سیمه ییزې همکاري هر اړخیزې ګټې لري

0 603

 _اېمل پیاوړی

سیمه ییزې همکارۍ ته تر نورو موږ په خپله زیاته اړتیا لرو، ځکه چې له یوې خوا افغانستان د تېرو څلوېښتو کالو جګړو او له بل لوري طبیعي افتونو او وچکالیو داسې ځپلی چې نه یې ادارې او تاسیسات ورپاټې دي، نه یې هم سوداګري او راکړې ورکړې د تېر په څېر ادامه لري او نه یې هم اوبه او کرنیزې ځمکې د خلکو د موثرې استفادې وړ دي او تر ټولو مهمه لا دا چې موږ په وچه کې د ایسار هیواد په توګه هم د سیمې او هم د ګاونډیو هیوادونو سره ښو مناسباتو، معاملاتو او سوداګریزو راکړو ورکړو ته نهایت زیاته اړتیا لرو.

د همدغې اړتیا له مخې ولسمشر غني د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ او اتصال فکر په یوه طرحه بدل کړ، داسې طرحه چې د سیمې هیوادونو یې تود هرکلی وکړ او عملا په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو شول او ان په دې وروستیو کې پاکستان هم د ولسمشر غني د دغه فکر او طرحې هرکلی کړی او دا اړتیا یې احساس کړې چې په دې اړه باید مفصل بحث وکړي او ځان د دغې ټلوالې غړی او شریک کړي.

په دې کې شک نشته چې د افغانستان په څېر په وچه کې پراته هیوادونه سیسمه ییزې همکارۍ ته تر بل هر هیواد زیاته اړتیا لري، مګر دغه اړتیا یوازې په خبرو هم نه حل کېږي، بلکې دا عملي او ګټوره برنامه غواړي، داسې برنامه چې هم د سیمې هیوادونو او نورو شریکانو ته د منلو وړ وي او هم یې تطبیق عملي او اسانه وي. ولسمشر غني همداسې یو فکر رامنځته کړ چې هم یې د نورو قناعت او ملاتړ ژر تر لاسه کړ او هم یې تطبیق اسانه دی. د تطبیق پر وړاندې یې یوازین او لوی خنډ ناامني او تروریستي فعالیتونه دي او که پاکستان په رښتیا هم د دې همکاریو غړی شي، نو باور دی چې دغه ستونزې به په اسانۍ ورسره حل شي او افغانستا به په سیمه کې ورسره نه یوازې وغوړېږي، بلکې د سیمې د څلور لارې او د همکاریو د وصلونکي هیواد په توګه به راڅرګند شي.

افغانستان به د سیمه ییزه همکاریو له برکته وکولای شي چې هم د خپل ضرورت ساختماني او خوراکي او نور د اړتیا وړ توکي په مناسب وخت او لازم کیفیت او قېمت ترلاسه کړي او هم خپل صادرات نورو هیوادونو ته وکړي او هم د ټرانزیټ له لارې زیات عواید ترلاسه کړي، د بېلګې په توګه افغانستان منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د غازو او برېښنا د لېږد له لارې کافي عاید ترلاسه کول او زیات شغلونه ایجادولی شي.

د دې ترڅنګ سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ د هیوادونو، ملتونو او دولتونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو ترڅنګ سیاسي او امنیتي ګټې هم لري، ځکه د هیوادونو او خلکو ترمنځ مناسبات او خواخوږي زیاتېږي، دوی یو له بل سره فرهنګي راکړې ورکړې کوي، خپل تجارب او امکانات سره شریکوي او په دې ډول د امنیت ترڅنګ د ثبات د تامین زمینه هم برابرېږي. په دې ډول د حکومتونو تر منځ بدبینۍ، بې باورۍ او دښمنۍ په دوستۍ، ملګرتیا او همکارۍ بدلېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply