ولسمشر غني وایي په راتلونکي کې به  ښځو ته پاملرنه لا زیاته شي

0 665

اېمل پیاوړی/

ولسمشر غني د لویې جرګې تالار کې له ګڼو افغان ښځو سره چې د دولت جوړونکي ټیم د ملاتړ په  موخه راټولې شوې وې غونډه لرله. دغې غونډې ته د وینا پرمهال ولسمشر  غني وویل، په تېرو پنځو کالو کې افغان ښځو ته هر اړخیزه پاملرنه شوې.

دا واقعیت دی چې د ښخو زده کړو، روغتیا، ټولنیز موقف، حیثیت، په حکومت کې مهم رول ورکولو او نورو  برخو کې زیاته پاملرنه شوې او موږ وینو چې دا مهال په کابینه کې د وزیرې، په سفارتونو کې د سفیرې، په ولایتونو کې د والۍ، په وزارتونو کې د معینانو او رئیسانو، په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د افسرانو او جنرالانو او همدارنګه په نورو برخو کې ګڼې افغان مېرمنې فعال رول او ګډون لري.

په تېرو پنځو کالو کې د ښځو رول له نمایشي څخه فعال او حقیقي رول ته بدل شوی دی او ښځې د تصامیمو نیولو تر کچې واکونه او اجرایوي صلاحیتونه لري. ولسمشر غني وایي چې د ښځو په برخه کې ډېر کار شوی مګر لا هم کافي نه دی. نوموړي نن په خپلو وینا کې وویل چې په راتلونکي کې به ښځې په هره ملي شورا د ملي امنیت شورا په ګډون فعال حضور ولري او همدارنګه د ملي امنیت شورا په څېر یوه بله شورا ایجاد کړي چې د ښخو اړوند ستونزو ته رسیدګي او پاملرنه وکړي.

ښځې د ټولنې نیمه او ان له هغې هم زیاته برخه جوړوي، نو څومره چې د دغې مهمې برخې رول ته زیاته پآملرنه وشي، د ژوند، زده کړو او کار اسانتیاوې ورته برابرې شي، نو باور دی چې همغومره به ټولنه ورسره وده وکړي او د خلکو پر ژوند به مثبت اغېز ولري.

افغانستان چې له څلوېښت کالو راهیسې په جنګ کې ښکېل دی، نو د جنګ اصلي قربانیانې ښځې دي او د جنګ په کلونو کې تر ټولو ډېرې سختې او ستړې ښځو ګاللې دي او لا یې هم ګالي، مګر ولسمشر غني غواړي چې په خپلو  طرحو سره د ښځو په دغه اوسني وضعیت کې مثبت بدلون راولي او دوی ته د ارام او هوسا ژوند زمینې برابرې کړي.

موږ وینو چې افغان مېرمنې نن سبا خپل استازیتوب په خپله کوي او په بېلابېلو  برخو کې ښه ظرفیتونه لري. د دغو ظرفیتونو روزنې ته باید لا زیاته پآملرنه وشي، ځکه چې د ښځو زده کړې تر څو نسلونو پورې مثبت اغېز لرلای شي او لسمشر غني د همدغسې مثبت اغېز ژوندۍ بېلګۍ ده، ځکه نوموړی د یوې لوستې نیا له برکته باکیفیته او ښې زده کړې کړي او دا مهال نه یوازې د افغانستان د ولسمشر بلکې د نړیوال مفکر په توګه مطرح دی.

د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو نوماندانو په منځ کې دا مهال ولسمشر غني تر ټولو مخته او د ټولنې د ټولو اقشارو د پاملرنې وړ دی او باور دی چې راتلونکې ټاکنې به په لومړي پړاو کې په غوڅ اکثریت وګټي، ځکه چې د ټولنې د خلکو ملاتړ له ده سره موجود دی او د تېرو پنځو کالو لاسته راوړنې د دوی لپاره ښه مثال او د ډاډ وړ دي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply