د قطر غونډه ولې لغوه شوه؟

0 476

د قطر غونډه ولې لغوه شوه؟
طالبانو غوښتل د مسکو منتر په دوحه کې هم وغږوي

له هغه وروسته چې د مصالحې عالي شورا د حکومتي چارواکیو تر څنګ، د سیاسي ګوندونو او بهیرونو، مدني ټولنو، ښځو، ځوانانو، رسنیو، د قربانیانو د کورنیو، قومونو او بېلابېلو اړخونو د استازیو په ګډون د بین‌ الافغاني غونډې لپاره چې ټاکل شوې وه نن او سبا په دوحه کې جوړه شي، د ۲۵۰ کسانو نوم‌لړ جوړ کړ، وسله‌والو طالبانو یې پر وړاندې غبرګون وښود او مخکې له مخکې یې ټینګار وکړ چې قطر دا نوم‌لړ نه مني.
که څه هم د شمېر له پلوه دا نوم‌لړ ډېر اوږد و، خو بیا هم د افغان حکومت او بېلابېلو اړخونو له لوري جوړ شوی و او په‌ کار وه چې دوحې ته لاړ شي او هلته د طالبانو له استازیو سره مخامخ خبرې وکړي.
خو ولسمشري ماڼې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ چې قطر د دغه هېواد په دوحه کې جوړېدونکې بین ‌الافغاني غونډه لغوه کړې ده.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د قطر هېواد افغان حکومت ته یو بل نوم‌لړ را لېږلی او ټینګار یې کړی چې دغه کسان دې دوحې ته ور ولېږي، خو د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني د دغه نوم‌لړ تر را لېږل کېدو وروسته له یو شمېر مشرانو سره غونډه وکړه چې د قطر هېواد دا اقدام په‌کې د افغانانو ارادې سپکاوی وبلل شو او له دغه هېواده وغوښتل شول چې د حکومت او نورو اړخونو له لوري جوړ شوی نوم‌لړ ومني، خو په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې قطر د دې غوښتنې په غبرګون کې د دوحې بین‌ الافغاني غونډه لغوه کړه.
که څه هم طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې غونډې د لغوه کېدو پړه پر افغان حکومت اچولې، خو یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، په دوحه کې جوړېدونکې بین‌ الافغاني غونډه د طالبانو او د هغوی د بادارانو په غوښتنه د قطر حکومت لغوه کړې ده.
د دوی په وینا، دا چې له افغانستانه د ورتلونکي پلاوي شمېر ډېر او جوړښت یې ځواکمن و؛ نو طالبان له دغې غونډې پر شا شوي او هڅه یې کوله چې د خپلې خوښې کسان د مسکو په څېر دوحې ته هم ور وغواړي او هلته خپل منتر ورته وغږوي.
د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون وايي، طالبانو د مسکو په غونډه کې ډېره سیاسي ګټه پورته کړه او د دوحې هغې په اړه یې هم ورته پلان درلود، خو له کابله د ورتلونکي پلاوي په موجودیت کې چې حکومتي چارواکي او د بېلابېلو اړخونو، په تېر بیا د ښځو، ځوانانو، رسنیو او د جګړې د قربانیانو استازي پکې شامل وو، د هغوی حضور او موقف کمزوری کاوه او دا غونډه د مسکو برعکس د طالبانو پر ځای د افغانانو په ګټه وه او همدا لامل و چې طالبانو یې د لغوه کېدو پلان عملي کړ.
د هغه په وینا، طالبان او د هغوی ملاتړي هڅه کوي چې د سولې په روانو خبرو اترو کې افغان حکومت کمزوری او ځان ځواکمن وښيي او له مخې یې دغه پروسه څنګه چې دوی او د دوی باداران غواړي، هماغسې را وڅرخوي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو یو بل شنونکی اسحاق اتمر سرخط ته وویل، پر افغان حکومت په کور دننه د سیاسي ګوندونو، ډلو، جهادي ټېکه‌دارانو او زوراکیو له لوري بې‌ساری فشار د دې لامل شو چې د دوحې بین ‌الافغاني غونډې ته د تلونکي افغان پلاوي شمېر زیات او قطر هم د طالبانو په غوښتنه دغه غونده لغوه اعلان کړي.
اتمر زیاتوي، دغه غونډه د سولې په برخه کې مهمه وه او که بریالۍ جوړه او پای ته رسېدلې وای، د افغان سولې روانه پروسه به یې یو ګام وړاندې بېولې وای.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د مسکو په غونډه کې چې د پخوانیو چارواکیو په ګډون، د سیاسي ګوندونو یو شمېر استازي، پخواني توپکیان او د حکومت مخالف سیاستوال ورغلي وو، په افغانستان کې روانه جګړه چې د ګاونډیانو او د سیمې د استخباراتو په ملاتړ یې له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې پیل کړې او تر اوسه لسګونه زرو افغانانو په‌کې خپل ژوند بایللی، مقدسه وبلله او د افغانستان اوسنی سیاسي نظام یې هم د غرب له لوري جوړ شوی یاد کړ.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply