له دې وروسته به د لوږې خطر کم شي

0 490

د خوړو نړیوال سازمانونه د هر کال په تېرېدو سره د پروټین د کمېدو په اړه اندېښنې څرګندوي، خو په فنلينډ کې یوې کمپنۍ د هغوی ستونزو ته د پای ټکی ایښودو هڅې پیل کړې دي.
د سولر فوډ کمپنۍ د نوي تکنیک په کارولو سره د خوړو په جوړولو کې یوازې له برېښنا، اوبو او هوا ګټه اخيستې ده او برېښنا یې هم له لمره تولید شوې ده.
فنلينډ دې طریقې ته د سولین نوم ورکړی چې د سولر او پروټین له کليمو اخيستل شوی او د دې خوړو په جوړولو کې تر ډېره بریده د تخمیر له عمليې کار اخيستل کېږي او دا چاره تر ډېره د شراب جوړولو په صنعت کې هم کارول کېږي.
په دویم پړاو کې تخمیر شوي مواد چې د کاربن ډای اکسایډ، اوبو او هوا له مخلوطه تر لاسه شوي، یو ځای کارول کېږي او پروټین ترې جوړېږي.
تر ټولو وروستي پړاو کې دا محلول وچېږي او د پوډر په بڼه چې ۵۰ فېصده پکې پروټین وي، لکه د غمنو په څېر خوند لري.
ټاکل شوې دا ډول خواړه تر ۲۰۲۱ مېلادي کال پورې بازار ته وړاندې شي او په دې سره به هغه ټولې اندېښنې له منځه لاړې شي د نفوس په ډېروالي سره د غوښې کمښت را منځ‌ ته کېده او هم‌مهاله ورسره د پروټینو د کموالي خبره کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply