د کشمیر یې له افغان سولې سره څه؟

0 547

عرفان الله شیدایي/

تر پلوامه پېښې وروسته، د روان کال په فبروري کې د پاکستان او هند تر منځ تاوتریخوالی سرې کرښې ته ورسېد، خو د جګړې د نه پېښېدو له وجې پاکستاني پوځ عاجل پرېکړه وکړه او ابهي نندن یې هند ته وسپاره.

د ابهي نندن په سپارلو او د ښه نیت په څرګندولو د پاکستان لوی پیغام همدا و، چې نړۍ ته وښیي پاکستان جګړه نه غواړي، خو دا کار یې هم د خپلو مجبوریتونو له وجې وکړ.

د پاکستان پوځ او استخباراتو چې تر عمران خان وړاندې د لویو کورنیو او سیاسي سابقې هر یو لومړی وزیر وازمویه، د دوی هیلې او پروګرامونه یې هغسې چې دوی غوښتل تطبیق نه کړای شول، نو ځکه یې دا ځل په ټاکنو کې د تحریک انصاف مشر عمران خان ته دا چانس ورکړ او عمران خان تر دې دمه د ملکي او پوځي حکومت د ګډو پلانونو او پروګرامونو په تطبیق کې ښه ثابت شوی دی.

بحراني پاکستان په هېڅ صورت نه غواړي د کشمیر په شخړه کې له هند سره ښکېل شي او د هر ساعت جګړه به یې کمځواکه اقتصاد نور هم بحراني کړي، نو ځکه د هند له لوري په کشمیر کې تر هر کوچني اقدام وروسته یې لومړۍ چیغه په امریکا وي، چې که د خلاصون لار ومومي او د پوځ په اشاره د خلاصون د وروستي کارت په توګه افغان سوله د کشمیر له موضوع سره وتړي.

په تېرو ۷۱ کالو کې داسې ډېر کم پېښ شوي، چې هند او پاکستان دې نورمالې اړیکې پاللې وي. د تاریخ په اوږدو کې دې دواړو هېوادونو د یو بل د کمزوري کولو او د کشمیر په مسئله کې د خپلو اهدافو لپاره د یو بل د ښکېلولو هڅه کړې ده.

تازه جنجال هغه مهال رامنځته شو، چې د هند واکمن بي جي پي ګوند د هغه هېواد په مشرانو جرګه کې هغه بیل پاس کړ، چې له مخې به یې نور کشمیر نیمه خپلواک نه وي او د پخوا په څېر په ځینو برخو کې ورکړل شوې آزادۍ ونه لري.

د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې پر اساس، کشمیر تر دې وړاندې نیمه خپلواک ریاست و او د دفاعي، بهرنیو او مواصلاتي موضوعاتو له امله مکلف نه و، چې د هند قوانین عملي کړي، خو د تازه فیصلې پر اساس به نور مکلف وي.

همدا راز په دې قانون کې، چې په ۱۹۴۷ کال کې د هغه مهال د کشمیر د لومړي وزیر شیخ عبدالله او د هند د هغه وخت د حکومت له لوري منل شوی و راغلي؛  له کشمیریانو پرته هېڅوک هم په کشمیر کې غیر منقول جایدادونه نشي اخیستی او دولتي دندې یې هم یوازې د کشمیر اوسېدونکي ترسره کولی شي. خو تر اوسني تعدیل وروسته به کشمیر هم د هند د نورو ایالتونو په څېر د مرکزي حکومت مطیع وي.

تر دې پرېکړې وروسته په کشمیر کې وضعیت ډېر زیات خراب شوی دی، مبایل ټلیفونونه کار نه کوي، ګرځبندیز لګېدلی، لس زره تازه دمي هندي سرتېري کشمیر ته رسېدلي او د کشمیر ډېری مشران ان پخواني والیان لکه عبدالله، محبوبه مفتي او نور ګڼ شمېر یې پخپلو کورونو کې نظر بند شوي دي.

هند دقیق د پاکستان له اوسني بحراني وضعیت څخه استفاده کوي او د خپل اټکل له مخې چې که پاکستان د کشمیر په جګړه کې ښکېل هم شي، زیات مقاومت نشي کولی یا ښایي له سره په دې یو طرفه سیالۍ کې میدان ته راکوز هم نشي.

پاکستان یې بیا په مقابل کې لکه په جګړه کې راګیر شوي ماشوم دریځ خپل کړی، چې پخپل حریف یې زور نه رسېږي، نو کنځلې او ګواښونه کوي.

پاکستان چې د خپلو اټکلونو او واقعیتونو له مخې په کشمیر کې د هند مقابله نشي کولی، نو غواړي په امریکا فشار راوړي تر څو موضوع یې حل کړي یا هم د اوس لپاره منځګړتوب وکړي، چې هند له خپلو نویو پرېکړو پر شا کړي.

د افغان سولې په اړه اسلام اباد ته د امریکایي پلاوي د سفر پر مهال هم پاکستاني پوځ د پاکستاني پلاوي په خبرو کې دغه اجنډا شامله کړې، تر څو امریکا قانع کړي چې حد اقل د اوس لپاره هند له خپلو نویو پرېکړو وګرځوي.

په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو ته د امریکا له چټکې لېوالتیا څخه د پاکستان اقتباس همدا دی، چې زموږ له رول پرته امریکا خپل هدف ته نشي رسېدلی، نو ځکه بار، بار د کشمیر په مسئله کې د امریکا د ښکېلتیا هڅه کوي، خو د پاکستان تر مکررو غوښتنو او اخطارونو وروسته د امریکا چوپتیا ښیي، چې امریکا هند هم له پامه نشي غورځولی یا د اوس لپاره نه غواړي د یوه فیصله کوونکي په رول کې راڅرګند شي. د پاکستان د غوښتنو مطابق خو هیڅکله هم نشي کولی، چې دلته پرې بحث نه کوو.

په داسې حساس وخت کې چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات نهایي کېدو ته نږدي شوي د پاکستان ټوله هڅه همدا ده، چې د وروستي کارت په توګه د کشمیر په مسئله کې له افغان سولې استفاده وکړي.

د پاکستان وارخطایي او بار، بار د رسمي چارواکو له لوري له افغان سولې سره د کشمیر موضوع تړل ښیي، چې په طغیاني اوبو لاهو پاکستان اوس اوبړیو ته هم لاس اچوي.

دېخوا افغان حکومت تر دې وړاندې د پاکستان دغه غوښتنه نامناسبه بللې او دا یې د هند او پاکستان ترمنځ په سرحدي شخړه کې د یوه خپلواک افغانستان د ملي حاکمیت د نقض کولو هڅه بللې ده.

په دویم او درېیم ځل د پاکستان ددې څرګندونو پر وړاندې د افغان حکومت چوپتیا هم ښایي ددې لپاره وي، چې د اوس لپاره ددې موضوع ایګنور غوره اپشن دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply