ولسمشر د حساب او کتاب سړی

0 456

اېمل پیاوړی –

ولسمشر غني د حساب او کتاب سړی دی، په دې مانا چې د شفافیت، کارونو او خدماتو د ښه والي په خاطر همېشنی ټینګار دادی چې د ولسمشر په ګډون ټول مسوولین، وزارتونه او ادارې باید ولس ته حساب ورکړي، هیڅوک هم له حساب ورکولو څخه معاف نه دی، ځکه ولس باید پوه شي چې د دوی لپاره څه ترسره شوي ، څه نیمګړي پاتې او څه هیڅ نه دي ترسره شوي؟

که دغسې حساب کتاب نه وي، نو نه به ولس له مسوولینو خبر شي او نه به هم مسوولین د چا پر وړاندې ځان په حساب ورکولو مکلف وګڼي او نه به هم په چارو کې ښه والی راشي. په همدې خاطر سږکال ټولو ادارو او مسوولینو د رسنیو له لارې ولس ته د خپلو کړنو حساب ورکړ.

د دې کار بله ګټه داده چې یو د بل له ستونزو او لومړیتوبونو څخه خبرېږي. په لومړیتوبونو تمرکز زیاتېږي او حتی د چارو په ښه ترسره کولو کې یو د بل له تجربو څخه ګټه اخیستلی شي.  د کمېټو جوړول او په اساسي قانون کې د راغلیو واکونو عملي کول، ولسمشر ته دا امکان برابروي چې لږ تر لږه په کال کې یو ځل په منظم او منسجم ډول د حکومت د کار او فعالیتونو راپور ملي شورا او له هغې لارې ټول ملت ته وړاندې کړي.

 همدارنګه دا راپور ورکول به ملي شورا ته دا امکان ورکړي چې د ملت د حساب اخیستلو د قانوني مرجع په توګه د ولسمشر له اجراتو څخه په لیکلي ډول مالومات ولري او په هغه هکله په دقت نظر څرګند کړي. د شفافیت د رامنځته کولو لپاره به مشخص مېکانیزم په پام کې ونیول شي. په راپور کې د مدني ټولنې، رسنیو او یا د ملي شورا د غړو له لوري د هر ډول تېروتنې د موندلو په صورت کې هغې ته د رسېدو لپاره جدي اقدام کېږي، نیمګړتیاوې او تېروتنې به سمېږي.

په همدې خاطر ولسمشر غني په جمهوري ریاست کې بېلابېلې شوراګانې او کمېټې ایجاد کړې دي چې هم اړوندو مسایلو ته رسیدګي وکړي، هم چارې وڅېړي او هم مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړي. د دې کمېټو عمده موخه د خلکو او دولت تر منځ د باور فضا رامنځته کول دي. کمېټې د دې وسیله برابروي چې پروګرامونه تطبیق او له مفکورې څخه په عمل بدل شي. پر دې بنسټ کمېټې د لنډمهالو، منځ مهالو او اوږدمهالو اقداماتو تر منځ نښلوونکی پل دی.

په افغانستان کې چون د ټولنیز باور په نه شتون کې ژوند کوو، لومړی باید لنډمهاله باور رامنځته شي، څو وروسته د اوږدمهاله طرحو لور ته لاړ شو. په ځانګړي ډول زموږ ځوان نسل باید د لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو په هکله د بحث نوښت په غاړه واخلي. د دې ترڅنګ ولسمشر غني د دې لپاره چې زموږ ځوان نسل د راتلونکي لپاره د یو منسجم لیدلوري په رامنځته کولو کې مخکښ شي، نو په ډېرو برخو کې یې د چارو مسوولیتونه او واکونه دوی ته سپارلي ديله همدې امله دا مهال د افغانستان ادارې تر بل هر وخت ځوانې شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply