راتلونکې ټاکنې او د ملک کړکېچن وضعیت

0 857

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

 

مقدمه

د ولسمشرۍ ټاکنو د  مهالوېش سره سم  د اسد میاشتې په ۶ مه نېټه د ۱۸ کاندیدانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې او ۶۰ ورځې به دوام وکړي.

د ټاکنیزو سیالیو په لومړی ورځ محمد اشرف غني، عبد الله عبد الله او عنایت الله حفیظ خپلو پلویانو ته ویناوې وکړې. ښاغلي محمد اشرف غني له خلکو غوښتنه وکړه چې ده ته رایه ورکړي تر څو دا پیل کړی فصل په راتلونکو پنځو کلونو کې بشپړ کړي سوله یې خپل اولویت یاد کړ خو د سولې تر سره کول یې په راتلونکې حکومت پورې وتړل. همدارنګه ښاغلي عبدالله د کمپاین په لومړۍ ورځ په اشرف غني باندې توندې نیوکې وکړې چې په تېرو پنځو کلونو حکومت کې هغه څه چې ما او ملت غوښتل د هغه پر وړاندې به ده مخالفت کړ، د حکومت واګې یې داسې چاته سپارلې ده چې هغه اوس‌مهال په څارنوالۍ کې د فساد دوسیې لري. راتلونکو ټاکنو ته بل نوماند عنایت الله حفیظ هم د ملت خدمتګاران تر شعار لاندې سره د سړکونو پاکولو سره خپل کمپاین پیل کړ. ولسمشریزو ټاکنو ته د کمپاینونو په پنځمه ورځ نوماند ګلبدین حکمتیار هم له خپلو پلویانو سره رسمآ خپل کمپاین پیل کړ.

راتلونکې ټاکنې او احتمالي پایلې، کړکېچن حالات او ستونزمنې ټاکنې، د هېواد روان وضعیت، امریکا – طالبانو خبرې او د ټاکنو کمېسیون ظرفیت ته په کتلو سره د ټاکنو برخلیک، هغه مسایل دي چې دلته یې په اړه شننه شوې.

راتلونکې ټاکنې او احتمالي پایلې

په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي دي. په دغه  ټاکنیزو ډلو کې ځېنې ډلې ځواکمنې ښکاري او کولای شي د ټاکنو په میدان کې ښه سیالي وکړي؛ خو ځینې نورې ډلې بیا په خلکو کې د نفوذ او سیاسي مخینې درلودو له اړخه کمزورې ښکاري، په ټوله کې دغه ۱۸ ټاکنیزې ډلې په لاندې دوه برخو وېشلی شو:

لومړی: د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په ۱۸ نوماندانو کې ځینې داسې ټاکنیزې ډلې رامنځته شوې دي، چې ځانونه د ولسمشرۍ حقداره ګڼي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته به د رسېدو په موخه رښتینې مبارزه وکړي. په دې برخه کې د محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او محمد حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې یادولی شو، دوی به په راتلونکو ټاکنو کې د بریا په موخه کلکه مبارزه او یو د بل سیالي وکړي.

دویم: د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په رامخته شوو ټاکنیزو ډلو کې، ځینو ډلو د بریا چانس کم بریښي،اوس مهال هم ښایي په دغو ۱۸ ټاکنیزو ډلو کې ځېنې ډلې مخکې له ټاکنو له خپلې نوماندۍ د نورو ډلو په ګټه تېرې شي او ځینې ښایي  چې په ټاکنو کې هم خپل بخت و ازمویي.

سیالۍ کوونکې ټاکنیزې ډلې

 

د محمد اشرف غني ټاکنیزه ډله:  محمد اشرف غني د امرالله صالح او محمد سرور دانش سره یو ځای د «دولت جوړونکې» ټاکنیزې ډلې په نوم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د سیالۍ میدان ته را مخته شوی دی.

امرالله صالح په راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني لومړی معاون دی خو په مختلفو ټاکنیزو ډلو کې د جمعیت اسلامي ویشل شوي حالت ته چې ګورو، ښایي امرالله صالح دومره رایه غني ته را نه وړي. همدارنګه سرور دانش یې د هزاره قوم د رایې د ترلاسه کولو په موخه له ځان سره درولی؛ خو په اوس مهال کې د هزاره قوم رایه هم تر ډېره وېشل شوې ښکاري، ځکه محمد محقق له حنیف اتمر او کریم خلیلي له عبدالله عبدالله سره ولاړ دي او په هزاره قوم کې همدا دوه کسان تر نورو د ډېر نفوذ خاوندان بلل کېږي.

پر دې ټولو سربېره کوم څه چې د اشرف غني ډلې د بریا چانس زیاتوي، هغه د ده د حکومت په رأس کې قرار لرل، په مرکزي ریاستي نظام ټینګار او د اجرائیه ریاست له منځه وړل دي، بل مهم او اساسي ټکی چې د اشرف غني د بریا چانس یې ډېر کړلو هغه د شنونکو په آند د ټاکنو ځنډ دی اشرف غني په ټاکنو کې ځنډ د څو عواملو لپاره راوست اول دا چې خلکو ته وښیي چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغانستان داخلي عواید ۱۹۳ میلیارد افغانیو ته لوړ شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالۍ ښيي همدارنګه په تېر ۱۳۹۷ لمریز کال کې حکومت ۹۳ سلنه بودجه مصرف کړې چې د دې ساری په تېرو اتلسو کلونو کې نه لیدل کیږي او د یادولو وړ ده چې د افغانستان صادرات د بل هر وخت په پرتله په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۸۰۰ مېلیون ډالرو ته ورسېدل، د دولتي ادارو د کمپلکس افتتاح، د ازادۍ د ورځې  لپاره د پراخو ترتیباتو او په ډېره بیړه باندې د دارالمان قصر رغول او داسې انګېرل کیږی چې په راتلونکې میاشت کې افغان حکومت د پیسو له نړیوال صندوق ( IMF) نه 8.3 میلیارد ډالره پور اخلي چې په دې پیسو باندې ځیني لویې پروژې د ټاکنو مخکې جمهور رئیس محمد اشرف غني افتتاح کړي، نو حالاتو ته په کتو سره د اشرف غني د ټیم د ګټلو چانس ډېر ښکاري.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله: راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونو له لوري را مخته شوی نوماند دی. د ده په ټاکنیزه ډله کې جنرال دوستم، محمد کریم خلیلي او صلاح الدین رباني قوي سیاسي او قومي ملاتړ لرونکې څېرې دي.

د جنرال دوستم او کریم خلیلي له ملګرتیا ورهاخوا د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د قوت درېیم ټکی د جمعیت اسلامي په انسجام پورې اړه لري. که څه هم په اوس مهال کې د جمعیت اسلامي مهم غړي د راتلونکو ټاکنو لپاره په مختلفو ټاکنیزو ډلو کې تیت او غیر منسجم ښکاري؛ خو د دې حزب اجرائي مشر صلاح الدین رباني بیا عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي یوازینی رسمي نوماند اعلان کړی. که چېرې په رېښتیا هم جمعیت اسلامي ته هر منسوب غړی د خپل ټیم لپاره صادقانه کار او کمپاین وکړي، بیا نو له اشرف غني سره د عبدالله عبدالله سیالي سخته ده. پر دې ټولو سربېره کوم څه چې د عبدالله عبدالله  ډلې ته ځواک ورکوي او د بریا چانس یې زیاتوي، هغه د ده برحاله حکومت کې شتون دی.

د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله: ولسمشریزو ټاکنو ته د ۱۸ نوماندانو به منځ کې، ظاهراً د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې جوړښت تر نورو ځواکمن ښکاري. د «سولې او اعتدال» تر شعار لاندې ټاکنیزه ډله کې د اتمر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني د جعیت اسلامي مطرح غړی دی او محمد محقق بیا د اجرائیه ریاست دویم مرستیال او په هزاره قوم کې ډېر نفوذ لرونکی شخص دی. همدارنګه د «سولې او اعتدال» په ډله کې عطا محمد نور، اسمعیل خان، وحیدالله سباوون، حضرت عمر زاخېلوال، سید حامد ګیلاني او ځینې نورې مطرح سیاسي څېرې هم ګډون لري، چې دغه ډله یې نوره هم ځواکمنه کړې ده. خو په دې وروستیو کې د عطامحمد نور او یونس قانوني له حنیف اتمر سره  جدي اختلافات منځ ته راغلي داسې انګېرل کیږي چې کېدای شي د سولې او اعتدال ټیم نه عطامحمد نور او یونس قانوني لاره بېله کړي چې په دې سره د سولې او اعتدال ټیم د بیا وېشل کېدو امکان هم شته دی.

د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزه ډله: د حزب اسلامي افغانستان رهبر، ګلبدین حکمتیار چې په ۱۳۹۶هـ ش کال کې یې د افغان حکومت او بهرنیانو پر ضد خپله وسله‌واله مبارزه پرېښوده  اوس ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی حکمتیار د افغانستان په سطحه یو اسلام‌پاله جهادي او سیاسي رهبر دی او لا هم د افغانانو ترمنځ څه ناڅه محبوبیت لري، پر همدې اساس ښایې یوه اندازه رایې په ځانګړې توګه د اسلامپالو رایې له نورو نوماندانو څخه را کسر کړي خو د بریا چانس یې په مجموع کې کم ‌ښکاري.

دا ځل ټاکنې په داسې وخت کې تر سره کیږي چې طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرې روانې دي او د سولې راتلو ته د هر بل وخت په پرتله هیلې زیات شوې دي  تېره اوونۍ د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي وویل “چې د هېڅ کومې ډلې نه حمایت نه کوم ماته سوله اولویت لري لومړی باید سوله وشي بیا ټاکنې او له دوی  (ټاکنیزو ټیمونو) نه مې هم دا غوښتنه ده چې په سوله باندې تمرکز وکړي همدارنګه ډیری افغان سیاسیون هم په دې نظر دي چې سوله اولویت ده باید د ټاکنو پر ځای سولې ته اولویت ورکړل شي یوازې حاکم ټیمونه غواړي چې ټاکنې تر سره شي او وایي چې سوله زموږ هم اولویت ده؛ خو سوله به راتلونکی حکومت کوي. پورته ذکر شوي عوامل هغه څه دي چې د ټاکنو پیل شوي کمپاین باندې یې سیوری غوړولی.

ستونزمنې ټاکنې او کړکېچن وضعیت

 

۱- ټاکنیزې ستونزې

 

a– د ټاکنو کمېسیون

د ۱۳۹۳لمریز کال له جنجالي ټاکنو را وروسته د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ له شوو هوکړو څخه، یو هم د ټاکنو کمېسیون کې د نوو کسانو ګمارل ؤو. دغه کمېسیون د ۱۳۹۷لمریز  کال د ولسي جرګې ټاکنې له درې کلن ځنډ وروسته په ډېر خراب شکل او وضعیت کې ترسره کړې. د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال کمزوری مدیریت، فساد او پراخې درغلۍ ټول هغه موارد ؤو چې له کبله یې پایلې ۵ میاشتې وروسته اعلان شوې او د دې کمېسیون د رهبرۍ ضعف په ښه توګه ترې معلوم شو؛ چې د دې ستونزو له کبله جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې په کمېسیون کې تغیرات راوستل په پایله کې نويو کسانو د کمېسیون چارې په واک واخستې او کار یې پیل کړ؛ خو دا تغیرات هم داسې ښکاري چې د حاکمو ( دولت جوړوني او همګرایۍ) ټیمونو لخوا خپل کسان  په‌کې ځای په ځای شوي دي. نو دې حالت ته په کتو سره راتلونکو ټاکنو پر وړاندې یو ستر خنډ د ټاکنو اوسنی کمېسیون دی.

b– ټاکنیز نظام

د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له بایومټریک دستګاوو څخه کار واخیستل شو؛ خو د ټاکنو کمېسیون ونه‌توانېد چې دغه سیستم په سمه توګه مدیریت کړي. په دې برخه کې د بایومټریک دستګاوو تخنیکې ستونزې او د بایومټریک په اړه د خلکو نه پوهاوی هغه موارد ؤو چې دغه سیستم یې له ستونزو سره مخ کړی ؤو. د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې یوه لویه ستونزه همدا ده. که چېرې د ټاکنو کمېسیون بیا هم په دې برخه کې د ولسي جرګې د ټاکنو په شان ناکام پاتې شي او بایومټریک سیستم منظم نه کړای شي، د ولسمشریزو ټاکنو جنجال به هم د ولسي جرګې له تېرو ټاکنو کم نه وي.

د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې اوسنۍ کاغذي تذکرې د نوم‌لیکنې لپاره اصلي سند ګڼل کېده، چې له کبله یې زیاتو درغلیو ته لاره هواره شوه او د ولسي جرګې په ټاکنو کې زرګونه کسانو جعلي تذکرې وکارولې. دا ستونزه یوازې د برېښنایي تذکرو د وېش په واسطه حل کېدونکې ده؛ خو دا چې تر اوسه ډېرو کمو افغانانو برېښنایي تذکرې ترلاسه کړې دي او د وېش لړۍ یې محدوده او ورو ده، خامخا به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هم له دغې ستونزې سره مخ اوسو.

۲- د ملک حالات

a– امریکا- طالبانو خبرې

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه له تېرو څو میاشتو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي. تر اوسه پورې د امریکا او طالبانو تر منځ اووه ناستې تر سره شوې دي چې دواړه لوري د پرمختګ خبره کوي او وایي چې په ډیری برخو کې د نظر توافق شته دی او هیله یې ښودلې چې د سپټمبر میاشتې تر اوایلو پورې به نسبي پایلې ته سره ورسیږي، د سولې په دغو خبرو کې که چېرې امریکا او طالبان د جګړې د پای ته رسولو هوکړې ته رسېږي، نو ښایي ټاکنې  تر سره نشي، تر اوسه پورې طالبانو د افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې دي، تېره اوونۍ د طالبانو ویاند په خپره کړې اعلامیه کې وویل چې دوی له حکومت سره د حکومت په حیث نه بلکې د یو جهت په ډول له امریکایانو سره د توافق نه وروسته خبرو ته کیني.

همدارنګه د اسد میاشتې په ۸ مه نېټه باندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې چې ټرمپ ورته امر کړی دی چې د ۲۰۲۰ م کال تر ټاکنو پورې چې په امریکا کې تر سره کیږي په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر را کم کړي هغه زیاته کړه” ټرمپ پدې برخه کي هیڅ شک نه دی پرېښي او هغه راته ویلي دي چي دا جنګ ختم کړه”. کله چې جمهور رئیس ټرمپ د افغانستان لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړله هغه وویل”دا ستراتيژي به پر حالاتو باندې تکیه ولري، نه پر کوم تقسیم اوقات باندې” خو نن ورځ خپل د بهرنیو چارو وزیر ته امر کوي چې د ټاکنو مخکې باید خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي له دې معلومیږي چې سپینه ماڼۍ هم سولې ته لومړیتوب ورکوي نه ټاکنو ته نو له همدې کبله ډېر امکان شته  چې ټاکنې تر سره نشي.

b- خراب امنیتي وضعیت: پر دې سربېره د هېواد روان امنیتي وضعیت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر ړاندې یوه لویه ننګونه ده. د سیګار د راپور په اساس اوس مهال د افغانستان شاوخوا ۴۵ سلنه خاوره د حکومت له کنټرول څخه  وتلې. دغه راز د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم پوره امن نشته، دا وضعیت به د ټاکنو سرتاسریوالی او شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.

c– مالي ستونزې: د ټاکنو د ترسراوي ټول‌ټال مصرف ۱۵۰ مېلیون ډالره اټکل شوی دی لومړیو کې د حکومت هڅه او هیله دا وه چې د ټاکنو د تر سراوي مصرف له بهرنیو مرسته کوونکو هېوادونو څخه تر لاسه کړي، خو یوازې په افغانستان کې د امریکا سفارت، ملګرو ملتونو او نړیوال بانګ ورته ۶۰ مېلیون ډالره ومنل؛ پاتې ۹۰ مېلیون ډالره حکومت د هغه ۱۵۴ پراختیايي پروژو بودجه ټاکنو ته ځانګړې کړه چې د ۱۳۹۸ لمریز کال کې یادو پروژو ته ځانګړې شوې وه، خو  ولسي جرګې د ۱۳۹۸ لمریز کال د نیمایي کال بودجه رد کړه او د مالیې وزارت نه یې په دې اړه د وضاحت غوښتنه وکړه، نو په مالي برخه کې هم حکومت د ټاکنو په ترسراوي کې له مشکلاتو سره مخ کېدلای شي.

d همغږی نشتون: د حکومت، ټاکنیزو ډلو، ملي شورا او خلکو ترمنځ همغږي نشتون هغه څه دي چې کېدای شي د ټاکنو پر وړاندې خنډ شي، د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنېزې ډلې او د اجرائیه مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همګرایۍ ټاکنیزې ډلې په خپلو کمپایني غونډو کې له دولتي سرچنیو او امکاناتو ګټه اخیستې چې په وینا یې دا له ټاکنیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده.همدارنګه د کاندیدانو شورا چې ۱۲ ټیمونه په‌کې غړیتوب لري په خپره کړې اعلامیه کې ګواښ کړی که‌چېرې د دولت جوړونې او همګرایۍ ټاکنیزو ډلو له لوري په خپلو کمپایني غونډو کې له دولتي سرچینو او امکاناتو ګټه اخیستنه دوام وکړي دوی به له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړي.

 همدارنګه د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني له خلیل زاد سره په لیدنه کې وویل چې اوس‌مهال د افغانانو لپاره د هر څه نه اړینه سوله ده او د خلیل زاد په مشرۍ د امریکایانو خبرې له طالبانو سره هیله بښونکې وښودې او ډاډ یې ورکړ چې ولسي جرګه د دې خبرو پوره ملاتړ کوي.

په ټوله کې افغانان د ټاکنو تېر برخلیکونو ته په کتو، د جګړې زیاتوالۍ او په اوس کې د امریکا – طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو پیل ته خوښ ښکاري؛ ډیری یې په دې نظر دي چې سوله په ټاکنو مقدمه ده باید ټول لوري په دې اړه کوټلي ګامونه واخلي.

پایله

امریکا او طالبانو دواړه لوري د بل هر وخت په پرتله د سولې خبرو ته لېواله دي د امریکا جمهور رئیس د افغانستان د جګړې ختم غواړي علت یې هم د ۲۰۲۰ م کال ټاکنې دی، او طالبان که څه هم په کوچني اختر کې په درې ورځني اوربند سره وښوده، چې په روانه جګړه کې لا هم تر ټولو پياوړی ځواک او مهم لوری همدا ډله ده؛ خو بيا هم په سیمه کې روان تغیرات او  په نړیواله سطحه د داعش ډلې لپاره کمپاین چې په افغانستان کې پراخ حضور لري، دا او دې ته ورته موضوعات هغه څه ؤو چې له امله یې طالبان د جګړې په ډګر کې د خپل رول د پيکه کېدو په وېره کې دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره پایلې ته د رسېدو لپاره د سپټمبر میاشت لومړۍ نېټې ټاکلې چې پایلې ته به رسیږي. په ورته وخت کې ولسمشریزو ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه پیل شوي دي چې حاکمو ټیمونو په ډېره تېزۍ سره خپل کمپاینونه روان کړي دي او د ټاکنو تر سراوي ته ژمن دي او سوله د راتلونکې حکومت پورې تړلې بولي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې جګړې زور اخستی، د يوناما د راپور په اساس چې د اسد په اتمه یې خپور کړی، ویلي چې د روان زیږيديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۳۸۱۲ ملکيان  مړه او ټپیان شوي دي. يوناما وايي د  ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د طالبانو له خوا د ملکي کسانو وژنه د ۲۰۱۸ م کال د لومړۍ نيمايي پرتله ۴۳ سلنه لږه شوې، خو د حکومت‌ پلوه ځواکونو لخوا د ملکي کسانو د وژنې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې چې تر ډېره د هوايي بریدونو له امله ده.

نو دې ټولو حالاتو ته په کتو سره دا جوتیږي چې په موجوده وخت کې د افغانستان لپاره لومړیتوب سوله ده، نه ټاکنې؛ هیله ده چې حاکمه ډله د واقعیت په پام کې نیولو سره، ټاکنې د سولې په وړاندې د یوې وسیلې په حیث ونه کاروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply