د سولې لپاره د ولسمشر په نیت او اراده شک ظلم دی

0 602

اېمل پیاوړی _

ولسمشر محمد اشرف غني په عمل کې دا ثابته کړه چې هم سولې ته اراده او هم د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلان او برنامه لري.دا اراده یې له ننه څلور کاله وړاندې له قید او شرط پرته اعلان کړه، د ټول ولس اعتماد او باور یې جلب کړ او ټولو دا ومنله چې ولسمشر غني به که خدای کول پر هیواد تحمیل شوی جنګ په اساسي او سوله ییزه توګه پایته ورسوي. نوموړي همدارنګه په تېرو څو کالو کې له ولسونو او خلکو سره په ناستو او غونډو کې په وضاحت او ټینګار سره وویل چې سږکال د افغانستان د ناورین څلوښت کاله پوره کېږي. همدومره بس دی، نور باید دغه ناورین په اساسي توګه پایته ورسېږي، نوموړي په دې برخه کې ګام پرګام عملي هڅې وکړې او د سولې موضوع یې اوسني پړاوو ته را ورسوله.

سره له  دې چې د ولسمشر  غني مخالفین او منتقدین په ډېره سپین  سترګۍ داسې اوازې او ګونګوسې خپروي چې ولسمشر غني په یو نه یو ډول د سولې مخالفتي او تر سولې زیات په ټاکنو تاکید کوي، مګر دا هغه بې اساسه تورونه دي چې دوی غواړي په دې ډول د خلکو ذهنیتونه خراب کړي. دوی چې د ولسمشر غني بله کومه نیمګړتیا نشي موندلی، نو د هغه د کم ګڼلو او د هغه په اړه د عامه ذهنیت د خرابولو په موخه دغسې د درواغو، تورونو او ناوړه هڅه کوي.

د دوی دغه تورونه ځکه بې اساسه دي چې د سولې موضوع د لومړي ځل لپاره ولسمشر غني له شعار څخه په عمل بدله کړه، بیا یې د سولې لپاره نړیواله  او سیمه ییزه اجماع رامنځته کړه، اوربند یې اعلان کړ، بار بار یې وسله والو طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه. د سولې لپاره یې لار نقشه او خپله  برنامه په وضاحت اعلان کړه، مذاکره کوونکی پلاوی یې وټاکه او ټولو ته یې دا ثابته کړه چې ولسمشر غني نه یوازې د سولې موضوع په خوله یادوي، بلکې د سولې لپاره ټینګه سیاسي اراده او قوي ژمنتیا لري.

د ولسمشر غني او د نورو توپیر په دې کې دی چې ولسمشر غني له سولې سره د تلپاتې او باعزته قید کاروي، هغه وایي چې موږ هیڅ وخت هغه سوله نه غواړو چې افغانان په کې دخیل نه وي او یا یې بهرنیان د هدیې په توګه افغانانو ته ډالۍ کوي، ځکه د دغه ډول سولې تر شا د یو بل ناورین وېره وي او د وینو بوی ورڅخه لټېږي.

ولسمشر غني نورو ته په ننواتې هم نه ورځي او نه هم دا غوښتنه ورڅخه کوي چې وسله وال طالبان دې د سولې مذاکراتو ته اماده کړي. هغه وایي چې پاکستان، ایران، روسیه او نور دې حداقل د وسله والو طالبانو له تمویل لاس واخلي. هغوی دې نه لمسوي، وسلې او تجهیزات دې نه ورکوي. وسله والو طالبانو ته هم دا نه وایي چې د سولې په نوم دې په واک کې ورشریک شي او یا دې له هغوی سره  د ولس له خوښې او رایې په پټه جوړجاړي ته ورسېږي. بلکې هغه هر څه د ولس په خوښه او د شفاف میکانیزم په اساس غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply