د آريانا افغان هوايي شرکت الوتکي مړ وجود په توبه اڅکزۍ کي

0 1,020

-عادل اڅکزی
د آريانا افغان هوايى شرکت الوتکه د طالب واکمنۍ په وخت کي له نن څخه دوويشت کلونه مخکي ګڼشمېر افغان مسافر پخپله پسته غېږ کي واخيستل له کندهار څخه يې د هرات پر لور خپل وزرونه ورپول ، د ١٩٩٧ميلادي کال د ژمي د توري سيلې موسم وو، چي کله د هرات فضايي ساحې ته ورسېده نو د ګڼي وريځي، توندو هواوو او طوفان له امله، له کښېنستو څخه عاجزه سوه، بيرته د کندهار پر لور راستنه سوه، د کندهار په هوايي حريم کي هم ورته موسمي ستونزه ورته پېښه سوه، د الوتکي او مسافرو د ژغورني په موخه د ياد شرکت چارواکو پيلوټ (پايلټ) ته د مخابرې په مټ لارښوونه وکړه چي هسي نه د الوتکي تېل خلاص سې د کوټي ميدان هوايي ته ځان ورسوه همهلته الوتکه کښته کړه، پيلوټ د لارښوني سره سم د الوتکي مخه کوټي ته کړه، چي کله د کوټي هوايى فضا ته ورسېده نو پيلوټ د هوايي قواعدو له مخي د کوټي ميدان هوايي له چارواکو څخه پر مخابراتي کرښه د کښته کېدو اجازت وغوښت، بدبختانه د مقابل لور څخه افغان پيلوټ ته منفي ځواب وويل سو، پيلوټ بيرته په ناهيلۍ د کندهار پر لور د الوتکى روخ وګرځاوه، د توبه اڅکزۍ په حريم کي د الوتکي تېل خلاص سو، چي له امله يې الوتکه د لوى غوړمب په کولو سره پر مځکه ولوېده، په دې پېښه کي د پيلوټ په شمول ټول مسافر په حق ورسېدل، د هيچا جسد روغ او ثابت ونه موندل سو، د ټولو انسانانو د بدن غړي او غوښي د ټکړو په ډول وموندل سوې، د يادي انساني حادثې وير لومړى د چمن پر وګړو په دې ولوېد چي د سيمي څلورو تجارانو يې په الوتکه کي سفر درلود
اوس دلته پوښتني دا پيدا کيږي: چي د طالب حکومت خو پاکستان په رسمي ډول تسليم کړى وو نو بيا يې ولي الوتکي ته د کوټي پر ميدان هوايي د بېړنۍ ناستي اجازه نه ورکول؟
بله پوښتنه دا ده: چي د افغان آريانا الوتکي مړ وجود تر اوسه لا د دوويشت کلونو راهيسې د لاوارثه مړي په څېر بې يار او بې مددګاره ولي د مځکي پر مخ د اوسپينو د ټکړو په شکل په دوړو، يخني او ګرمۍ کي هسي عبث پروت ښکاري؟
آيا د آريانا افغان هوايي شرکت دغه پرزه پرزه الوتکه خپل اصل مالک نه لري؟ چي پاته شوني يې رايٶ ځاى او خپل دولتي ميدان هوايي ته انتقال کړي
د افغانستان په درد دردمن
عادل اڅکزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply