دښمن مو د کار او شمار سړي نه پرېږدي

0 584

 

مطیع الله سحر ـ

د افغانستان بدبخته دښمن هېڅ وخت هم زمونږ د کار سړي راته ژوندي نه پرېږدي. زمونږ هغه د کار سړي چې د وطن، اسلام او د دې ملت لپاره تل زیار اوباسي. چې څنګه مو وطن ارامه او سوکاله واوسي او  اسلامي قانون پکې حاکم اوسي. خو بیا هم د هیواد دښمن راپاڅېږي همغه وطن پرسته او اسلام پرسته کس باندې  د کفر ټاپه ولګوي. او د دروغو ګنګوسې خپروي. په همدې خبرو یې اخر له دې دونیا څخه تېر کړي. په بې رحمۍ یې ووژني او خپل زړونه پرې ارامه کړي. خو د ټولو تګ الله ج ته دی،  ګناهګار او بې ګناه به په ورځ د محشر کې معلومېږي.  

دښمن مو یو ځل بیا خپل وحشیانه کار تر سره کړ. د جمعې په ورځ یې اسلام پرست او وطن پرسته  شخص ښاغلی مولوي سمیع الله ریحان  د خدای په مقدس کور او په دې حقه روژه  کې را شهید کړ. ښاغلي ریحان صیب ته یې په محراب کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي په دې چاودنه کې نه یوازې ریحان صیب بلکې نور مقتدیان هم شهیدان کړل.چې په دې حقه روژه کې یې په هر کور کې ويرونه جوړ کړل. او هر مسلمان ورته په دې روژې میاشت کې ورته ښېراوې وکړې. او د افغان ولس له خدایه همدا یو غوښتنه دې چې په هیواد کې مو ارامي راشي او داسې بې ځایه وژنې ختمې شي. چې هر افغان له خپله ژونده خوند واخلي.   

دښمن په دې خاطر ښاغلی مولوي ریحان راشهید کړ چې ښاغلي به تل رښتیا ویلې او په دې یې  ګناهګار باله چې ولې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي. ځکه چې د هیواد دښمن د افغانستان مېړني ځواکونو باندې د کفر ټاپه رالګوي او د هغوی پر وړاندې جنګ جهاد بولې او وژنه یې حق ده. ښاغلی ریحای صیب بیا د دښمن د دې ټولو کارونو خلاف و. ده به تل د افغانستان له ملي اودفاعي ځواکونو پوره ملاتړ کاوه او هغوی ته به یې دا ویل چې د دښمن په خبرو هېڅ وخت ونه غولېږي جهاد هغوی نه بلکې تاسو کوئ. ځکه چې د وطن ساتنه فرض ده او تاسو هم خپل وطن ساتئ، د وطن بچي ساتئ او تاسو که چېرته په دې لاره کې مړه شئ تاسو واقعي شهیدان یاستۍ.

خو دا لومړۍ ځل ندې چې دښمن مو داسې دیني عالمان راوژني. له دې مخکې هم په اورانوس هوټل کې د ديني عالمانو پر غونډه یې چاودنه وکړه. چې پکې په لس ګونه عالمان شهیدان او ټپیان شول. دغه عالمان هم د دې لپاره راټول شوي ول چې د خوږ پیغمبر میلاد مبارک ونمانځي او په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبولي. او د افغانستان له دښمن سره جګړه جهاد وبولي. خو د وطن دښمن مو هېڅ وخت هم په ارامه نه پرېږدي. او تل دا کوشش کوي چې په هیواد کې د سر سړي پرېنږدي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې هم بیا په ارامه سره نه پرېږدي. دوی هم همدا کوشش کوي چې خپل دښمن ژر تر ژر ختم کړي. او لکه څنګه چې پر مقدسو ځایونو حمله د خدای له خوا حرام ده، هېڅ کتاب او منطق دا عمل مشروع نه ګڼي او مردود دی. نو مونږ یې هم پر وړاندې تر هغې جنګېږو تر څو مو چې نه وي مات کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply