ولسمشر غني د جنګ ټولې پلمې ختمې کړي

0 590

اېمل پیاوړی_

له کومې ورځې چې ولسمشر غني واک ته رسېدلی دی، نو د سولې په برخه کې یې پام وړ هڅې کړې دي او د همدغو ارزښتناکو کوښښونو له برکته نن سبا د جنګ ټولې پلمې ختمې شوې دي او بار بار وسله والو طالبانو ته د سولې او بین الافغاني مذاکراتو بلنه ورکړل شوې، خو دا چې وسله وال طالبان له جنګ پرته بل فکر نه لري، دوی د پردیو له لوري جنګ ته ګومارل شوي او د سولې د مذاکراتو واګې ورڅخه اخیستل شوې دي، نو له همدې امله یې هر ځل د سولې بلنه رد کړې او په جنګ یې ټینګار کړی، خو د جنګ جرئت هم نه لري، ځکه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه پټېږي او له هغوی سره د مخامخ جنګ پر ځای ملکي تاسیسات او عام خلک په نښه کوي.

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې استازو ته د وینا پرمهال وویل، ”موږ په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان د سولې لپاره ټول بین المللي شرایط چمتو کړي دي، ټولې بهانې او خنډونه مو له منځه یوړل، د افغانستان د جنګ په اړه مو د اسلامي نړۍ نظر بدل کړی دی.“

ولسمشر غني د جنګ د ختمولو لپاره څو بعدي کار وکړ، له یوې خوا یې امریکا، اروپا، نړیواله ټولنه او سیمه دېته قانع کړه چې په افغانستان کې د روان جنګ د پایته رسولو لپاره باید سوله ییزې لارې ولټول شي او له بلې خوا یې د اسلامي هیوادونو د کلونو کلونو سکوت مات کړ هغه وایي، ” تېرو څلورو کالو کې د لومړي ځل لپاره د مکې معظمې او مدینې منورې امامانو په افغانستان کې د روانو وژنو او جنګ خلاف فتوا ورکړه. د سولې لپاره سیاسي اجماع ـ دیني فتوا او اجماع ـ منطقوي او نړیواله اجماع جوړه شوې ده. دا ټول د ملي وحدت حکومت د هلو ځلو له برکته شوي دي او زه د ملت د خادم په توګه د سولې د طرحې د وړاندې کولو ویاړ لرم. “

ولسمشر غني عملاً ټولې نړۍ ته وښوده چې افغانان هم د سولې ظرفیت لري او هم دا وړتیا لري چې خپلمنځي ستونزې او شخړې په سوله ییزه توګه د خبرو له لارې سره حل او فصل کړي. د حزب اسلامی مشر حکمتیار صاحب سره سوله یې ښه مثال دی، ځکه حکومت له ډېرو هلو ځلو وروسته وکولای شوای چې حکمتیار صاحب سره با عزته سوله وکړي. همدارنګه ولسمشر غني د تېر کال په پسرلي کې د کابل په پروسه کې طالبانو ته د بې قید او شرطه مذاکراتو وړاندیز وکړ.

ولسمشر غني وایي: ”د ټولو هېوادوالو او نړیوالو په مخ کې مو د سولې خبرو اترو لپاره ټولې بهانې او شرطونه له منځه یوړل. د تېر په خلاف مو هغه بی شمېره شرایط چې د کابل لخوا به طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیش شرط په توگه وړاندې کېدل، هغه مو له منځه یوړل او طالبانو ته مو خواست وکړ چې هر ځای درسره خبرو ته چمتو یوو. بې له کوم قید او شرط درسره خبرې کوو.حکومت د سولې په هکله ابتکار درلود، خو اوس ستاسو نوبت دی چې دغه ابتکار ته جهت او لوری ورکړی. “

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply