ولسمشر غني: زموږ د سولې غږ په قوت ولاړ دی

0 505

اېمل پیاوړی _

په دې کې شک نشته چې سوله تر جنګ سخته ده، ځکه هر څوک په اسانۍ سولې ته زړه نه ښه کوي، مګر ولسمشر غني د خپل واک له لومړۍ ورځې څخه بیا بیا د سولې بلنه مخالفینو ته ورکړې او هغوی یې دېته هڅولي دي چې د سولې لاره اختیار کړي. نوموړي یوازې د سولې په بلنه اکتفا نه ده کړې، بلکې د سولې د تامین لپاره یې عملي هڅې کړي او د همدغو هڅو له برکته تر بل هر وخت د سولې د تامین لپاره زیاته زمینه برابره ده، مګر وسله وال طالبان د دغې زمینې او فرصت باوجود هم په جنګ تاکید کوي دلیل یې دادی چې دوی داسې مشروع غوښتنه نه لري چې د سولې د مذاکراتو مېز ته یې راوړي او نه هم د سولې مذاکراتو مېز ته د راتګ اختیار او صلاحیت لري.

سره له دې چې دوی بار بار په افغان دولت د دې تور پورې کوي چې په خپل واک کې نه دی او له امریکایانو او بهرنیانو څخه هدایت اخلي، مګر د دوی د دې بې اساسه ادعا باوجود افغان دولت ټول ملي تصامیم او پرېکړې په ازادانه توګه کړي او تل یې په جرئت او خپلواکۍ په دې برخه کې اقدام کړی او بار بار یې وسله والو طالبانو ته بلنه ورکړې، که چېرې حکومت په خپل اختیار کې نه وای، نو د وسله والو طالبانو په څېر به له سولې وېرېدل.

جمهوررئیس غني وایي، ” افغان ملت ته زما پیغام دا دی چې زموږ د سولې غږ په قوت ولاړ دی. په عدالت ولاړ دی. زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په قربانیو او سرښندنو ولاړ دی. زموږ د سولې غوښتنې غږ په ملي ارزښتونو او د افغانانو په لاسته راوړنو ولاړ دی. دا غږ  زموږ په اقتصادي لیدلوري ولاړ دی او موږ باور لرو چې سوله ټولو ته ګټه لري او تاوتریخوالی ټولو ته ضرر رسوي. د سولې تر ټولو لویه تحفه به موږ ته په هېواد کې ملیاردونه ډالره داخلي او بهرنۍ پانګه اچونه وي. بیا به مو ځوانان مجبور نه وي چې د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته د تګ سختې لارې او هلته شاقه کارونه قبول کړي او له وطن څخه فرار وکړي.“

ولسمشر غني د سولې په برخه کې حتی دومره مهربانه دی چې د وسله وال طالب په بچي یې هم جنګ او بد نه لورېږي هغه وایي، ”زه نه غواړم د سولې دا ډالۍ او ګټه د طالب د بچیانو او د دولت د بچیانو په نامه تقسیم شي. زه غواړم دا ګټه د دې وطن هر اوسېدونکي ته د افغان په نامه ورسېږي. د دې وخت را رسېدلی دی چې د طالب او دولت په نوم د خپل هویت له تقسیمولو تېر شو او تر دې لوړ د ټول افغانستان وقار وساتو. زه په طالبانو غږ کوم که تاسې په هره پلمه جنګ کوی، نتیجه یې مصیبت او بدبختي ده، نه خوشالي. انتخاب بیا هم له تاسو سره دی چې د ملت په خوشالۍ کې ځان شریکوی او که ملت ته د لا زیات غم او درد وسیله جوړېږئ. طالبانو ته وایم، تاسې کله له خلکو پوښتنه کړې ده چې دوی څه غواړي.؟ “

وسله وال طالبانو ته ښایي چې د جوش پرځای له هوش کار واخلي. د پردیو له لمسون او اشارو تېر شي او په ازادانه ډول د ولس او ولسمشر د سولې غوښتنې او بلنې ته لبیک ووایي او که یې دا په وس پوره نه وي نو خپل عجز او بې وسي دې ولس ته وړاندې کړي، ممکن ولس یې په خپل عظمت وبښي او د خلاصون او نجات لاره هم ور وښیي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply