د پاکستان راتلونکی د افغانستان ثبات پورې تړلی

0 489

اېمل پیاوړی/

تر پرونه چې لا هم ولسمشر غني واک ته نه و رسېدلی د افغانستان اقتصاد او بقا تر پاکستان پورې تړلې وه، ځکه ویل به یې چې افغانستان په وچه کې ایسار هیواد دی او د کراچۍ بندر له لارې باید خپل ځان تغذیه کړي، دا د نه بدلېدونکي حقیقت په توګه ټولو منلې او تسلیم کړې وه، مګر ولسمشر غني په لومړیو کې دا معادله سرچپه کړه او ټولو ته یې وویل چې افغانستان د اسیا زړه او څلور لارې ده او دا باید سیمه درک کړي.

په لومړیو کې خلکو ته مسخره معلومېدله، پاکستان ته یې دا وویل چې که د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ او پالیسي بدل نه کړي، نو افغانستان به یې پر وړاندې خپلې لارې وتړي، ټولو به خندل او ویل به یې چې د افغانستان لاره په پاکستان ده، مګر ولسمشر غني پاکستان ته ګواښونه کوي، مګر لا لږ وخت نه و تېر چې ولسمشر غني له پاکستان څخه منځنۍ اسیا ته د مخ اړولو تصمیم ونیوه، ځکه پاکستان ورځ تر بلې د کراچۍ په لاره کې افغان مالونه ودرول، زموږ تاجران یې ځورول، او له دوی څخه یې په یوه او بله پلمه پیسې اخیستې او تر هغو به چې مالونه افغانستان ته رارسېدل نو یا به په لاره کې وراسته شوي و او یا به یې لګښت او ټکس او بې ځایه مالیې تر اصلي قېمت هم زیاتې شوې وې.

ولسمشر غني منځنۍ اسیا سره د همکارۍ او اتصال طرحه رامنځته کړه، هغوی یې دېته قانع کړل او وهڅول چې په دې کې هم د افغانستان او هم د منځنۍ اسیا ګټه ده، ځکه منځنۍ اسیا چې د ګازو او انرژۍ سرشاره منابع لري، نو دوی کولای شي د افغانستان له لارې خپلې منابع جنوبي اسیا ته ورسوي. د همدغې طرحې په اساس د کاسا زر، ټاپي او ځینې نورې پروژې پیل شوې او باور دی چې دغه همکارۍ به لا نورې هم زیاتې شي.

څومره چې د منځنۍ اسیا همکاري زیاتېدله، نو پاکستان له ستونزو سره مخ کېده، ځکه چې پاکستان نه غوښتل چې کراچۍ بندر دې په ټپه ودرېږي او افغانستان دې چابهار، اقینې، لاجور لارې او نور ترانزیتي بندرونه ولري، مګر کله چې پاکستان د هغو په مخنیوي کې پاتې راغی او ځان یې په ستونزه کې احساس کړ، نو پرېکړه یې وکړه چې د ولسمشر غني د فکر او لیدلوري ملاتړ باید وکړي او دغې سیمه ییزه همکارۍ ته ور داخل شي.

په همدې خاطر یې ولسمشر غني ته د سفر بلنه ورکړه او کله چې د سولې مشورتي لویې جرګې له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې پاکستان ته دې سفر وکړي او دغه سړې شوې اړیکې دې بېرته نور مال کړي، نو اسلام اباد ته ولاړ او هلته یې پاکستاني مقاماتو ته په وضاحت سره وویل چې د پاکستان راتلونکی د افغانستان له ثبات پورې تړلی دی، ځکه چې که افغانستان باثبته وو، نو پاکستان کولای شي چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپل صادرات ولري او تر څنګ یې خپلې اړتیاوې هم له هغې لارې څخه پوره کړي اوپاکستاني مقامات هم دا حقیقت مني چې د افغانستان ثبات د دوی په ګټه دی او په دې خاطر یې د افغانستان پر وړاندې د خپلو دریځونود بدلولو هوډ کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply