نوماند نه، وطن ته رایه ورکړئ

0 443

محمدبشیر یوسفزوی/

افغانستان لا هم له بد اقتصادي وضعیت، جنګ، ناامني او دربدري څخه ځورېږي. لا هم افغانستان هغسې چې خلک یې توقع لري په خپلو پښو نه دی ودرېدلی. لا هم دلته د خلکو ژوند په ضرور دی، د ژوند له ډېرو لومړنیو اسانتیاو بې برخې دي. لا هم د نړیوالو د شدیدې مرستې اړتیا لیدل کېږي او لا هم موږ په جنګ او بحراني حالت کې یوو. سوله چې زموږ د ولس تر ټولو اساسي غوښتنه ده، لا هم په دې برخه کې وضاحت نه دی موجود، نو هیله ده چې هیوادوال د هیواد او ولس دغو او دېته ورته اساسي ستونزو ته په پام نوماند نه ، بلکې وطن ته رایه ورکړي. هغه نوماند دې انتخاب کړي او وخپل ملاتړ دې ورڅخه وکړي چې د دوی په باور افغانستان له دغو ستونو څخه را اېستلی شي.

هیواد ته ورپېښې دا او دېته ورته سلګونه ستونزې يواځې او يواځې  د ډاكټر غني د وس خبره ده چې په خپل درایت، قاطعیت او قانونیت یې حل كړي. د نوموړي تېره پنځه کلنه دوره د هغه د پرمختګونو، وړتیا، صداقت او له وطن او ولس سره د تعهد روښانه مثال دی، ځکه چې نوموړي په څو محدودو شخصیتونو او کورنیو اعتماد نه وکړ، بلکې د هغوی پرځای یې ولس ته ارزښت ورکړ، پر ولس یې تکیه وکړه او په واضح ډول یې وویل چې موږ او ولس شل میلیاردران نه غواړو، بلکې موږ غواړو چې ټول ولس مو ارام او هوسا وي.

د ولسمشریزو ټاکنو د ګڼو نوماندانو په منځ کې يواځې اشرف غني احمدزي ته د ډېرو سترګې ور اوړي، ځکه نوموړي په تېرو پنځو کالو کې ډېر سخت کارونه کړي دي او که دا پنځه کاله نور هم ورسره ملګري کړي او د افغانستان مشري وکړي، باور دی چې وطن به ګل ګلزار شي، د ښاغلي غني ښه والی دادی چې پر بهرنیو مرستو د اتکا پرځای د خپلو عواید د زیاتوالي او د افغانستان د خودکفایي هڅې کوي.

هغه وایي موږ د طلاو په ډېري او زېرمو ناستو ګدایګران یوو، له دې حالت څخه باید راووځو. د بهرنیو بسپنو پرځای له خپلو منابعو څخه د استفادې زمینې برابرې کړو. په دې برخه کې خپل ظرفیتونه وروزو او پر هیواد تحمیل شوی جنګ وردوو، ځکه چې جنګ له یوې خوا زموږ د خلکو ژوند اخلي او له بل لوري زموږ منابع او فرصتونه ضایع کوي او د همدغه بدمرغه جنګ له امله موږ هره ورځ مالي او ځاني زیان وینو.

له  نورو نوماندانو سره د ښاغلي غني توپیر همدا دی چې محافظه کار او ډارن نه دی، بې طرحې او بې پلانه نه دی، سیاسي کورنۍ نه لري، د جنګسالارانو او زورواکانو باج نه مني. ځان د هیواد لومړی خادم بولي او ولس خپل بادار بولي. د ولس اراده او مشوره په ملي مسایلو کې نه یوازې حتمي بولي، بلکې نهایت ارزښت ورکوي او تل یې په دغسې ملي مسایلو کې ولس ته مراجعه کړې او د هغوی مشوره یې اخیستې چې د سولې مشورتي لویه جرګه یې ښه مثال دی چې د ولس د مشورې په موخه یې راوبلله. نو په دې او نورو عمده دلایلو ولسمشر غني د هیواد لپاره تر ټولو مناسب شخص او نوماند دی او باید ملاتړ یې وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply