څو څلوریځي /سید عبیدالله نادر

0 539

د وطن د یو دردمن زهیر ، شاعرلیکوال ادبی فلسفی او نظامی شخصیت چې د وطن د سوکالۍ د پاره یي خپل ځان د وطن قرباني کړ خدای بخښلي سید حسن (حسن) چې کله به یي شیون هم تخلص کاوه په یاد ، دا لاندی زما څو څلوریځي د دي مرحوم په یاد کې، او په عین زمان کې  د ده دشعرونو هر کلی هم دی ما وییلي:

«««««««««««««««««««««««««

ستـا په کړاو کي ، زړه خوږمن لرمه

په رنځ کي پروت یم ، ځنــکدن لرمه

په شپه او ورځ دا ستــــا په یاد وطنه

ژړا شیـــــون، د ســــــید حسن لرمــه

«««««««««««««««««««««

چــــي ملت ته د افغــــان وي قدر مــن

د خپل قام په غم غصو کي وي غمجن

د وطن په حال ژړا چي یي شعار وي

بیا پیدا کړي، سید حسن غوندی دردمن

«««««««««««««««««««««

د وطن په یاد می تل دي کړیــــــــــــــدل

شپه اوورځ یي په غمو کي ، سوځیــــدل

راحت پریښود زحمت واخیست ما په سز

سیـــد حسن په څیر می، زده کړه ژړیدل

«««««««««««««««««««««««

په غمجن زړه می انبار دي ، ستـــــا یادونه

د بیلتون لمــــــبو لا کيښـــــوده ، داغــــونه

سید حسن په څیر می سر بر سر پراته دي

په قلــم قلـم زړګـــــي می ، ستــــاغمــــونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply