افترا، تور او بدګمانۍ باید جدي وشمېرل شي

0 584

لیکنه : خوشحال آصفي

افغانستان کې ډېر کله پر پېژندل شویو څېرو د تور لګولو او دوی په اړه د افترا خبرونه خپرېږي؛ښایي تاسې ووایی،چې له افغانستانه دباندې نړۍ کې هم دا یوه معموله خبره ده؛خو توپیر یې دا دی،چې داسې قضیې هلته ارزول کېږي،تعقیبېږي او تور له سپینه جلا کوي بیا یې د خلکو قضاوت ته وړاندې کوي.

د افترا په تعریف راغلي:

“افترا په یو چا باندې د دروغو تړل/تور لګول او په حقوقي اصطلاح کې د حقیقت برعکس یوه ځانګړي کس یا کسانو ته د یوه مجرمانه کړنې غوڅ نسبت ورکولو ته وايي.”

خو په افغانستان کې افترا،تور لګول او بدګماني رامنځته کول د اوبو د غړپ په شان آسان کار دی او په ډېرې آسانۍ سره یې غشی د ټولنې د پېژندل شویو څېرو په لوري ور خوشې کېږي.

کله،کله دا موارد حقیقت نه نږدې،کله د حقیقت سر خوري او کله بیا له سړي نه لاره ورکه کړي او له بده مرغه زموږ په هېواد کې خو لا له وړاندې سیاسي فساد یادېدو،اداري فساد مو هم نوم په نړۍ کې زیانمن کړی و؛ دا دی اوس له اخلاقي فساده او هغه هم د ارګ په آدرس بحث کېږي،خو په جدي توګه یې ارزونه نه کېږي.

د حشمت غني احمدزي له تورونو نیولي بیا د ظاهر قدیر او د ملي المپیک کميټې په اړه مو ډېرې قضیې ولیدې…چې د ځینو کسانو لخوا پر ځینو کسانو ولګېدل،خو د قضیې هېڅ یوه اړخ هم د تور او سپین د جلا کولو لپاره لستوڼي را و نه نغاړل.

 په تر ټولو تازه مورد کې د ولسمشر غني د امنیت/خوندیتابه پخوانی سلاکار جنرال حبیب الله احمدزی مدعي شو:

داسې ښځينه وکیلانې پېژني،چې  یوازې له ۵۰۰ نه تر ۶۰۰ رایې یې درلودې خو په ارګ کې ځینو ځانګړو کړیو د جنسي اړیکو له ټینګولو وروسته بریالۍ اعلان کړې.

هغه همدا راز دا کړۍ په فحشا او اخلاقي فساد تورنه کړه.

د حبیب الله احمدزي له خبرو وروسته د حکومت یوې پخوانۍ سلاکارې آغلې مریم وردک هم د ښاغلي احمدزي ادعاوو په تأیید؛ یوه هندي ټلویزیون سره مرکه کې وویل: کومې خبرې،چې جنرال احمدزي کړې،رښتیا دي.

خو دغسې مواردو کې؛ تل یوه پوښتنه ذهن کې څرخېږي:

ولې دا ډول څرګندونې داسې مهال کوي،چې له دندې ګوښه شوې وي؟
او یا :
ولې؛ کله،چې په ځانګړیو چارو/مواردو کې د حکومت له ملاتړه نهیلي شي د خبرو خوله خلاصه کړي او پرته له دې،چې د خپلو خبرو پایلو او عواقبو ته یې پام وي افترا کوي؟
دوی په دې ډول یا سهواً یا قصداً نړۍ ته د افغانستان ناسم او خراب انځور وړاندې کوي او د شخصیتونو ترور او بدنامول د خپلې موخې لپاره تر ټولو ښه لار ګڼي.

ولې دا کسان دغه څرګندونې هغه وخت،چې پر مهمو څوکیو ناست وي نه مطرح کوي؟

هغه وخت ولې همدا شهامت له لاسه ورکوي؟

د افغانستان د نافذه قوانینو په ځانګړي توګه د جزا قانون پر بنسټ؛ د افترا، تور لګولو او ورته مواردو لپاره “حد قذف” تر نوم لاندې تر دوو کلونو د بند سزا په پام کې نیول شوې ده.
حکومت ته په کار ده،چې له دې تورونو او تأییدیو نه په بې تفاوتۍ تېر نشي،بلکې باید په ډېر جدیت یې تعقیب کړي؛څو د ښځو پر روحیې منفي اغېز و نه کړي او په عامه اصطلاح

“وچ او لمده یو ځای” سره ونه سوځي او د ښځو په برخه کې جفا و نشي؛چې هرڅوک دا جرأئت پیدا کړي،چې د ځان مشهورولو په خاطر د خلکو له روحیاتو سره لوبه وکړي او ځان ته مینه وال بیامومي.

هماغسې،چې وړاندې اشاره وشوه؛ دا موضوع د افغانستان له عزت،حیثیت او شرف سره تړلې ده او که رسیدګي ورته و نشی نو ډېرې بدې پایلې به ولري.
له بل پلوه؛ دا نوې راټوکېدلي او فرصت طلبه بوټي په تصادفي یا قصدي ډ،ل د دښمن تبر ته لاستی اچوي او د دوی جګړې او تاوتریخوالي ته مشروعیت ور بخښي؛ نو له همدې امله حکومت او عدلي بنسټونه جداً دا مسوولیت لري،چې دې موضوع ته رسیدګي وکړي او روښانه یې کړي،ځکه له دې تورونو سره د افغانستان عزت هم تړلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply