افغانان خپل دوست ودښمن پېژني

0 450

افغانان خپل دوست ودښمن پېژني

افغانان خپل مټ نه غوڅوي، خو دا پنجاب دی چې لروبر افغانان يې د مذهب په نوم ووژل، خو مذهبي لوبه يې نوره نه چليږي

پنجاب بايد د لروبر افغانوژنې حساب ته تيار وسي

سيد حسين پاچا

د پنجابي استعمار شيطانې څارګرې ادارې چې لسيزې يې لروبر افغانان د مذهب په نوم ووژل چې له نېکه مرغه نوره يې دغه توره ومنحوسه څېره نه يوازې په ملي وسيمه ييزه کچه، بلکې پر نړيواله کچه داسې بربنډه شوه چې د مسلمانو او غيرمسلمو ترې نن بد راځي او يو ډول وېره ترې احساسوي.

د پنجابي استعمار دغې مردارې شيطانې ادارې اوس تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو ته د مرګ ګواښنه کړې چې له افغانستانه يې ترهګر ژوند ته خطر پېښوي، خو دېته نه ګوري چې افغانستان وهندوستان ته يې شعوري وناشعوري مذهبي لېونيان روزلي، استولي او لا يې استوي چې ښه بېلګه يې د پلوامه پېښه ده چې د کړنې مسووليت يې په زغرده د پنجاب مېشتې ترهګرې ډلې پر غاړه واخېست او په افغانستان کې يې بيا طالب، حقانيان وداعشيان اخلي او همداسې هغه بل ګاونډي ايران ترې هم خلاص نه دی او وخت ناوخت هم هلته د خلکو ژوند ګواښي.

له دې بله بل په زغرده منښته څه وي چې برحال لومړي وزير يې يو وخت په زغرده طالبانو ته مشوره ورکړې وه : ((که تاسې جهاد کوئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ)). او اوس يې بيا منښته کړې چې ترهګرې ډلې زموږ نظاميانو جوړې کړې دي، نو د پنجاب دغه منحوسه وشرمېدلې اداره دې په دې پوه شي چې لروبر افغانان او نور لږه کي (بلوڅ، هزاره او داسې نور) هم پوه شوي دي چې زموږ د ټولو ګډ دښمن او وژونکي مو څوک دي؟

په دې هيله چې عمران خان خپله دغه په ملي، سيمه ييزه ونړيواله کچه بدنامه اداره له داسې اوتوبوتو منعه او مهار کړي، کنه داسې وخت راتلونکی دی چې د ولس لاسونه به د دغې بدنامې، شريرې او منحوسې ادارې ګرېوان ته ورورسيږي او د تل لپاره به ورته د پای ټکی کښيږدي او په دې سره به د تل لپاره د شر او د سرطان مېکروبي دانه له بېخه ووځي او ټول چم وګاونډ، سيمې او نړۍ به يې له شره په امان شي.

وخت راتلونکی دی چې ډېر نژدې شوی دی او پنجاب د خپلو کړو مېوه تر لاسه کړي.

اليس الصبح بقريب

رڼا راتلونکې ده، ډېره نژدې ده. د پنجاب له شره به ټول په امان شي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

که زيان راته ورسېد، ذمه وار به يې پاکستاني استخبارات وي

http://www.dawatmedia24.com/%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88%D9%86-%D8%AE%D9%88%DA%81%DA%9A%D8%AA/%DA%A9%D9%87-%D8%B2%DB%8C%D8%A7%D9%86-%D8%B1%D8%A7%D8%AA%D9%87-%D9%88%D8%B1%D8%B3%DB%90%D8%AF%D8%8C-%D8%B0%D9%85%D9%87-%D9%88%D8%A7%D8%B1-%D8%A8%D9%87-%DB%8C%DB%90-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA/

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply