د ملا برادر اړوند یو څو خبرې!

0 1,020

لیکنه او شننه: قاضي نجیب الله جامع

داچې ملا برادر ته د یوه پوځي قومندان، ځیرک ستراتيژیست، د طالبانو په اوسني رهبري کې تر ټولو بانفوذه، اغیزمن او مدبر طالب سیاستوال په توګه کتل کیږی، ولې پر دی سربیره نوموړې په داسي حال کې آزاد شو چې طالبان له امریکایی اړخ سره د خپلي اوږدې مبارزي چې امریکایان یی د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ګڼې په یو برخلیک ټاکونکې پړاو یعني جګړې ته د سولې او سیاست پر میزونو کې د حل پیداکولو وو انتظار ویست.

ځکه امریکایانو تر دی وړاندی خپله ماتي بار بار منلي وه او حتا د جګړې له لارې یې د افغان – امریکا جګړې ګټل ځان او بل هر چاته ناممکن بلل، د دی ترڅنګ د ملا برادر تر خلاصون وړاندی د سولې اړوند په کور دننه، سیمه او نړۍ کې خوراه یوه ګټوره اجماع رامنځته شوی وه هغه چاره چې د افغان سولې په بریا او د افغان – امریکا جګړې پر پایته رسولو کې د فشار، همکاری او اعتماد اړوند خوراه مهمه بلل کیږی.

مګر د دي ټولو باوجوده د افغان سولې پیچلي، له کږلیچونو او لوړو ژورو ډک او په ټوله کې د څو اړخیزه بی باورې سره مل بهیر د ناکامیدو څخه د خلاصون او د بریا په پاره قاطع پریکړو، یوموټي دریځ او چټکو ګامونه اخیستلو ته اړتیا لری، د کوم څه کرکټر چې په تېره سه شنبي په ماسکو کې د افغانستان او روسیې د دوستۍ د سلمې کلیزې په درناوي غونډه کې د طالبانو د سیاسي د فتر د مشر او د دغي ډلي د سیاسي چارو د مرستیال څخه ولیدل شو او دا یعني طالبان سولې ته ژمن او د سولې آراده لری د بیلګې په توګه…
لومړي: ملا برادر دمګړۍ د طالبانو په شته مشرانو کې تر ټولو د لوړې کچه مشر او ددی خوځښت یو له ۴ بنسټګرو څخه دی.

دویم: ملا برادر د طالبانو د لومړۍ لیکې له مشرانو څخه دی او په تر ټولو سختو وختونو کې يې د دي ډلي نظامي مشري کړې ده. له دې کبله د طالبانو په نظامي لیکو کې ورته ځانګړی درناوی شته.

دریم: د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملا برادر ګومارنه د دې لامل شوې چې بهرنیان د طالبانو پر سیاسي دفتر ډېر باور وکړي.

څلورم: پخوا اندېښنه وه چې کېدای شي چې د قطر دفتر غړي لازم واکونه ونه لري، اوس چې ملا برادر د دفتر مشر دی، بهرنیان پوه شوي چې تر دې ځواکمن پلاوی نه شي جوړېدای. له همدې امله بهرنیانو قطر دفتر ته مخه کړې او ملا برادر سره لیدنې کتنې کوي.

پنځم: له هغې راهیسې چې ملا برادر د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شوی، د دغه غورځنګ په سیاسي فعالیتونو کې پاموړ پرمختګونه لیدل کېږي.

شپږم: له دې وړاندې، سره له دې چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې واردمخه روانې وې؛ خو د ملا برادر له ټاکل کېدو وروسته طالبانو د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ځانګړې مذاکراتي ډله وګومارله او پخوانی لوی درستیز ملا فاضل یې ورته مرستیال وټاکه.

دا د تېرو مذاکراتي ټیمونو په پرتله پراخه هغه وه. په دې ډله کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو، پخوانیو سیاسي څېرو لکه مولوي امیر خان متقي او عبداللطیف منصور سربېره، د ګوانتانامو پنځه تنه پخواني بندیان، ملا محمد فاضل، ملا خیرالله خیرخوا، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري هم شامل وو.

اووم: د ملابرادر له ټاکل کېدو سره سم له امریکایانو سره د مذاکراتو ترڅنګ، په دې موده کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرتابه له ګڼو بهرنیو استازو سره لیدنې کتنې لرلې دي.

د اروپايي ټولنې، چین، روسيې او امریکا له استازو سره د لیدنو ترڅنګ دا ډول طالبانو د مارچ په ۳مه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف دوحه کې ملا برادر سره وکتل. له هغه وروسته د اپرېل په ۲۵مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما مشر تادامیچي یماموتو هم د طالبانو د سیاسي دفتر له نوي مشرتابه سره وکتل.

د مۍ پر لومړۍ نېټه د اندونېزیا د بهرنیو چارو وزیره آغلې ریتنو لیستاري هم دوحې ته ولاړه او له ملا برادر سره یې وکتل.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټزیل په تېره یوه میاشت کې دوه ځلې له ملا عبدالغني برادر سره وکتل. ویل کېږي جرمني هم لېوالتیا لري چې د یوې بلې پراخې بین الافغاني ناستې کوربه وي. د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازي رولانډ کوبیا هم تېره اوونۍ ملا برادر سره کتلي وو.

د ملا برادر ګډون دا هم ښيي چې طالبانو د ډیپلوماسۍ ډګر ته تر پخواه په وروستي ځواک سره وردانګلي دي او دا مسئله یې درک کړې ده چې د جګړې وروستي برخلیک د ډیپلوماسۍ مېزونه او ملاقاتونه ټاکي.

اتم: د ملا برادر تر ټاکل کېدو وړاندی د طالبانو د خپلواکې آرادي اړوند خوراه ډیر شکونه وو، داچې هغوی ته د هرڅه تصمیم پاکستان نیسي، داچې د طالب رهبري پاکستان ته له نږدي کسانو سره ده او حتا داچې طالبان له سره د سولې نیت نه لري، ولي داچې ملا برادر د طالباني حرکت ترمنځ یو له پاکستان ضد څيرو څخه دی او پاکستان هم نوموړې د همدغي دښمني او سولې ته دژمنتیا له امله نږدی ۹ کاله پر بند کې وساتل د دي مانا داچې د ملا برادر په مشری د سولې او جګړې پریکړې د طالبانو د پوره خپلواکه دریځ او سولې ته د ژمنتیا پر مانا ده.

اوس افغان حکومت او دلته فعالو سیاستوالو ته ده چې پر امریکایی شرایطو د سولې غوښتلو پرځای د ریښتوني سولې په لار کې ګامونه واخلي، داچې امریکایان روانه جګړه د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه نوموی دا یعني دا جګړه بهرني عوامل لري او د هغوی په پایته رسیدو سره د جګړې اور ختمیږی کنه د بهرنیو ځواکونو پر شتون کې به د جګړې تنور ګرم وي.

جګړه ‏چاته ګټه نه کوي، هغوی ته هم ګټه نه کوي چې فکر کوي په جګړه کې یې ‏ګټې نغښتي دي.‏

هغوی چې غواړي له هیواده د پردیو لاسونه لنډ شي، د پردیو د ګټو لپاره ونه کارول شي. د نورو هیوادونو سره زموږ هیواد هم د سیالانو په لیکه ودرول شي. خپل اقتصاد قوي کړو، د معادنو مسلکي استخراج ته زمینه مساعده شي، تر څو یې نړیوال خونخوار قوتونه راڅخه غلا نه کړئ.

راځئ له موږ سره د رښتونې سولې هرکلي وکړو، ورته کار وکړو ځکه دامو د ولس لومړیتوب دی.

درناوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply