د امان الله خان د نیمګړي څپرکي بشپړونکی غني

0 1,938

ګلرحمن رحماني/

کله چې د افغانستان د استقلال (ازادی) ورځ یاده شي، نوذهن ته به مو خامخا د غازي امان الله نوم راځي، ځکه افغانستان د غازی امان الله خان د هڅو او مبارزو په نتیجه کې له انګریزانو څخه ازاد شو او خپلواک هیواد شو .

هر کله چې د غازی امان الله خان نوم په ټولنه کې یاد شی د هیواد ریښتینی او ملی اتلان د هغه کارنامی او له هیواد سره بی کچه مینه په ډیر درنښت یادوی او د هغه روح ته د دعا لاسونه لپه کوی. ولسمشر غني د هغه نیمګړي ارمانونه پوره کوي او د ده د وخت نړېدلې ماڼۍ یې چې د افغانستان د عظمت نښې دي بېرته له سره ورغاولې.

امیر امان الله خان ډیر صفات درلودل خو تر ټولو غټ صفت یې دا وه چې نوموړی خپلی ټولی هڅی د خپلو مخکنیو په څیر د سیالو ډلو د راپرځولو په لاره کې ونه لګولې بلکې د واکمنی له کړی د باندی راووت او لویو کارونو لکه د هیواد د خپلواکې بیرته تر لاسه کول ، په مختلفو برخو کې د هیواد پرمختګ ، تر ټولو مهم څیز چې د هیواد بنسټ جوړوی چې پوهنه ده د پوهنۍ او فرهنګ لپاره غازی امان الله خان ډیری هلی ځلی وکړی .

که غازی امان الله خان د انګریزانو په وړاندی هیوادوال جهاد ته نه وای رابللی او د تیرو پاچهانو پشان یې له انګریزانو سره جوړجاړی کړی وای او د هیواد په چارو کې یې د هغوی لارښوونو ته غاړه ایښی وای نو هیره دی نه وی چې غازی امان الله خان به د ژوند تر پایه د افغانستان پاچا وه ځکه غازی امان الله خان نه یوازی دا چې یو ریښتینی اتل وه بلکې یو ریښتونی مبارز ، سیاست پوهه او عالم شخصیت وه له همدی امله انګریزانو غوښتل چې د امیر له پوهی څخه استفاده وکړی .

امان الله خان د ملی یووالی لپاره له ټول هیواد څخه مشران او روڼ فکره اشخاص په جلال اباد کې راټول کړل او هغو ته یې وړاندیز وکړ چې باید د هیواد د وګړو د برابر حقوقو د ترلاسه کولو لپاره یو قانون جوړ کړو چې د غازی امان الله خان په مشری افغانستان د لمړی ځل لپاره د یوه اساسی قانون څښتن شوه .

کله چې په افغانستان کې د لمړی ځل لپاره اساسی قانون جوړ شوه نو غازی امان الله خان له ګډونوالو څخه وغوښتل چې باید د خپلی سیمی وګړی اګاه کړی تر څو لمړی قانون په خپل ځان تطبیق او بیا نورو هیوادوالو ته لارښوونه وکړی .

کله چې غازی امان الله د اساسی قانون د پلی کولو لپاره مټی رابډ وهلی د هغه پر وړاندی د دښمنیو او د مخالفت د ټغر لمن پراخه شوه ځکه لکه څنګه مو چې مخکې وویل پخوا په افغانستان کې هیڅ قانون موجود نه وه ، په همدی خاطر په لمړی سر کې هیوادوالو ته هم سخته وه او له بلی غاړی د غازی امان الله خان دښمنان هم ډیر ول نو ځکه د قانون پلی کول ګران کار وه .

کله چې غازی امان الله خان افغان زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته په دی موخه واستول چې د هیواد په بشپړه ابادی او سمسوری کې به برخه واخلی خو له بده مرغه ځینو شر خوښوونکو د پاچا دغو ټولو ښو کارونو ته بیلابیل نومونه ورکول چې له همدی امله غازی امان الله خان د وینی د تویدو د مخنیوی په خاطر مجبوره شوه چې له خپلی پاچاهی لاس پر سر شی او خپل ورور عنایت الله یې پاچا وټاکه خو د سقاو زوی په سر کې د پاچاهی نیشه وه ارګ یې کلابند کړ او عنایت الله هم له پاچاهی لاس پر سر شو خو د یادونی وړ ده چې امان الله خان دا وخت په کندهار کې وه چې بیا وروسته هند او له هغه ځایه بیا ایټالیا ته لاړ او هملته وفات شوه .

جمهوررئیس غني هم د غازي امان په څېر د هیواد د ابادۍ، پرمختګ او عزت خواخوږی او خدمتګار دی او په همدې موخه شپه او ورځ زحمت ګالي او غواړي د هیواد دغه نیمګړی څپرکی بشپړ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply