د کرېکټ ملي لوبډله روانه میاشت له پاکستان سره لوبه کوي

0 764

افغان کرېکټ ملي لوبډله له نړیوال جام وړاندې د روانې میلادي میاشتې په ۲۴مه نېټه د پاکستان له لوبډلې سره د دوستانه سیالۍ لپاره ډګر ته ښکته کېږي.
دا سیالۍ به د انګلستان په برېسټول ښار کې کېږي، خو د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ به د مې له ۳۰مې نېټې په انګلستان او وېلز هېوادونو کې پیل شي.
همدا راز، افغانستان د نړیوال جام د لوبو تر پیلېدو وړاندې یوه دوستانه لوبه د روانې مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د انګلستان په وړاندې ولوبېږي، خو افغانستان به خپله لومړۍ رسمي لوبه د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د اسټرالیا په وړاندې کوي.
د کرېکټ ملي لوبډله د تېرې جمعې په ورځ د نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره برټانیا ته روانه شوه، خو تر دې وړاندې یې نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه په جنوبي افریقا کې ۲۴ ورځې تمرینونه وکړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply