د ولسمشري نوماندان ځان غلطوي

0 727

سره له دې چې د افغان سولې په اړه په قطر کې د امریکا او طالب استازیو تر منځ روانو خبرو اترو چې ښايي په دې پړاو کې یوې هوکړې ته ورسېږي، پر ولسمشري ټاکنو سیوری غوړولی، خو ډېر نوماندان هم چندانې ټاکنو ته لېواله نه ‌دي او په یو ډول نه یو ډول غواړي چې دغې ټاکنې پر خپل وخت و نه شي.
د ولسمشري د ۱۷ نوماندانو په ډله کې له ولسمشر محمداشرف غني، عبدالله عبدالله، رحمت‌الله نبیل او ګلبدین حکمتیار پرته، تر اوسه بل هيڅ نوماند د هېواد په کچه د ټاکنیزو سیالیو ډګر ته نه ‌دې را دانګلي، ځینو خو یې لا په خپلو کمپایني غونډو کې د لنډمهالي حکومت جوړېدو ته خوشبینې ښودلې او داسې ښکاري چې د ټاکنیزو سیالیو ډګر ته د تګ جوګه نه ‌دي یا یې هم له سره ټاکنو ته زړه نه و او یوازې له نورو نوماندانو یې د امتیاز اخیستلو لپاره ځانونه نومولي وو.
اوس چې امریکا او طالبان په قطر کې د افغان سولې په تړاو پر مذاکراتو بوخت دي او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د دواړو لوریو د هوکړې او د بین ‌الافغاني خبرو اترو د پیل په صورت کې ښايي د ولسمشري ټاکنې وځنډېږي، لنډمهالې/عبوري اداره جوړه او د سولې خبرو اترو تر بریا وروسته له سره ټاکنې وشي، دغو اوازو د ولسمشري ځینې نوماندان هم پر شا کړي او په ډاډه زړه د مبارزې دګر ته نه‌ راوځي.
خو نوماندان باید ځانونه غلط نه کړي، له هغې ورځې یې چې د ولسمشري ټاکنو لپاره نوم‌لیکنه کوله، باید دا سوچ یې کړی وای چې که پر ټاکنو یې باور نه درلود، له سره به یې ځانونه نه نومول، خو دا چې دا کار یې کړی، اوس باید پر شا نه‌ شي او نه هم د سولې یا بلې بهانې له مخې، د سیالیو ډګر پرېږدي.
اوس د ولسمشري نوماندانو په ډله کې محمداشرف غني او عبدالله عبدالله چې د حکومت فعاله چارواکي هم دي، په ټاکنیزو مبارزو کې تر نورو مخکې او ګړندي روان دي. همدا دوه او د رحمت‌الله نبیل ټیم پر خپل وخت د ټاکنو پر کولو ټینګار کوي او دا د هېواد د راتلونکې لپاره سرنوشت ټاکونکي بولي، پاتې نور نوماندان په کورونو کې ناست دي، یا د لنډمهالي حکومت نغارې وهي او یا هم که کله کومه کمپایني غونډه جوړه کړي.
خو دا د ټاکنو پروسې ته سخت زیان اړولي او له ولسواکي سره د نوماندانو ستر خیانت دی. تر بل هر چا باید دوی ټاکنو ته لومړیتوب ورکړي او عملاً دا پروسه چې بریا یې د دوی له مستقیمې او فعالې ونډې سره تړلې ده، تر منزله ورسوي.
د ټاکنو پر پروسې د خلکو باور او هیله‌مندي هم همدغو نوماندانو زیانمنه کړې، ځکه کله چې نوماندان پر دې پروسه باور و نه لري، ټاکنیزو مبارزو ته را و نه وځي؛ نو د دوی پلویان او عام خلک به له دې پروسې سره څنګه علاقه‌مندي وښيي؟
سره له دې چې سوله د افغانانو ستره غوښتنه او اړتیا ده، خو د دې پروسې پېچلتیا او اهمیت ته په کتو، په‌ کار ده چې په کراره مخې ته لاړه شي، څو تلپاتې‌والی او په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې یې موثریت تضمین شي.
نو اوس چې ټاکنو ته شاوخوا یوه میاشت پاتې ده او ټاکنیزو کمېسیونونو او حکومت یې هم لپاره چمتووالی نیولی، په‌ کار ده چې ټول نوماندان او خلک د ټاکنو ملي پروسه چې د هېواد راتلونکی سرنوشت ورپورې تړلی، بریالۍ کړي، خو که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي او یوازې دوه ټیمونه چې عملاً یې حکومت هم په لاس کې دی، په میدان کې پاتې شي، د ټاکنو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راولي او هاغه مهال به یې بیا پړه د دغو دوو ټیمونو نه، بلکې د هغو نوماندانو پر غاړه وي چې ځانونه یې نومولي، خو له کمپاین او د دې ملي پروسې له څارنې پرته چې دوی یې هم یوه مهمه برخه ده، د سیالې ډګر پرې ايښی دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply