ملکیان مه وژنئ؛

0 502

ملکیان مه وژنئ؛
د جګړې ښکېلو لوریو پر عامو خلکو اور بل کړی
افغانان که له یوې خوا افغان سولې ته هیله‌مند دي او په اړه یې هره ورځ د تازه پرمختګونو خبرونو ته بل غوږ ناست وي، ورسره‌ هم‌مهاله د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري پر ملکیانو هم بریدونه ډېر شوي چې هره ورځ یې له کبله کړېږي.
په کابل کې د واده پر مراسمو وروستی برید، د پکتیا په زرمت کې پر ملکیانو د څو ورځو وړاندې برید او دغه راز د لوګر وروستۍ پېښه چې له کبله یې د یوې کورنۍ یو نارینه شهید او دوه ښځې او دوه ماشومان پکې ټپیان شول، پر ملکیانو د جګړې د ښکېلو لوریو د بریدونو بېلګې دي.
په کابل کې د واده پر مراسمو برید د دغو بریدونو تر ټولو ستر هغه و چې له کبله یې د رسمي شمېرو له مخې، ۶۳ کسان شهیدان او ۱۸۵ نور ټپیان شول، خو دغه پېښې د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي په وینا، په دغه برید کې چې وروسته یې مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه واخیست، شاوخوا دوه‌نیم سوه کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
اوس د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیزاحمد تسل وايي، روانه اګسټ میاشت هم د تېرې جولای هغې په څېر د ملکیانو لپاره ډېره خونړۍ وه چې له کبله یې عام خلک له ژونده بېزاره کړي دي.
هغه له سرخط سره په مرکه کې وویل، د سولې خبرو اترو له روان بهیر سره هم‌مهاله د ملکیانو په نښه کول ښيي چې د جګړې ښکېل اړخونه په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او سولې ته د رسېدو لپاره رښتینې اراده نه لري او که پر عامو خلکو روان بریدونه او چاودنې همداسې دوام وکړي، ناوړه پایلې به ولري.
تسل زیاتوي، امریکا، د دولت وسله‌وال مخالفان او افغان حکومت دې د جګړې پر مهال د ملکیانو ژوند ته پام وکړي او باید د هغوی د نښه کولو او په هېواد کې د روانې جګړې د دوام پر ځای، سولې ته لومړیتوب ورکړي، که ‌نه خلک اړ دي چې پسې را پاڅېږي او د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره په خپله لاس په‌ کار شي.
په همدې حال کې حکومت هم د ملکي وګړیو نښه ګرځول غندلي او ویلي یې دي چې ګډ ځواکونه باید د خپلو عملیاتو پر مهال د ملکيانو د ژوند خوندیتوب خپل لومړیتوب وبولي.
بل ‌خوا یو شمېر افغانان هم له هېواده بهر د سولې خبرو اترو له ګرمېدو سره هم‌مهاله د هېواد په دننه کې د جګړې تودېدو اندېښمن کړي او وايي، روانو بریدونو او چاودنو یې له ژونده زړه ور تور کړی او ښکېل اړخونه باید د دوی ژوند ته پام وکړي.
د کابل یو اوسېدونکی احمد علي‌زاده سرخط ته وویل، په کابل کې د واده پر مراسمو برید نه یوازې ده، بلکې ټولو کابل ښاریانو ته ټکان ورکړی او پر رواني ناروغۍ یې اخته کړي دي.
د ده په وینا، په هېواد کې د جګړې ښکېل اړخونه، په تېره وسله‌وال ترهګر د عامو خلکو ژوند اخیستل ویاړ ګڼي او نه یوازې د خپلو بریدونو او چاودنو پر مهال د هغوی ژوند ته پام نه کوي، بلکې مستقیماً یې په نښه کوي.
بل ‌خوا د لوګر یو اوسېدونکی هم پر ملکیانو روانو بریدونو خواشینی کړی او د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې د خلکو د نښه ګرځولو پر ځای، د سولې په اړه له اوسني را منځ ته شوي فرصته ګټه واخلي او په هېواد کې روانه خونړۍ جګړه چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو له تېرو شاوخوا لس میاشتو راهیسې خبرې اترې روانې دي او اوس هم د قطر په دوحه کې دواړه لوري د مذاکراتو په نهم پړاو مذاکراتو کې پر افغان سولې غږېږي، خو دا چې د دواړو تر منځ روانې خبرې اترې به کله پای مومي او بین ‌الافغاني مذاکراتو ته به لار هواره کړي؟ لا روښانه نه‌ده او یوازې وخت به یې ثابته کړي.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply