کبر نو دې ته وايي

0 575

په متحده عربي اماراتو کې د فجیره ښار یوې اوسېدونکې له خپل مېړه د طلاق اخيستلو لپاره د عدالت ډېره جالبه غوښتنه کړې ده.

دې مېرمنې ویلي، خاوند یې ورسره له حده ډېره مینه لري، جنګ ورسره نه ‌کوي ان د کور صفايي ترڅنګ ورته پخلی هم کوي.

عربي رسنیو د دې مېرمنې په حواله لیکلي، له خاوند سره یې د واده کولو یو کال تېر شو، خو په دې موده کې یې ورته هيڅ ترخه خبره هم نه ‌ده کړې او په وینا د خاوند د دې رویې له کبله یې ژوند لکه په دوزخ کې تېرېږي.

دې مېرمنې د الفجیره ښار په یوې شرعي محکمه کې خپله دوسیه ثبت کړې او وايي، خاوند یې هيڅکله پرې غال مغال نه‌ دی کړی او هيڅ خبره یې ورته رد کړې هم نه ‌ده چې دې حالت یې زړه ورته تنګ کړی دی.

دا مېرمن وايي، له جګړې وېره لري، خو داسې هم ناشونې ده چې مینه‌ناک خاوند یې په هره خبره کې بښي او د جګړې پر ځای یې د ډالیو باران پرې وروي او زیاتوي، هغه رښتینې مباحثه غواړي، نه له اطاعته ډک خاوند.

دې مېرمنې له خپله خاونده دا شکایت هم کړی دی چې دومره یې د امر تابع و چې یوه ورځ یې ورته د وزن کمولو سپارښتنه کړې وه، هغه وزن یې دومره کم کړ چې د تمرین پر مهال یې پښه ماته شوه.

دې مېرمنې اوس په یوه سیمه‌یزه محمکه کې له خپل خاونده د جلا کېدو دوسیه ثبت کړې ده، خو محکمې ورته وخت ورکړی چې په خپله پرېکړه فکر وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply