د غني او کرزي د سیاسي مدیریت پرتلنه او ارزونه

0 702

محمدروښان ښاد _

د غني او کرزي د سیاسي مدیریت پرتلنه او ارزونه

لومړۍ برخه

افغانستان هغه هیواد دی چې د سیاسي مدیریتونو ډولونه په کې تجربه شوي دي. له هغې ډلې دوه ډوله سیاسي مدیریتونو ته چې د اشرف غني او حامد کرزي دوه متفاوت مدیریتونو دي اشاره کولی شو چې له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته یو له بل پسې راغلل. د دې دوه ډوله سیاسي مدیریت پرتلنه موږ ته دا راښیي چې افغانستان څه ډول سیاسي مدیریت ته اړتیا لري؟

د بن تاریخي کنفرانس کې چې په ۲۰۰۱ میلادي کال د المان بن ښار کې ترسره شو، په پایله کې یې حامد کرزی د موقتې ادارې د رئیس په توګه وټاکل شو او د موقتې ادارې لا زیات وخت نه و تېر چې بالاخره د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره سراسري ولسمشریزې ټاکنې وشوې. د ۲۰۰۴ میلادي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې حامد کرزي له ۱۶ تنو نوماندانو سره سیالي وکړه چې په پایله کې حامد کرزی په اکثریت رایو سره رسماً د افغانستان د جمهوررئیس په توګه وپېژندل شو.

داسې ښکاري چې حامدکرزی د خپلې حکومتدارۍ په شیوه کې د امان الله خان، محمدظاهرشاه او سردارمحمد داوودخان له واکمنیو الهام واخیست. هغه غوښټل د درې تېرو رژیمو له سیاسي مدیریتونو څخه د ترکیب په ډول د خپل مدیریت لپاره د الګو په توګه استفاده وکړي.

د اصلاحاتو په شیوه کې یې د امان الله خان حکومتولي څخه الهام اخیست او اجتماعي مسایلو کې یې د محمدظاهرشاه حکومتولي له ډول څخه استفاده وکړه او د اصلاحاتو په برخه کې یې د خپل جدیت لپاره د داوودخان حکومت الګو و.

حامد کرزي چې کله د حکومت واګې ترلاسه کړې، افغانستان ویرانه او کنډواله و، د افغانستان ښارونه د داخلي جنګونو له امله ویجاړ شوي وو. په ښارونو کې کم خلک لیدل کېدل، هغه هم هغه څوک چې د تېښتې لوری یې نه لیده او هغوی چې د تېښتې لاره یې لرله، وکولای شول چې حداقل ځانونه د افغانستان له سرحدونو واړوي او نورو هیوادونو ته کډوال شول. اکثریت یې په ایران او پاکستان کې کډوال وو.

ښوونځي، روغتونونه، ټولګټي ځایونه او تاسیسات نابود شوي وو او همدارنګه زیاتې دولتي زیربناوې سختې ویجاړې شوې وې. په همدغه حال کې حامد کرزی د نړیوالې ټولنې او امریکا متحدو ایالتونو په همکارۍ او مرستو په افغانستان کې د جمهوررئیس په توګه خپل کار پیل کړ.  

د حامد کرزي د جمهوري ریاست په وخت کې میلیاردونه ډالر افغانستان ته راغلل، کرار کرار په افغانستان کې بنسټونه جوړ شول. په لومړي ګام کې د حامدکرزي د حکومت ټينګار د وسله وال پوځ پر جوړولو و. دویم ټینګار یې په روزنه او پالنه وو چې د ښوونځیو جوړولو اقدام یې وکړ. د دې ګام په پایله کې څو زره ښوونځي جوړ شول. د بیا ن د ازادۍ، د ښځو د حقونو، د ښارونو د انکشاف او نورو برخو کې هم پام وړ کارونه وشول، اما که د حامد کرزي د دولس کاله حکومت د لاسته راوړنو جزئیاتو څخه تېر شو، نو مصلحت او مداریتوب د حامد کرزي د حکومت مهمې ځانګړنې ګڼل کېږي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply