د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته د افغان حکومت توند غبرګون

0 779

ګلرحمن رحماني/

ولسمشر ټرمپ  رسنیو سره په خبرو کې وویل (که موږ وغواړو چې په افغانستان کې داسی جګړه وکړو چې ویې ګټو کولی شم چې په یوه اوونۍ کې یې وګټم ، زه نه غواړم چې لس میلیونه خلک ووژل شی . زه د افغانستان لپاره پلانونه لرم که وغواړم دا جګړه وګټم ، افغانستان به له ځمکې پاک شی ، محوه به شی او دا به په لسو ورځو کې ، زه نه غواړم دا کار وکړم پر دی لاره ولاړ شم) .

د ولسمشر ټرمپ دغو څرګندونوته افغان حکومت اوولس یو ډول غبرګون ښودلی او د ارګ له لوری په خپره شوی اعلامیه کې راغلی چې د دواړو هیوادونو اړیکو ته په کتو یې د ډیپلوماټیکو او د دولتونو له لارو له واشنګټن څخه د ټرمپ د څرګندونو په اړه صراحت او توضیحات غوښتی دی ، چې د ارګ له لوری دغه خپره شوی اعلامیه ډیرو افغانانو خوښه کړی او دا یې یو نیک اقدام بللی .

ټول پر دی پوهیږو چې په افغانستان کې اوسنی جګړه د ځینو هیوادونو د ګټو لپاره روانه ده خو پدغه جګړه کې عام افغانان وژل کیږی ، په اوسنی جګړه کې لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ پخپله ویلی چې دغه جګړه په لسو ورځو کې ګټم خو د افغانستان لپاره پلانونه لرم .

پاکستان او امریکا او بل هر هیواد د افغانستان د ابادی او د دی ولس د خوشحالی لپاره هیڅ پلان نه لری دوی د خپلو ګټو لپاره هم یې جګړه توده ساتلی او هم یې د سولې خبرې تودی کړی ، امریکا غواړی چې منځنی اسیا کې خپل تجارت ته وده ورکړی او تر خپل تسلط لاندی یې راولی په همدی خاطر یې په افغانستان کې جګړه توده ساتلی تر څو د دوی د اسلحو تجارت په ښه توګه پر مخ روان وی .

کله چې د پاکستان او هندوستان تر منځ په دا وروستیو کې حالات کړکیچن شول نو د هندوستان د فوځ مشرانو ته ټول هغه مشران او چارواکې چې د حکومت خلاف ول راغلل او له هغو سره یې مشوره شریکه کړه او فوځ او لمړی وزیر نریندرا مودی ته یې ډاډ ورکړ چې مو به په ټول توان له حکومت سره ولاړ یو هر څه ته چې حکومت اماده وی موږ تری ملاتړ اعلانوه .

دا خبره می ځکه وکړه چې موږ په افغانستان کې ډیر سیاسیون لرو د افغانستان لپاره ډیر کم د ګوتو په شمار سیاسیون لرو موږ تر اوسه داسی سیاسیون نه لرو چې د افغانستان د ملی منافعو لپاره د خیر خبره وکړی بلکې موږ ټول هغه سیاسیون لرو چې د خپلو ګټو لپاره کار کوی .

کله چې په پاکستان کې د افغان سولې په رابطه بین الافغانی ډیالوګ تر سره کیده نو افغان حکومت په دغه ناسته کې ګډون ونه کړ او وویل چې د افغان سولې په رابطه باید هره غونډه د افغان حکومت په مشری تر سره شی خو د افغانستان په استازیتوب ځینی سیاسیون پاکستان ته لاړل او له هغو سره یې ناسته وکړه چې پدغه ناسته یې نورو هیوادونو او افغانانو ته ثابته کړه چې موږ د ملت لپاره کار نه کوه بلکې د خپلو ګټو لپاره کار کوه .

که چیرته افغان سیاسیونو په ملي مسایلو کې د حکومت ملاتړ کولی او د هغو دریځ او سالم نظر یې ورسره شریکولی، نو نن به افغانان له یوې خوا د سرتاسری سولې خاوندان وای او له بلې خوا به هیڅ یو هیواد د افغانستان په ملی مسایلو کې د لاسوهنی جراءت نه شو کولی ، خو نن د همدغو سیاسیون د بی اتفاقی له امله موږ امریکا او پاکستان ته ناست یو او له هغو څخه سوله غواړو .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply