د ولسمشرۍ نوماندان دې خپله انرژي بې ځایه نه لګوي

0 477

اېمل پیاوړی ـ

دا په افغانستان کې لومړۍ ولسمشریزې ټاکنې نه دي چې د ولسمشرۍ نوماندانو غالمغال او بده ورځ شروع کړې، بلکې تر دې دمخه دوه درې ځله د ولسمشرۍ ټاکنې شوي او یو ځل هم د ټاکنو پرمهال موقت او سرپرست حکومت نه دی راغلی، مګر دا ځل نوماندان په پټو سترګو د سترې محکمې پرېکړه غیر قانوني بولي، خو خپله غیر قانوني غوښتنه بیا قانوني بولي او په ډېر ټینګار سره وایي چې د جوزا له لومړۍ نېټې دې ولسمشر غني واک موقت یا سرپرست حکومت ته پرېږدي.

حتی دوی دا ګواښ هم کوي که چېرې د دوی دغه غیر قانوني غوښتنه ونه منل شي، نو دوی به لاریونونه وکړي لارو او سرکونو ته به راووځي. افغانستان دا مهال ګڼو ستونزو سره مخ دی او په دغسې وخت کې پر حکومت د دې او ورته نورو فشارونو زیاتول ملي خیانت دی. دا سمه ده چې ولسمشر غني نه د فشارونو پروا لري او نه ورته تسلیمېږي، مګر دا مناسبه نه ده چې نوماندان دې په دغه نازک پړاو کې دغسې فشار وارد کړي او یا دې خپله انرژي په دغسې بې ځایه، بې مانا او غیرقانونو کارونو او غوښتنو ولګوي.

که له دغو نوماندانو سره په رښتیا هم د ولس غم وي، نو د وسله والو طالبانو د بریدونو او وحشتونو پر وړاندې دې لاریونونه وکړي. که دوی رښتیا هم د ولس له غمه مړه وي، نو د فساد پر ضد دې لاریونونه وکړي، په ادارو دې فشار راوړي چې خپل کارونه او خدمات پر وخت او ښه توګه وړاندې کړي. که له دوی سره د وطن او وطنوالو غم وي، نو بیا دې د نرخونو او قېمتۍ پر ضد مبارزه وکړي، سوداګر او هټیوال دې مجبوره کړي چې په روژه کې خپل نرخونه بېرته ټیټ کړي. که له دوی سره غم وي او رښتیا هم په وطن او خلکو مئین وي، نو د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ دې لاریونونه وکړي. دوی دې د دې لپاره لاریونونه وکړي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولین دېته مجبور کړي چې ټاکنې په ښه توګه او پر وخت ترسره کړي.

د ولسمشرۍ د ټاکنو نوماندان دې خپله انرژي په مثبت او داسې کارونو ولګوي چې هم یې وطن او خلکو ته خیر ورسېږي، هم په خلکو او ولسونو کې نېک نوم، محبوبیت او ښه شهرت پیدا کړي، د خلکو پام او ملاتړ ور جلب کړي او په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو رایه ترلاسه کړي او له قانوني لارې څخه ولسمشرۍ ته ورسېږي. دوی دې دا فکر نه کوي چې که غالمغال جوړ کړي، نو د بهرنیانو پام به ور واړوي او بهرنیان به یې ملاتړ وکړي، مالي امکانات به ورته برابر کړي، سیاسي ملاتړ به یې وکړي او بلاخره به یې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې بریالي کړي.

د ولسمشرۍ نوماندان باید په دې پوه شي چې د هیواد زعامه په بهرني ملاتړ، پلان او تصمیم نه بلکې د ولس په ملاتړ، اراده او رایه پورې تړلی دی، هغه وختونه تللي چې بهرنیانو به په کې رول درلود او یا به یې مداخله کوله، اوس هر څه د افغانستان د ولس په ارادې او رایې پورې اړه لري، نو دوی دې خپله انرژي بې ځایه نه ضایع کوي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply