د خپلواکي سلمه کليزه او د هیوادوالو پوره چمتوالی

0 998

مطیع الله سحر/

پر افغانانو باندې شاه امان الله خان د خپلواکۍ د اخیستلو زېری په داسې وخت کې  وکړ چې هغه وخت د افغانانو لپاره دا یو خوب لیدل وو، خو کله چې شاه امان الله خان ورته دا خبره وکړه، چې ما خپل ځان او خپل مملکت له کورني او بهرني پلوه په بشپړه توګه ازاد او خپلواک اعلان کړ. تر دې وروسته زموږ هېواد، د نړۍ د ټولو دولتونو او قدرتونو په شان ازاد دی او هېڅ ځواک ته د سر د یوه وېښته هومره اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، او که چا دا کار وکړ، غاړه به په توره ترې پرې کړم او سپیو ته به یې واچوم تر څو چې نور هم په دې پوه شي چې افغان په ريښتیا هم پوره ځواک لري او له چا څخه وېره نه لري او څه یې چې په خوله وویل همغه بیا په عمل کې هم کوي.

افغانانو پوره یوه پېړۍ وړاندې خپله خپلواکي د وخت له بریتانوي حکومته څخه په خپل زور واخیستله، او افغاستان یې  د یوه خپلواکه هېوادو په توګه په رسیمت وپيژندل شو. د افغانستان هم  راروانه  سلمه خپلواکي ده. د دې خپلواکۍ د لمانځلو لپاره په هیواد کې ورته پوره چمتوالی نیول شوی دې. هر وګړی د دې ورځې لپاره د خپلې وس مطابق هومره کوشش کوي تر څو خپل کورونه او  هیواد ښایسته کړي. تر څو دا ورځ په خو شاندارو مراسمو سره ولمانځل شي.

د هیواد د ښایسته کولو لپاره حکومت هم پوره هڅه کوي. تر څو ټول هیواد د شاه امان الله خان په انځورونو باندې او د هیواد په درې رنګه بیراغ باندې وپوښوي. او همدا شان یې د ښارونو په دنګو دېوالونو باندې د ازادۍ پیغامونه په ليکلي او انځوریزو بڼو رسموي. چې د هیوادوالو لپاره یو ښه مېسج واوسي. تر څو هیوادوال مو هم د هیواد ساتنه په ځان فرض وګڼي. او له هیواد څخه د سر په بدله هم ساتنه وکړي.

هیواد وال مو هم دا ورځ نه پرېږي چې همداسې په ارامه سره تېره شي. دوی هم غواړي چې څومره یې تر وس کېږي هغومره دا ورځ په خو او شاندارو مرسمو سره ولمانځي. ځکه چې افغانانو ډېر درد لیدلی او یوازې یوه پلمه د خپل پام د غلطولو لپاره ګوري چې تر څو دوی پکې خوشحاله واوسي.

موږ باید خپلواکي همداسې وساتو ځکه چې خپلواکي مفته نه ده راغلې، هیچا هم دا موږ ته نه ده بخښلې، بلکې زموږ د پلارونو اونیکو په وینه ګټل شوې ده، که چېرې موږ یووالی ونه لرو او دا چې نفوس مو اوس پینځه دېرشمیلیونه ده، که درې سوه زره میلیونه هم شي، موږ به ونه شوکړای چې له خپلواکي څخه دفاع وکړو. لکه څنګه چې خپلواکي اخیستل اسانه نه وه همدا شان یې ساتل هم اسانه ندي. هیواد وال هم د خپلو نیکونو او پلرونو د عزت د ساتلو لپاره دا ورځ لمانځي. چې د ښمن لپاره دا د ډېر یو شرم خبره ده چې دوی د افغانانو لخوا د کوتک په زور مات شوي دي. او بیا هم چې زړه ښه نه کړي چې پر افغانانو باندې یرغل وکړي کنه دا ځل به له هغې هم ورته سخت ځواب ورکړل شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply