رایه باید چاته ورکړو ؟

0 985

ګلرحمن رحماني/

رایه هم مانت دی او هم مسوولیت، په همدې خاطر باید هغه چاته ورکړل شي چې وړتیا یې لري. د اوسنیو ټولو نوماندانو په منځ کې تر ټولو زیات ولسمشر غني د رایې وړ او مستحق دی، ځکه چې په سختو کلونو کې یې وطن ښه مدیریت کړ او د لا زیات انکشاف او ښه والي لپاره ګټورې برنامې لري. نو ولس ته ښایي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هغه ته رایه ورکړي.

ولسمشریزو ټاکنو ته اتلس کسانو ځانونه نوماند کړي، دا چې له یوی خوا رایه اچوونی ته کم وخت پاتی او له بلی خوا د کمپاینونو په دوران کې هر شخص لاپی او ناری وهی چې زه د افغانستان او د دې خاوری د وګړو لپاره واقعی خدمت کوم نو په دغسی اشخاصو کې موږ باید څوک وټاکو ؟

په لمړی سر کې باید موږ هغه چاته رایه ورنه کړو چې هغه باید حتمآ زما د قوم ، سیمی او ژبې وی ځکه دغه ډول چلند له یوی خوا له خپلی رایې سره د شریعت او د ولسواکې له نظره ظلم ده او له بلې خوا د هغه شخص د حق پایمالول دی چې د ولسمشری مستحق وی .

رایه که له یوی خوا زموږ حق دی خو له بلې خوا د بل امانت ده او دغه امانت باید په پوره دقت ، سوچ ، فکر او د ډیری مطالعی وروسته هغه چاته ورکړو چې مستحق او وړتیا یې ولری ، دا چې په افغانستان کې د مستحق شخص پیژندل ستونزمن کار ده نو په همدی اساس کله چې موږ باید یو چاته رایه ورکو باید په دغه معیارونو یې ورکړو .

هغه چاته باید رایه ورکړو چې افغان او مسلمان وی د ولس له منځه پورته شوی وی ، ولس او هیواد ته د خدمت لپاره کلک عزم او اراده ولری .

هغه چاته باید رایه ورکړو چې ملي ګټو ، ولس او اساسی قانون ته ژمن وی ، هر څه د اساسی قانون د مادو او ولس د غوښتنی  پر بنسټ ترسره کړی .

هغه چاته باید رایه ورکړو چې خپلو ژمنو ته صادق ولاړ وی ، یواځینی هدف یې افغان ولس او دی هیواد ته خدمت کول وی تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ملي ګټي تر شخصی ګټو لوړی او متعبری وګڼی او د یوی ډلې ، ګوند او افرادو لپاره کار ونه کړی بلکې د ټولو هیوادوالو لپاره ملی کارونه وکړی .

هغه چاته باید رایه ورکړو چې د ظالم او فاسد شخص او ډلې پر وړاندی لکه سپر ودریږی ، په ملي هویت ، ملي ګټو ، ملی ارزښتونو او ملی منافعو پر سر له بل چا سره سودا ونه کړی . که چیرته هیوادوالو د یو تعهد په اساس خپلې رایې مستحقو او وړ کسانو ته وکارولې نو په هغه صورت کې به هیڅ ډول ستونزه او پښیمانی نه وی ، بلکې د یو ډول ارامتیا احساس به کوی .

هیله ده چې دا ځل ولس خپلې رایې وړ او مستحق شخص ته ورکړی چې له یوی خوا به یې خپل ورکړل شوی امانت په سمه توګه ادا کړی وی او له بلی خوا به د هیواد د ابادی سبب شی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply