په دې برخه کې د انتخاب حق او صلاحیت نه لري او نه هم څوک دغه حق ځانته منسوبولی شي او په همدې خاطر افغان دولت په دغه ناسته کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

ظاهرا د قطر هیواد داسې اعلان کړه چې دغه مذاکرات تر نامعلومې نېټې وځنډېدل او د ځنډ لامل یې د مذاکره کوونکي پلاوي د نوملړ په سر اختلافات بللي دي، مګر په دې اړه نه کوم اختلاف موجودی دی او نه هم اختلاف ته اړتیا شته، ځکه د مذاکره کوونکي پلاوي انتخاب د دواړو لورو حق دی او دوی په خپله خوښه استازي ټاکي.

 د جرګو اصول هم دادي چې دواړه لوري خپل مرکچیان په خپله خوښه ټاکي، هیڅ داسې جرګه به نه وي موجوده چې په هغه کې دې مذاکره کوونکي مطلق د یوې ډلې یا د کوم دریم او بهرني له  لوري تعیین شوي وي. زه نپوهېږم چې قطر ولې د داسې څه هڅه وکړه چې د جرګې او مذاکرې د اصولو خلاف عمل بلل کېږي او همدغه ناغېړی په اصل کې د دوحې ناستې د مذاکراتو د لغوې لامل شو.

افغانان د جرګو اوږد تاریخ لري او د جرګو په ټولو اصولو بلد دي او په دې برخه کې کافي ظرفیت لري، نو له دې امله باید بهرنیان د افغانانو ظرفیت او وړتیا ته درناوی ولري. که قطر او امریکا متحده ایالات د وسله والو طالبانو په ګډون په رښتیا هم سولې ته ژمن وي، نو بیا دې افغانانو ته یوازې او یوازې د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابره کړي، په دې برخه کې دې له زیات نفوذ او مداخلې ډډه وکړي، ځکه افغانان تر بل هر چا د مذاکراتو او جرګې په اصولو ښه پوهېږي.

که قطر هم د پاکستان، ایران او روسیې غوندې غواړي چې له افغان سولې څخه د فشار د وسیلې او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره استفاده وکړي، نو دې موخې ته به ځکه ونه رسېږي، چې افغانستان اوس د پخوا په څېر بې څښتنه نه دی، افغانستان اوس د نظام، منتخب حکومت، ولسمشر، قانون او امنیتي او دفاعي ځواکونو لرونکی دی او هیڅوک هم د دې حق نه لري چې د دوی د برخلیک او ملي مسایلو په اړه پرېکړې وکړي او یا هم په خپل سر تصامیم ونیسي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply