زده کړې د ثبات، هوساینې او پرمختګ کیلي ده

0 789

محمدبشیر یوسفزوی/

 

نامتو افغان پوه ډاکټر اشرف غني احمدزی ” د عادلانه نظام لار“ نومي کتاب کې د نجونو د زده کړې د ارزښت په هکله کاږي: ” که یو هلک باسواده شي یو نسل ورسره تغیر کوي او که نجلۍ باسواده شي کم له کمه پنځه نسله ورسره مثبت تغیر کولی شي، ځکه مور د اولاد په روزنه کې تر ټولو مهمه ونډه لري او خپل بچي ته له شیدو سره د پوهې او معرفت مینه ترزیقوي، مور خپل ماشوم ته ژوند ښیي. اوبه، جامې او راشه درشه یې تنظیموي.

 

کله چې مور نیا شي نو لمسیو ته لارښوونه کوي او که ژوندۍ پاتې شي تر دریم نسله ټول کور پالي، خو دا حقیقي خبره ده چې تر پنځم نسله پورې یې ډېر تاثیرات پاتې وي.“

 

د پرمختللو هېوادونو او ټولنو د ثبات، هوساینې او پرمختګ یو مهم لامل هم زده کړې او په ځانګړې توګه د نجونو زده کړې ته خاص پاملرنه ده، ځکه هغوی دې پایلې ته رسېدلې دي چې د مېرمنو له زده کړې او فعاله ګډون پرته ښادي ارامه ده، خو په افغانستان کې لا هم د نجونو زده کړه یوه  لانجمنه مسله ده. ځینې  لا هم د بې اړتیا او بې ارزښته  چارې په سترګه ورته ګوري.

 

که څه هم په کلیوالو او لیرې پرتو سیمو کې په دې هکله د خلکو مخالفت او مقاومت تر پخوا ډېر نرم  شوی دی، خو لا هم ګڼې کورنۍ د بېلابېلو انګېرنو له مخې ښوونځیو ته د خپلو لوڼو په استولو کې زړه نازړه دي. له همدې امله په افغانستان کې د مېرمنو د بې سوادي او مړینې  کچه لوړه او ګڼو  ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او نورو ستونزو د افغان مېرمن ژوند تریخ کړی دی.

 

په لویه کې دغه ناخوالې د بې سوادي زېږنده دي، تر څو چې د نجونو زده کړې ته جدي پاملرنه ونه شي او په دې هکله شته ضد او نقیص دریځونه نرم او پراخه ولسي پوهاوی ونه شي، نوخدای خبر که به د ښې ورځې څښتنان شو.

 

پر مور او پلار د اولاد له مهمو حقونو څخه یو هم د هغوی سمه روزنه ده،خوسالمه روزنه له زده کړې پرته نیمګړې او ناشونې ده، نو د دغه حق د پرځای کولو لپاره هم میندو او پلرونو ته ښايي چې خپل اولادونه د زده کړې او سمې روزنې په موخه ښوونځیو، جوماتونو او مدرسو ته واستوي او سمه څارنه یې وکړي. یانې والدین وخت ناوخت د ښوونځي ادارې ته ورشي او په دې ځان  ډاډه كړي چې اولادونه يې پروخت او خوښي خپلو درسونو ته ځي.

 

په كور كې هم له ماشومانو سره د درس او ښوونځی په هکله د والدينو بحث  ګټور دي، ځكه هغوي خپلو درسونو ته پام کوي. کورنۍ دندې  ترسره کوي. درسونو ته هڅېږي او د زده كړې په ارزښت یې نور هم باور پخېږي.

 

د والدینو د څارنې بله ګټه داده که  ماشومان ښوونځي ته په تلو کې ناغېړی کوي.  يانې د ښوونځي پر ځای په کوڅه، بازار، لوبغالي یا بل ځای کې خپل وخت بې ځایه تېروي، نو میندې او پلرونه به پر وخت خبر شي. له ښوونځي څخه د هغوی د پټېدو لامل به پیدا او له منځه یوسي. یا لږ تر لږه ماشوم به له ښوونځي څخه پټېدو ته زړه ښه نه کړي، ځکه هغه پوهېږي چې مور او پلار یې څاري.

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply