صالح له برید وړاندې خپل وصیت لیکلی و

0 710

د امریکا “نیویارک ټایمز” د امرالله صالح په اړه ډېر هېښوونکی مطلب لیکلی او کاږي چې وړاندې له دې چې پر ده د برید اړوند مشخص استخباراتي معلومات ورسېږي، د هغه زړه ته دا ورلوېدلې وه چې په ده به ډېر ژر برید وشي؛ نو خپل وصیت يې ولیکه.

مطلب بیانوي، د طالبانو ضد د افغان استخباراتو دا پخوانی مشر له ډېر وخت راهیسې د طالبانو او نورو اورپکو په تور لېسټ کې دی، خو اوس د ده د په نښه کولو لپاره یوه بله پلمه هم پیدا شوه او هغه دا چې دی اوس د اشرف غني د ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال دی.

یوه اوونۍ وړاندې، هغه خپلې کورنۍ ته یو څلور- پاڼې وصیت ولیکه او هلته يې خپلې مېرمنې او پنځو اولادونو ته لیکلي ول چې د ده د مرګ خبر په اورېدو سره باید څه وکړي او څنګه هغه پیسې چې ده ټولې کړې دي، ترلاسه کړي.

ښاغلی صالح وايي زما زړه ته لوېدلې وه چې “زه به دا ځل ژوندی نه پاتې کېږم”.

د یکشنبې په ورځ، د ټاکنیزو کمپاینونو د پیل په لومړۍ ورځ د افغانستان په زړه کابل کې پر ده خونړی، پېچلی ځانمرګی برید وشو.

په‌دې برید کې ګڼ ځانمرګي بریدګر د امرالله صالح څلورپوړیز دفتر ته ورپورته کېږي.

پر ده برید اووه ساعته وخت ونیو، ۳۰ کسه پکې ووژل شول چې ۲۰ تنه يې د ښاغلي  صالح مېلمانه یا همکاران وو.

امرالله صالح ۵۰ دقیقې له ترهګرو سره نښته وکړه او بیا روغ ترې ووت.

امرالله صالح وايي، “دا ځل يې په هر قیمت وژلم او دوی سم چمتووالی نیولی و. زه چې ژوندی پاتې شوی یم، مطلق د خدای کرم و او لږ څه زما خپله کاري تجربه هم وه. ما سخت ټکان خوړلی دی، زما احساساتو او زما انسانیت سخت ټکان خوړلی دی، خو د مبارزې لپاره عزم نور لاهم ټینګ شو. زه اوس د مبارزې لپاره ۲۰ نور دلیلونه هم لرم.”

امرالله صالح اوس ۴۶ کلن دی، له ډېرو بریدونو روغ وتلی. په ماشومتوب کې یتیم شوی او ډېر د فقر او بې‌وزلۍ ژوند يې تېر کړی دی.

رنګین دادفرسپنتا چې د افغانستان د ملي امنیت مشاور و وايي، “امرالله خان زموږ د امنیتي سکټور یو کمساری کدر و، ژوره مطالعه او څېړنه لري.”

بریدګر د امرالله خان دفتر ته وروختل او په کوټو کې په ده پسې ګرځېدل. خو ښاغلی صالح پر زینه بلې ودانۍ ته واووښت.

امرالله صالح په هغې شپه کرۍ شپه ويښ و او د ملګريو په خښولو کې يې مرسته وکړه.

کله چې امرالله صالح د شپې دوه بجې روغتون ته لاړ، هلته د یوه مړه شوي ملګري یوه خپلوان چې ډېر په غوصه و، امرالله صالح يې په څپېړه وواهه.

امرالله صالح ورته وویل، ومې وهه، ومې وهه.

امرالله صالح خپلو ساتونکو ته وویل، پرېږدئ يې، د دې سړي درد ډېر دی، خپلوان او عزیز يې د لاسه ورکړی دی. امرالله صالح دې سړي ته خپله ډکه تپانچه ورکړه او ورته ويې ویل، “که دا عزیز دې راژوندی کېږي او زړه دې یخېږي، ومې وله.”

دا سړی زړه نازړه شو، او تپانچه يې بېرته ورکړه.

یو بل خپلوان یې را وړاندې شو، امرالله صالح يې له غاړې ونیو او ګوزار یې پرې وکړ.

ښاغلی صالح وايي، “ما خپلو ساتونکيو ته وویل هر څوک چې دلته په ما وار کوي، څه به نه ورته وايئ. دا د دوی حق دی. دوی باید په هېواد کې د روان وضعیت په اړه پوه شي.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply