ریښتینی دوه مخی څوک دی؟/سرلوڅ مرادزی

0 754

د نن ټکی اسیا په یوه خبر کې چې د طالبانو ویندوی بریښناپاڼه ګڼل کیږي، لولو« پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان حکومت او امریکاڅخه غوښتي چې د سولې روانو هڅو په وړاندې دې د خپلې دوه مخې او متناقضې پالیسۍ څخه ډډه وکړي. کرزي د امریکا اوحکومت له لوري د نظامي عملیاتو زیاتوالی او بمبارۍ د سولې د روانو هڅو سره په تضاد کې ګڼلي». نوموړې بریښناپاڼه دا همزیاتوي چې طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو له پیل راوروسته د طالبانو په خلاف چاپې، بمبار او نظامي عملیات زیات شوي او دې سره سم د ملکيتلفاتو شمېر هم ډېر شوی.

کېدای شي د حامد کرزي، طالبانو او د دوی د نورو حامیانو په اند، د طالبانو په وړاندې عملیات د سولې هڅو سره اړوپیچ وي، خو د ډیری افغانانو پهنظر د سولې د هڅو تر څنګ پرلپسې عملیات چې طالبان يی افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره نه وي چمتوکړی، اړین دي؛ باید نورهم شدتپیداکړي او لا تهاجمي بڼه غوره کړي.

باید په ډاګه وویل شي، طالبانو سره د سولې خبرې چې د پنجاب پشان بهرني ملاتړي تر شا لري، په زارۍ او ننواتو نتیجه نه ورکوي، دلته پوځيعملیات باید د سولې د خبرو د بریا او بشپړندوی په توګه وګڼل شي.

که ښاغلی کرزی د سولې خبرو کې امریکا په دوه مخۍ تورنوي، کېدای شي خبره يي تر یوه بریده په حق وي . خو دلته هم په امریکا د کرزي نېوکه دهغې سولې لپاره چې د هېواد او افغانانو په خیر وي نه تر سترګو کیږي، کرزی د جهادي مافیا له ګټو سره  یو ځای د خپلو ګټو د زیان په غم کېکړیږي.

امریکا سره په یوه تله کې د حکومت وراچول او د سولې په هڅو کې يي دوه مخی ګڼل، حقیقت کې خپله د کرزي دوه مخي راسپړي.

د کرزي موخه دلته هم د حکومت له دوه مخۍ څخه یوازې ارګ دی. اسلامي جمعیت، نظارشورا او په یوه خبره ټوله جهادي مافیا چې په ورته وخت کېد حکومت غوړه برخه جوړوي او له حکومت بهر بیا کرزي سره په یوه ټلواله کې شریک دي، د کرزي په اند په دې دوه مخۍ کې برخه نه لري. کرزیهمدغه شریکباڼو سره یوځای، د ارګ خلاف طالبانو سره ماسکو کې ګوري او په قطر کې خپلو طالبي یارانو سره د ارګ د ځایناستي په توګه ځانځلوي.

کرزی او حواریون يي ارګ سره د موازي حکومت چلند کوي. دوی په دې توګه ځان سیوری حکومت راپېژني.

د کرزي د حوارینو او شریکباڼو داسې دریځ، طالبانو ته فرصت او پلمه لاس کې ورکړې چې حکومت سره له مخامخ خبرو ډده وکړي او د ارګ پرځایدې جهادي مافیا سره دلته، هلته وګوري.

دا چې کرزی او مافیايي حواریون يي د حکومت د پوځي عملیاتو بولاله هم تکراروي، طالبانو سره په  زدوبند کې، ترسره کیږي. طالبي رسنۍ ځکه دکرزي او جهادي مافیا، حکومت ضد څرګندونې په ډول و سرنا خپروي!

حکومت د روژې او کوچني اختر په ورځو کې طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه، خو هغوي په بېشرمۍ سره رد کړه. حکومت د ښه نیت په موخه دکوچني اختر په ویاړ او وروسته ۸۸۷ تنه طالبان له زندان خوشې کړل چې ګروپ وار به خپلو کورونو ته لاړ شی، خو کرزی او مافیايي په دې اړه پټهخوله دي!

کرزي طالبانو سره د ناڅرګنده اړیکو او ژمنو په لامل د سولې په مشورتي لویه جرګه کې هم ګډون ونه کړ او هغې سره يي پرېکون وکړ.

حکومت سره له مخامخ خبرو ډده چې په کور دننه د کرزي او جهادي مافیا لخوا طالبانو ته ډالۍ شوې، حکومت اړکړی چې طالبانو سره د سولې خبروتر څنګ چې د مشورتي لويي جرګې د لارښوونو په رڼا کې مخې ته ځي، پوځي عملیات هم له پامه ونه غورځوي.

دا عملیات په روژه او اختر کې د اوربند په اړه د طالبانو د ملي ضد دریځ وروسته، ښه په بریا سره مخ په وړاندې روان دي.

د جون په ۲۵ مه، د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ کې ۱۳ وسلوال طالبان چې دوه يي مشران ول، ووژل شول او ۳ يي ژوبل شول، دغه عملیاتو کې یوشمېر وړې او لويې وسلې هم ترلاسه شوي. په همدې نېټه د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې تر ۲۰ ډېر طالبان نېول شوي.

بل پلو«ډو ځیزانې ولسوالۍې
د زابل والي رحمت الله
یارمل وایو چې تیره شپه یې پر پټنځای ځانګړو ځې او له خپلو ۱۰ وسله والو سره یې وژلی دی.تاند»
همدارنګه د دغو بریالي عملیاتو تر څنګ د افغان کماندويي ځواکونو لخوا په دې وروستیو کې د طالبانو له زندانونو څخه یو زیات شمېر افغان خوشېشوي او زندانونه دړې وړې شوي.

د افغان امنیتي ځواکونو د همداسې بریاوو په مهال کرزی او جهادي مافیا چیغې وهي چې افغان حکومت دوه مخی دی او سولې ته ژمن نه دی.

د اجراییه ریاست واکمن عبدالله عبدالله هم کرزي سره غاړه تاووي او ارګ ته په اشاره وايی چې طالب بندیان د سولې خبرو پیل لپاره د ښه نیتښوودلو په خاطر خوشې شوی او له دې کار څخه باید کمپایني ګټه وانه خیستل شی. البته ټول خبر دي چې ارګ دا بندیان د سولې د مشورتي لويېجرګې په لارښوونه خوشې کړي، چې عبدالله عبدالله د خپلې ډلې سره یوځای هغې سره پرېکون وکړ. تر اوسه چې سوله نشته اتل يي هم نشته، خوچې سوله راځي اتل به يي هم افغان ولس وي، طبعآ ارګ چې د ولس استازولي کوي په دې بریا کې به بې برخې نه وي.

طالبانو په دې وروستیو کې بزګرانوته امر کړی چې خپلو ځمکو کې کوکنار وکري او دوی يي د ساتنې ضمانت کوي.

کاشکې چې کرزي په دې اړه هم خپله غاړه خلاصه کړی وايی او خپل وروڼه يي له دې اسلامي ضد عمل څخه راګرځولای وايی.

بلخوا کرزی د حکومت د دوه مخۍ خبره داسې مهال کوي چې ارګ وايي امریکا د سولې خبرې د ارګ د دریځ سره سمې پرمخ وړي.

په نورو هېوادو کې چې ولسمشران متقاعد شي، کورونو کې کښيني او ځیني د ژوند او کار خاطرې لیکي، خو کرزی هیڅ ارام نه لری، په یوه پښهګډیږي او لکه د شړومبو مچ ځان به هر څه کي ورګډوي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply