طالبان یوازې د بین الافغاني مذاکراتو لاره لري

0 644

محمدبشیر یوسفزوی _

تر دا پرونه پورې وسله والو طالبانو په دې ځان ته مشروعیت ورکاوه چې دوی د امریکایانو پر ضد جنګېږي او ځکه ورسره جنګېږي چې د دوی هیواد یې اشغال کړی دی، مګر په حقیقت کې له همغې ورځې وسله وال طالبان له امریکایانو سره نه، بلکې له افغانانو سره په جنګ وو، ځکه چې د دوی په جنګونو، بریدونو او چاودنو کې تر ټولو زیات قربانیان عام افغانان دي، مګر عجیبه داده چې نن وسله وال طالبان د افغانانو پرځای له امریکایانو سره د سولې خبرې کوي.

دا به کوم سالم عقل ومني چې له خپل هیوادوال او ورور سره جنګ کوه، بې موجبه یې وژنه، شکنجه کوه یې، بدمرغه کوه یې او له امریکایي سره چې د دوی په اصطلاح د دین دښمن دی او افغانستان یې اشغال کړی دی له هغوی سره بیا په ابوظبۍ، دوحه او مسکو کې د سولې خبرې کوه او هغه هم د پردې تر شا، خو له دې څخه معلومېږي چې طالبان پرون هم په ناحقه او د بل په واک کې وو او نن هم ناحقه او پردي واک کې دي او هغوی چې څنګه ورته وایي، نو دوی همغسې کوي.

طالبان دې په خپلو کړنو له سره فکر وکړي او افغان ولس ته دې د دې ځواب ووایي چې ولې وژني افغانان او سوله له امریکایانو سره کوي؟ که دا د پاکستان لمسون وي او دا هر څه یې پر دوی تحمیل کړي وي ، نو ولس ته دې په ښکاره ووایي، ځکه افغانانو تل د مظلوم ملګرتیا کړې او د ظالم مخه یې نیولې ده، نو ولس به په خپل عظمت نه یوازې چې دوی وبښي، بلکې د پاکستان له ظلم به یې خلاص کړي او خپلې غېږې به ورته پرانیزي، مګر که چېرې وسله وال طالبان پوهېږي او دا درک کوي چې د دوی جنګ د وطن او وطنوالو په خلاف جنګ دی، نو بیا دې له دغه ناحقه او نامشروع جنګ څخه لاس واخلي او پر خپل ولس دې رحم وکړي، ځکه دا ولس دومره دردېدلی او کړېدلی دی چې نور د ظلمونو او وحشتونو تاب او زغم نه لري.

طالبانو ته د پاکستان او نورو له لوري دا تمه ورکړل شوې وه چې له دوی سره به د سولې په نامه د تړلو دروازو تر شا جوړ جاړی وشي، اوسنی حکومت به له منځه لاړ شي او واک به دوی ته ور وسپارل شي او په همدې  خاطر دوی رېنګه وکړ ه او د سولې پرځای یې پر جنګ ټینګار وکړ او جنګ یې شدید هم کړ، مګر کله یې چې په مخامخ جنګ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې ځان کمزوری ولیده، نو د خپلې ماتې د پټولو او غچ اخیستلو په موخه یې په ښځو او ماشومانو، دیني علماو، ملکي وکړو، عامه تاسیساتو، جوماتونو، ښوونځیو او نورو عامه او ملکي ځایونو بریدونه وکړل.

وسله وال طالبان باید دا درک کړي چې نه د جنګ له لارې واک ته رسېدلی شي او نه هم د سولې په پلمه د تړلو دروازو تر شا پرېکړې دوی خپلو شومو موخو ته رسوي، نو د دې پرځای چې له افغانانو سره جنګ او له امریکایانو سره سوله وکړي، نو یا دې دا معادله سرچپه کړي او یا دې بېخي له جنګه لاس واخلي او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې دې سولې ته راستانه شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply