له حکومت سره له خبرو انکار او له عمرانخان سره کتل

0 840

له حکومت سره له خبرو انکار او له عمرانخان سره کتل

د خليلزاد پټه سوله او د سهيل تل ښکاره انکار ولس او غني ته څه پيغام لري؟ د ښاغلي حکمتيار د هغه وخت نګه ((چورلټ)) انکار، او د کوربه هېواد د جهادي مخينې د لاسوهنو ترخې تجربې لا مو له ياده نه دي وتلي

د پمپيو، ډنپورډ او داسې نورو يو طرفه ژمنې و ډاډه يېنې د نجيب د وخت له تعهداتو او ژمنو سره څه توپير لري؟ د ملګرو ملتونو له ښکېلتيا سره سره خبره خرابه شوه او تر ننه لا همداسې پر ځای پاتې ده!

سيد حسين پاچا

اسلامي ارزښت :

سوله د الله تعالی حکم او زموږ سرونه بايد تل د الله تعالی د حکم پر وړاندې ټيټ او مطيع وي نه متمرد؛ خوښه د طالب چې د څښتن تعالی حکم ته غاړه ږدي او که نه؟ حکومت خو تر دې دمه انکار نه دی کړی، بلکې طالب تل انکار کړی دی

ولسمشر غني ته د خطر زنګ :

پاکستان په وروستي ګول کې د سعودي شهزاده په سپارښتنه د افغان سولې امتياز ترلاسه کړ. طالب يې د همدغسې يوې ورځې مناسبې بولۍ ته ساتلی وو او په مناسب وخت کې يې پر مناسبه بيه وپلوره. دېته ورته سودا ((بولي)) پر جهاديانو هم شوې وه، خو سر پکې هغه وخت ډاکټر نجيب وخوړ.

څه کول اړين دي؟

تاسې ته پته ده چې پاکستان له پيله زموږ له جهاديانو راواخله تر حقانيانو، طالبانو، داعشيانو او داسې نورو ډلو ټپلو په رازېږونه، روزنه وپالنه، ورنکارۍ ته په استونه او پلورنه کې ښه پوهه وتجربه لري چې له جهادي غوبله راواخله تر طالبي غوبله پورې يې څنګه په يو او بل نوم د سپيو په شان وخوړول او ان تر دې چې زموږ يو شعوري خروټی مفسر خو يې د مدرسو پر څڼورو عنين ((خصي)) کړ او خصيتين ((باګټې/هګۍ)) ترې ويستې او له جنسي مقاربته يې وغورځولو.

ښاغليه غني،

ښه به دا وي چې نور له پاکستاني رياسته چورلټ ځان راټول کړه! داسې پېغورونه راته جوړ شول چې رغونه او ترميم به يې ډېر زماني واټن دربر ونيسي. په شاهين وستانکزي خو هډو ايمان نشته، نو دا نور لکه ملا هبت الله، ملا برادر، ملا ضعيف، ملا معتصم، اکبر و سيد طيّب اغا او داسې نور به څه کوي؟ اسلامي امارت خو له پيله جعلي او له قرآني مزاحمت سره مل وو، د ملا منصور په دې رسوايۍ سره خو نور هم لا رسوا شو؟ رياست ته خو لا له پيله پته وه، نو ولې يې په داسې يو نازک وخت کې رسوا کړ؟ ستانکزی وشاهين دې ځواب ورته پيدا کړي؟ شاهين څه ته اسلام اباد ته د بلنې د ورتګ هيله لرله؟

زړه تګلاره :

ضياء الحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

ضياء الحق به ويل، چې افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

حميدګل :

سمه ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، ولې لارښوونه يې زما وه.

پاکستان هېڅکله د جهادي وطالبي پير د افغانانو پر سر د سياسي استازولۍ او د مالي امتيازاتو واک له لاسه نه وباسي او

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

  • In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistanin the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

  • “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

طالبي وياند ته نور څه پاتې شول چې لا اوس هم د غني پر ضد اسلام اباد ته ورځغلي؟ په نړيواله کچه پرتوګ خو يې ترې ويست، اوس لا هم د بلنې په تمه دی څه ته ورځي؟

ښاغلي خليلزاد سخته اشتباه وکړه داسې نيمکله د نازو مکيزونو سوله چا په تاريخ کې نه ده کړې. د پاکستان رياست سياستوال خليلزاد او لوبغاړی عمرانخان دواړو لوريو ته پښتانه د خپلو ګټو لپاره په وروستي پرې ګول وواهه او کابل ((غني)) ته يې پرې ګوزار ورکړ. کاشکې چې زموږ جهاديانو، حقانيانو، طالبانو او سياستوالو خپلو ملي –  اسلامي ګټو ته پر شخصي ګټو او ګروهو برتري ورکړی وای. ښاغلي غني ته دغسې سخت پر موقع ګوزار د ډاکټر نجيب الله په شان له خپلې لمنې او له خپلو نړيوالو دوستانو نه په دوستۍ کې ورسېد.

د بلک واټر مشر ايريک پرنس خو لا پخوا دېته ورته څرګندونې کړې وې چې ولسمشر غني به موږ ته د ځينو خنډونو په جوړونه کې له ستونزو سره مخ او د ډاکټر نجيب پر سرنوشت اخته شي.

[[ښاغلي غني د بلک واټر مشر ته په اشارې په تونده لهجه ويلي وو ((بهرنيو امنيتي کمپنيو ته به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې هېواد ته راشي)).

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار هم په يوه بيان کې ويلي وو چې ((د افغانستان حکومت به اجازه ورنه کړي چې له ترورېزم سره مبارزه د پيسو د ګټلو لپاره پر تجارت بدله شي)).]]

Issuing CNIC to Mansoor: FIA investigator in fake CNIC case absconding

 

ISLAMABAD: 

The Federal Investigation Agency (FIA) official, who was investigating a case of issuance of a fake Computerised National Identity Card (CNIC) to the Afghan Taliban’s slain chief Mullah Akhtar Mansoor, has been declared absconder by his department.

 

Mansoor was reportedly killed in Balochistan in a US drone strike on May 21. A Pakistani CNIC and passport found at the site identified the victim as Muhammad Wali, a resident of Karachi.

 

Later, the interior minister ordered an inquiry into the incident and officials of the National Database Registration Authority (NADRA) and district administrations were arrested for issuing the CNIC.

 

However, according to a source, the FIA’s Inspector Muhammad Tasleem Akhtar has disappeared from his Quetta office during the course of investigation.

 

“The inspector was charged by his department for extorting money from those officials and individuals who were accused in the fake CNIC case.  He has been absconding since July,” Rizwan Aslam, a deputy director of FIA, Quetta told The Express Tribune.

 

The absconding inspector was one of the three members of the joint investigation team (JIT) that was entrusted with the task of an inquiry against those officials, who were instrumental in the issuance of a fake CNIC to Mullah Mansor.

ښاغلی خليلزاد چې د ټرمپ خبرې ترميموي، ولې ټرمپ ته نه وای چې افغانستان د نړۍ له مخې ورکولو او د لسو ميليونو نورو افغانانو ټولنوژنې ((نسلوژنې)) ته اړتيا نشته، ولې د خپلو هغو ۳۳ ميليارده ډالرو د خيف ميل کولو کې پخوانی نظامي ديکتاتور  چې تل يې دروغ ورته ويلي او دوکه يې ورسره کړې ده نه پوښتي؟ عرب خو يې دوستان دي ولې له عمرانخان او عربو نه غواړي چې ورويې سپاري او ټرمپ ترې د هغو ميلياردونو ډالرو حساب وکتاب ورسره وکړي؟

ښاغلی ولسمشر،

تاسې وښاغلی خليلزاد ته پته ده چې ټرمپ د خولې بېواکه، متعصب او پرخپله پانګه مغرور انسان دی. آخوا ته طالب ناپوه دی او بل لور ته مو ګاونډی د ګيدړ په شان هوښيار، چلي، خبيث او لئيم دی. خپلې موقع ته يې کتل چې وخت يې راغی خپل ګوزار يې وکړ او نور راغی.

سهيل شاهين چې په زغرده له حکومت سره له ليدو انکار کوي او بيا د عمرانخان او د رياست په هڅونه له تاسې سره خبرو ته کښېني د دې راتلونکی کرېډېټ ((اعتبار)) به چا ته ځي؟

دا خبرې رياست په ډېره ځيرکتيا او سياسي مهارت سره داسې ډيزاين کړې وې چې په لومړي پړاو کې يې طالب امريکا په پښو کې واچولو او په وروستي دويم پړاو کې به يې پر افغان له احسان سره وپلوري چې خبرو ته مو ورسره کښېنولو، نو خليلزاد ته دلته په شاتو کې زهر ورکړل شوي چې خوشاله هم دی چې ملا عبدالغني برادر يې د ده په خوله راخلاص کړی، خو طرحه يې پرې خپله منلې او زهر يې هم ورته په خوله کې ورکړي چې په راتلونکې کې پړ هم وي.

حکمتيار :

يو شمېر کورنۍ او بهرنۍ کړۍ نه غواړي افغانستان کې سوله راشي.

نوموړي نن جمعه د خپلو پلويانو يوې غونډې ته وينا کې د چا نوم وانخېست خو زياته يې کړه ځينې کړۍ مشروطه سوله غواړي، تر څو د حکومت ناکامي او ۱۹ کلنې خونړۍ لاسته راوړنې خوندي کړي: (( موږ چې تېرې ۱۹ کلنې کومې لاسته راوړنې لرو، دا په دې نه ارزي چې خلکو وينه ورته تويه شوه.))

حکمتيار وايي، د افغانستان د بحران د اواري لپاره بله هېڅ لار نشته څو بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي.

د ورسک او د شمشتو …. چې له خپلو دوو تنو ستمي – اخواني و ماويستي سيالانو ((مسعود ورباني))، دوستم او هم له سياف ومزاري سره په شريکه د کابل په اندوخړ کې چې له پنځوس تر اتيا زره بېګناه د کابل ښآريانو پکې خپل ژوند او هر څه له لاسه ورکړل اوس ځان راته سپېڅلې پرېښته کړ او له فراريتوبه تر جهادي غويمنډه چې هر څه له يوې مخې چوروتالان شول هغه خو هېر شول، خو اوس چې له همدې نظامه خوري هم، بيا هم مشکور نه دی او خپلې ببولالې وايی.

سمه ده چې بهرنيان ووځي، خو د رياست تضمين به څوک وکړي چې بيا به لاسوهنه نه کوي؟ ايا دا لاسوهنه نه وه چې حميدګل راته په ارګ کې له رباني او قاضي حسين احمد راته له ده سره په سروبي کې دېره وو او واک يې هم د دوی ترمينځ وېشلی وو چې رياست به د رباني، صدارت به د حکمتيار، د دفاع، کورنيو او باندنيو چارو وزارتونه به د مسعود وي. دی خو چا په هغه وېش کې وررسېدلې څوکۍ ته هم پرې نه ښووه، نو بيا د ارزښت خبره څنګه کوي؟ ايا د يو صدارت لپاره د کابل ښار له يوې مخې په اور کې سېځل درسته خبره وه چې دی لا اوس دې لږوډېر لاسته راوړنو ته ارزښت نه ورکوي؟ دا نر ته وې چې د فيډرېشن مشوره دې خلکو ته ورکوله؟ تا ته خو چا هغه د فېډرېشن حق هم درنه کړ.

طالبي وياند دې اوس هم سوچ وکړي چې لا نور په شرمونو ونه شرميږي. لکه :

  • ملا محمد عمر : په مشر ملا صاحب قرآني مزاحمت وو، مګر د مزاحمت سره سره وټاکل شو، ولې قرآني مزاحمت بابيزه وګڼل شو او له پامه وغورځېده؟ ولې يې پر مړي دروغ ويل؟
  • ملا اختر محمد منصور يې يوځل لا پخوا او اوس دا دی يوځلې بيا جعلي راوخوت.
  • د ولسمشر کرزي په وخت کې له کوټې څخه هغه بېنومه او جعلې دوکاندار چې پيسې وړې وې هغه څه شوې او چا وړې وې؟ ايا رښتيا ولسمشر کرزی دومره ساده وو؟
  • ايا رښتيا د پاکستان د شناختي کارډ او د فدرالي څېړنو ((تحقيقاتو)) ادارې دومره ساده دي؟ ايا پاکستان په تېر کې دې ټولو جهادي ډلو ټپلو ته همدغسې جعلي هويتونه ((شناختي کارډونه)) نه دي جوړ کړي؟
  • ولې کشميری حافظ سعيد او مولانا مسعود اطهر او داسې نور دغسې پر ډرون نه په نښه کوي چې ډېری طالبان يې پرې په نښه کړي؟
  • له ملا عبدالغني برادر، مولوي عبدالسلام ضعيف، ملا عثماني، ملا دادالله اخوند، ملا عبيدالله اخوند، مولوي عبدالرحيم ثاقب تخاری، ملا محمد معتصم سره څه وشول؟ او سبا ته د ملا هبت الله او نورو څه حال وي؟

تاسې لا اوس هم د توسن پاپي په څېر ورځغلئ؟ نن يې بيا هغه دی پر تاسې يوځلې بيا ستره معامله وکړه. که مو ځانونه ونه پېژندل سبا ته به يې ستاسې مېرمنې او اولادونه درنه خرڅ کړي وي او څه به نه شئ کولای.

له پيدايښته يې تر ننه له موږ خپله پټه وښکاره نه پخلا کېدونکې دښمني مخې ته وړې ده. هم يې موږ او هم يې نړۍ ته دوکه ورکړې ده، خو ټرمپ د خپلې ۴۵ يا ۵۰ ميليارده ډالره سپما لپاره د خپلې خولې وتلې خبرې په يو ځل ناستې سره شا ته او ان تر دې چې له نړۍ يې زموږ د ورکولو ګواښنه هم وکړه. هغه هم د هغه چا په مخکې چې پخپله په خټه پښتون، خو ذهنًا بل څوک دی. طالب هم همداسې ذهنًا مدهون ومبيوع دی او اجبارًا د بل چا په اختيار کې دی.

ټرمپ يې د طالب مشر په جعلي څېره قانوني بدنام هم او هر څه يې ترې ضبط کړي هم دي. آ خوا ته يې پرې ټرمپ قانع کړ چې موږ خو خپله تحقيقي پروسه مخې ته وړې ده او په اسامه يې هم ځان ناګاره کړ او احسان يې لا زياتي پر ټرمپ وربار کړ، که امريکا له موږ سره معلومات شريک کړی وای، موږ به يې پر ضد ګام پورته کړی وای. دوی خو د افغانستان په غرونو او سمڅو کې لټولو، خو سړی يې د خپل مکار متحد په بډه کې راووته چې بروسېډل او اوباما پرې له آغلې کلينټنه پورې ټول ښه پوهيږي.

د تېرې جهادي وطالبي مخينې له مخې ښاغلی حکمتيار د صحنې د يو لوبغاړي په توګه لا ژوندی دی. د شمال ټلوالې ځينې جهادي سيالان او پاتې شوني يې لا هم ژوندي او هم په واک کې دي او طالب هم هغه وخت د همدغسې نړيوالو هڅو سره سره د قوم په کچه د مولوي احسان الله په مشرۍ په ازره کې احمدزيو ته ژمنه کړې وه چې موږ به نجيب ته څه نه وايو، خو هغسې چې ويلي يې وو او ژمنه يې کړې وه پرځای نه کړه، بلکې د ملا بورجان، ملا مشر او مولوي احسان الله او نورو په شمول سرونه وخوړل او نجيب ولو که هر څوک وو، خو ژوندی پاتې نه شو او له ورور سره ووژل شو او مړو ته يې هم درناوی ونه شو.

دا چې هر څه وشول، خو وشول او اوس څه لاسته نه راځي، امريکا هغه وخت هم لوبغاړی، سيال او هم ښکېل وو او اوس هم لا ښکېل دی. هغه وخت په اتيايمه لسيزه کې ژمنه پټه وه.

اغا شاهي :

ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :

  • وسله به د دوی پر لاس ويشي
  • وسله به د دوی پر خوښه ويشي
  • کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.

خو نن ټرمپ رسمًا له عمرانخانه د رسنيو پر وړاندې غوښتنه کوي چې موږ به ستاسې په مشوره له افغانستانه وځو، حال دا چې هغه وخت يې له امريکا هغسې معامله کړې وه او له روسانو سره هغسې چې د روسانو وړانديز يې د ښاغلي حکمتيار پر خوله يومخيز چورلټ رد کړ او بيا به جونېجو زموږ استازولي کوله، نو طالبان نن هم هماغه زړه کرښه روان دي. داسې نه شي چې دا ځل د سهيل شاهين په وسيله خراب او افغانستان بيا د پخوا په څېر پاکستان ته وسپارل شي. وړمه ورځ يې مجاهدين، پرون يې طالب او نن يې داعشيان رامينځته کړي. داسې نه شي چې دا ځل د داعشيانو سره سره يتيمان رامخته نه کړي. ځکه چې زموږ ګاونډی کوربه هېواد په دې ډول لوبو او ځان معصوم ښکاره کولو له هر چا مخکې دی. خدای مه کړه چې بيا داسې نه شي چې بل کرنيل امام راته پيدا شي او دا ځل بيا فتوی صادره کړي چې :

((د افغانانو وينه مرداره ده، پرېږده چې تويه شي)).

تېر ته په کتو د کرنيلانو او جنرالانو فتوی ته تفسيرونه وفتواوې يا په بله مانا د سيد ابوالاعلی مودودي ((تفخيم القرآن)) او د حکمتيار ((قرآني پلوشې)) او د حقانيه ((سميع الحق)) فتواوې يو هم مخته نه شي ودرېدای او نه به يې د کعبې و مدينې له امامانو او اندونيزيا له علماو سره څه حل وي.

د طالب وخليلزاد په خبرو کې لا ابهام پروت دی، ځکه چې طالبان د لومړي پړاو پورې نښتي دي او دويم پړاو کې بيا د حکومت په خلاف له نورو افغانانو سره ويني او حکومت له سره په رسميت نه مني، نو داسې اوتې بوتې به څنګه سره منسجمې شي؟

د ټريبون پر بنسټ د طالب حيثيت خو داسې شو لکه يو څوک ((فاعل)) چې پر يو چا ((مفعول)) جنسي تېری وکړي او بيا خپله تناسلي آله هم ورته شا مخ ته پر لمن يې پاکه کړي. ځان له ګناه پاک ((معصوم)) او طالب لا ګنهکار ((عاصي)) هم ګڼي. جنسي تېری پرې هم وکړي، ځان هم پرې پاک کړي او ورپسې وروسته د شا له لورې پر لغته هم ووهي. نو طالبي وياند چې د پاکستان پر بلنه ورځي او له عمرانخان سره ګوري خپل سياسي وجاهت څنګه توجيه کوي؟

پر دوی هماغه د هندو خبره شوه چې :

همدا کوي او هم هاغه!

د مشرف پر خبره چې خپله نيابتي جګړه يې پرې هم وکړه ان تر دې چې خواجه محمد آصف په زغرده رسنيزه کړه چې :

د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی

احسان يې لا زياتي پر ټرمپ وربار کړ چې موږ خو دا هر څه ستاسې لپاره کړي دي. او هغه به اوس د عمران په مشوره ځانته د تېښتې لار ګوري چې په حيا وابرو له سيمې ووځي. دا جعلي جګړه چې چا په ګډه شروع کړې، سمه دې يې خلاصه کړي او که په جعلي مشورو او جعلي لارو وځي، نو د لا وخيمو عواقبو مسووليت به د هغه چا پر غاړه وي چې په پيل کې يې دا جګړه په غلطه ((دروغو)) او جعلي تزويرونو شروع کړې او مخته يې وړله.

وروستی پيغام او وړانديز :

ښاغلی ټرمپ دې له خپل نړيوال ستېجه ((سپين بامه)) يومخيز د نړۍ له مخې نه لېرې کوي او نه دا کار د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې کولای شي چې ((ولولا دفع الله الناس بعضهم ببعض لفسدت الارض ولکن الله ذوفضل علی العالمين))، ((ولولا دفع الله الناس بعضهم ببعض لهدمت صوامع وبيع وصلوات ومساجد يذكر فيها اسم الله كثيرا)) او داسې نور خو په دې شرط چې لږ موږ هم خپل ځانونه له هر اړخيز پلوه وپېژنو چې خلک له موږ سره څه کوي او بيا لا هم د ليدو لپاره ورځو او ترې مرسته غواړو.

دا د عظمتونو خاوره ده، دلته مستکبرين وجبارين نيست ونابود شوي او بيا نه دي پورته شوي. دې مظلوم او مېړني ولس الوهي حفاظت protection ورکړی شوی، نور د چا جعلي جهاد او تذويري ساتنې ته اړتيا نه لري. دا ولس خپله ځان ساتلی شي. له دې وروسته بيا د مذهب په نوم دوکه ونه خوري.

ولسمشر ټرمپ دې نر شي مشرف دې ونيسي او ښه دې يې ونيسي چې ولې يې د يو متحد په توګه له موږ، امريکا، ناټو، اروپايي ونړيوالې ټولنې او له خپل ولس سره دوکه کړې او نن هلته د عربو په لمن کې پروت دی؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

طالبان وايي، که پاکستان بلنه ورکړي د عمران خان سره به وويني، خو د افغان دولت سره نه وينو

https://larawbar.net/51835.html#.XTqO5OhKiUk

پاکستان: د طالبانو مشر ملا منصور په کراچۍ ښار کې کاروبار کاوه

https://khabarial.com/archives/36447?fbclid=IwAR0cdSb1MpY4vszUM-DDVZcKks9Va1EFMiL4zs4LOMYvs5wYG7GsICh43Go

حکمتيار: ځېنې کړۍ د سولې مخه نيسي

http://www.taand.com/archives/131334

کراچۍ کې د پخواني طالب مشر ملا منصور کاروبار

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49137067

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply