د پاکستان پر وړاندې د غني جرئت او سیاست د ستاینې وړ دی

0 1,786

اېمل پیاوړی/

که چېرې له پیله د پاکستان پر وړاندې له دغسې جرئت څخه کار اخیستل شوی وای لکه ولسمشر غني چې واخیست، نو باور دی چې یا به د افغانستان جنګ او ناورین ډېر پخوا پایته رسېدلی وای او یا به هم د اوس هم جنګ او تهدیدونه نه وای، ځکه چې پاکستان به تر نړیوال فشار لاندې راغلی وای لکه اوس چې راغلی او کرار کرار به یې په افغانستان کې له جنګ څخه منګولې سستې شوې وای، مګر له بده مرغه تېرو سیاسیونو یا اراده نه لرله، یا د پاکستان تر سخت اغېز لاندې وو او یا یې هم له محافظه کارۍ څخه کار واخیست او پایله یې دا شوه چې په هیواد کې بحران او جنګ ورځ تر بلې اوږد شو.

ولسمشر غني بار بار د پاکستان له دوه رنګۍ څخه پرده پورته کړې، د پاکستان کړنې یې چې د تروریزم حمایت او ملاتړ دی نړۍ ته رسوا کړي او په بین المللي غونډو او کنفرانسونو کې یې تل د هغوی یادونه کړې ده. نوموړي د جیو تلویزیون خبریال سلیم ساپي سره په مرکه کې په وضاحت سره وویل: ” دا باید پایلې ولري؛ په دې مانا چې (هغو ډلو ته چې ښکاره زموږ پر ضد د جنګ اعلان کوي)، پټنځای مه ورکوئ، په دې مانا چې هغوی ته د سربازګیري اجازه مه ورکوئ. د پولیسو اکاډمۍ محصلین په لاره کې وژل کېږي او په پاکستان کې مشخصې ډلې د هغو مسوولیت اخلي؛ زموږ غیر مسلح امنیتي ځواکونه زموږ دوه مایله واټن کې درس وایي بې رحمانه قصابي کېږي؛ په کابل کې بمي چاودنې کوي او د هغو مسوولیت هغه مشخصې ډلې اخلي چې په پاکستان کې قرارګاه، فعالیت او پرانیستې او ازادې ناستې لري؛ هیڅ لوړ پوړی پاکستانی   د لوړې کچې طالبانو سره له تماسه انکار نه کوي؛ څنګه منصور په پاکستاني پاسپورت څو ځله د کراچۍ هوایي ډګر څخه الوتنه کوي، او دلته تورونه… “

کله چې سلیم ساپی د ولسمشر غني د دغه ځواب پر وړاندې استدلال کوي او غواړي چې د خلکو اذهان بل لورته واړوي، نو وایي چې: ” اما، ښاغلی جمهور رئیسپخوا حتی د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمېر نوماندانو هم پاکستاني  اسناد لرل، نو ولسمشر غني یې خبرې ور پرې کړې او په زغرده یې ورته وویل: ”هغوی هغه کسان وو چې په مشخصو دلایلو له مخې یې درناوی کېده ، نه د دې لپاره چې د تروریستي جرمونو مرتکب شي. د جهاد رهبران د یو مشروع اسلامي ماموریت په اجرا بوخت وو، یوه ملي وطنپرستانه دنده وه؛ او دا زموږ د دوستۍ جز وو؛ هغه څه چې زه ستاسو، کتونکو او ستاسو د مقاماتو پام هغه ته ور اړوم؛  موږ فرصت لرو؛ موږ طرحې برابرې کړې په هغو کاغذونو چې په منځ کې کېښودل شول؛ د عملي اقدام لپاره فرصت وجود لري. زه ارزو لرم د دې خیال چې د افغانستان دولت به ړنګ شي، او یا د افغانستان ملي اردو ړنګه شي، او یا دا چې بین المللي ځواکونه به موږ پرېږدي، او یا دا چې زموږ منابع، اراده او تعهد به زوړ شي، لیرې شې. راځئ د متقابلو ګټو په اساس یې له سره پیل کړو، (په هغه حالت کې) موږ کولای شو هغه لوی خطر چې د تروریستي شبکو له لوري په سیمه او نړۍ کې دواړو هېوادونو ته متوجه دی مهار کړو. دا تهدید دی او د حل لارې کیلي، زموږ تر منځ همکاري ده. موږ تیار یوو په دغسې همکارۍ کې په سیستماتیکه بڼه او د زړه له تله د باور وکړه او تحقیق وکړه“ معقولې په اساس ونډه واخلو.“

د ولسمشر غني د دغسې وضاحتونو او جرئت له برکته پاکستان دا مهال په ښه وضعیت کې قرار نه لري او باور دی چې د دغه فشار له امله به په افغانستان کې له جنګ او لاسوهنو څخه لاس په سر شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply