د سولي ډولونه او حکمونه

0 1,764

مولوي جمال الدین تایب-

(سریزه)

قدرمنو دوستانو! سوله یا روغه جوړه په عربي او پښتو کي دا مطلب لري چې خرابیاني له منځه یووړل شي او پر ځای روغ  او جوړ څه را منځ ته شي . زموږ وطن څلوېښت کاله کېږي چې د جګړې اور په کې لګېدلی دی او مخ پر خرابۍ روان دی. په اوس وخت کې ډېر افغانان دې نتیجې ته رسېدلي دي چي جګړه د دوی په زیان ده. هیڅ وخت ګټه نه شي ورڅخه پورته کولای. جګړه دي نوره ودرول شي.  خو ځیني د سولي دښمنان نه غواړي چي افغانان سره جوړ شي، نو کله وايي: دومره جګړه د څه لپاره ول چې موږ سره کښېنو؟ کله یو لوری وايي: زمونږ لاس ته راوړني له منځه ځي، کله بل لوری. زه غواړم په دغه باب خپل یو څه مسؤولیت ادا کړم او خپل معلومات له دوستانو سره شریک کړم چي سوله په هر حال تر جګړې ښه ده.

په درناوی

جمال الدین تایب

زموږ ټولو مسلمانانو د باور او قناعت لپاره دا خبره بس ده چي الله (جَلَّ جَلالُهُ) په خپل سپېڅلي کتاب کي په څرګنده الفاظو فرمايلي دي:

وَالصُّلْحُ خَيْرٌ(سورة النساء: 128)ژباړه: سوله ډېره ګټوره ده.

دلته الله تعالی سولي ته د کوم قید پرته د خير توري کارولي دي. د هجري قمريشپږمي پېړۍ مشهور مفسر ابن عطیه « رحمت الله علیه » فرمایلي دي:

وقوله تعالى وَالصُّلْحُ خَيْرٌ لفظ عام مطلق یقتضى أن الصلح الحقيقي الذي تسكن إليه النفوس ويزول به الخلاف خير على الإطلاق.(تفسير ابن عطية = المحرر الوجيز في تفسير الكتاب العزيز:  2 / 120)

ژباړه: سوله ډېره ګټوره ده، دا توري د الله تعالي په وینا کي  د کوم قید پرته عام بیان شوي دي.   دا خبره ثابتوي چي رښتينې سوله مطلقا خیر او ګټوره ده چي زړونه ورته ډاډمن کېږي او شخړه په ختمېږي.

 سوله قرآن کريم په ډېرو مواردو کي ياده کړې ده او په هيڅ مورد کي يې بده نه ده بللې، که هغه د وړوکي کورنۍ د غړو تر منځ وي، که د مسلمانو ډلو تر منځ وي او حتی که د مسلمان هيواد او غير مسلمانو هيوادونو تر منځ وي. په دغه ځایونو کي يې د جګړې او شخړو څخه کرکه او د سولي ښېګڼه بیان کړې او د هر مورد شرائط او د سولي د تينګښت لاري چاري يې هم یادي کړي دي چي تفصیل يې په راتلونکي ډول دی:

۱– سوله د کورنۍ د غړو(خاوند او مېرمني) تر منځ:

دا ډول سوله کورنۍ سوله هم نومېدلای شي؛ ځکه په يوه کور کي دننه ده. په دې اړه قرآن کريم فرمايلي:

وَاِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَیۡنِہِمَا فَابْعَثُوۡا حَکَمًا مِّنْ اَہۡلِہٖ وَحَکَمًا مِّنْ اَہۡلِہَا ۚ اِنۡ یُّرِیۡدَاۤ  اِصْلَاحًا یُّوَفِّقِ اللہُ بَیۡنَہُمَا ؕ اِنَّ اللہَ کَانَ عَلِیۡمًا خَبِیۡرًا .(سورة النساء:  ۳۵)

ترجمه: که د خاوند او مېرمني تر منځ د مخالفت څخه وېرېدلاست نو يو فيصله کوونکی د سړي د کورنۍ څخه  مقرر کړئ او بل فيصله کوونکی د ښځي د کورنۍ څخه مقررکړئ، که دوی اصلاح وغواړي الله به د دوی تر منځ د جوړيتوفيق راولي، بې شکه الله پوره پوه خبردار دی.

دغه آیت شریف هم د کورنۍ تر منځ سولییز ژوند ته اړتیا او ډېر اهمیت ښيي او هم د سولي د رامنځ ته کولو او ساتلو لاري چاري په ګوته کوي. د يوې وړوکي انساني کورنۍ لپاره يې هم د سولي خلاف ژوند کول شِقاق یعني د انساني ودانۍ ترمنځ ورانوونکی درځ بللی چي که يې ترمیم اواصلاحونه شي  ودانۍ ورانوي. د ترمیم او روغي جوړي لاره يې هم ورته ښوولې ده، هغه دا چي د سيمي او کلي مشران، مخور او واکمن خلک يې په دې امر کړي او مکلفیت يې ورباندي ایښي دی چي د سولي، روغي جوړي درا منځ ته کولو لپاره په ګډه لاس په کار شي، د نارینه او ښځينه دواړو کورنیو څخه د روغي جوړي او سولييز ژوند جوړولو په چارو پوه  کسان وټاکي؛ تر څو هغوی ته د سولییز ژوند لاري چاري وښيي.

۲- سوله د مسلمانو ډلو تر منځ:

په دې اړه قرآن کریم فرمايلي:

وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ.(سوة الحجرات:9 – 10)

ترجمه: که د مؤمنانو دوې ډلي سره وجنګېږي، نو په منځ کي يې سوله وکړئ. که د دوی یوه ډله پر بلي تېری کوي، نو د هغي ډلي پر ضد چي تېری کوي، تاسوجګړه وکړئ تر هغه وخته چي د الله حکم ته غاړه ايږدي.که يې د الله حکم ته رجوع وکړه، نو ترمنځ یې په عدالتسوله وکړئ او انصاف کوئ؛ الله یقینا انصاف والا خلک خوښوي. مؤمنان سره وروڼه دي، نو تاسو د خپلو وروڼو تر منځ سوله راولئ او د الله څخه ووېرېږئ ، د دې لپاره چي رحم درباندي وشي.

په دغو دوو آیتونو کي دا خبري راغلي دي:

– د مسلمانانو تر منځ هم جګړه را منځ ته کېدای شي او د جګړې په وجه  یو پر بل د د کفر حکم لګولو حق نه لري تر څو يې د کوم دلیل پرته د مسلمان وژل ځان ته حلال  نه وي ګڼلي؛ ځکه په دې آیت کي خدای پاک په جګړهکي واقع شوي دواړه لوري مؤمنان بللي دي؛ لکه څرنګه چي امام بخاري (رحمت الله علیه) هم د خپل کتاب (صحیح البخاري ) په کتاب الایمان کي دا خبره یاده کړې ده.

– جګړې ته دوام ورکول نه دي روا ؛ ځکه الله تعالی امر کړی چي د داسي ډلو ترمنځ سوله وکړئ. (فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا).

– که کومه ډله سولي ته غاړه نه ایږدي،  مسلمان ولس مکلف دی چي هغوی سولي ته مجبوره کړي آن تر دې چي که بله لاره نه وي، نو ټول ولس دي د هغوی پر ضد پاڅون وکړي، تر هغه وخته چي دوی سوله مني.

– که يې هر وخت سولي ته غاړه کښېښووله، بیا هم مسلمان ولس مکلف دی چي د دوی تر منځ سوله په عدل او انصاف وکړي، د تېري شوي جګړې په وجه ظلم  یا بې انصافي ورسره ونکړي.

– په پای کي يې ویلي دي چي مؤمنان سره وروڼه دي، نو عام ولس دي خپل وروڼه د جګړې دوام ته نه پرېږدي. بلکي تر منځ دې سوله وکړي.

– په سوله کي د الله رحمت دی چي د الهي تقوا او پرهېزګارۍ پر بنسټ رامنځ ته شي. (فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) .

ژباړه: د خپلو وروڼو تر منځ سوله وکړئ، ګوندي رحم درباندي وشي.

دا آیت ښيي چي په سوله کي د خدای رحمت دی. نو سوله ردول د رحمته ځان لري کول او د الهي بخښني څخه بې برخي کېدل دي؛ پېغمبر علیه الصلاة والسلام فرمایلي:

تُفْتَحُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ يَوْمَ الْإِثْنَيْنِ، وَيَوْمَ الْخَمِيسِ، فَيُغْفَرُ لِكُلِّ عَبْدٍ لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا، إِلَّا رَجُلًا كَانَتْ بَيْنَهُ وَبَيْنَ أَخِيهِ شَحْنَاءُ، فَيُقَالُ: أَنْظِرُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَصْطَلِحَا، أَنْظِرُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَصْطَلِحَا، أَنْظِرُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَصْطَلِحَا(صحیح مسلم حدیث نمبر: 2565)

ژباړه: د دوشنبې او پنجشبنې په وورځ د جنت دوازې پرانیستل کېږي، نو هر بنده ته بخښه کېږي چي د الله سره يې شریک نه وي منلی پرته د هغه چا چي د ده او ورور ترمنځ يې بغض او دښمني وي، « د دوی په هکله » ویل کېږي: دا دوه وځنډوئ ترڅو سوله سره کوي، دا دوه وځنډوئ تر څو سوله سره کوي، دا دوه وځنډوئ ترڅو سوله سره کوي.

 هو په سوله کي هغه څه ترسره کېدای شي چي په جګړه کي نه شي ترسره کېدلای. په دې اړه به وروسته په حُدَیبِیه کي د سولې د ګټو بېلګي راشي. دغه پورته خبري ښيي چي د مسلمانانو تر منځ جګړې ته دوام ورکول په اسلام کي ځای نه لري، بلکي مسلمانان مکلف دي چي خپلو هلو ځلو ته تر هغه دوام ورکړي تر څو چي د مسلمانانو تر منځ سوله راولي؛ ځکه جګړه ورور وژل دي او سوله اور وژل دي. جګړه ورانی او تباهي ده او سوله نرمي او آرامي ده؛پېغمبر (علیه الصلاةُ والسلام) فرمایلي:

إِنَّ اللهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ، وَيُعْطِي عَلَى الرِّفْقِ مَا لَا يُعْطِي عَلَى الْعُنْفِ، وَمَا لَا يُعْطِي عَلَى مَا سِوَاهُ.

(صحیح مسلم حدیث نمبر: 2593).

ژباړه: بې شکه الله تعالی نرمي کوونکی دی، نرمي خوښوي، پر نرمي تګلاري هغه څه «ثواب او ښېګڼي» ورکوي چي پر توندلارۍ او نورو لارو يې نه ورکوي.

د مسلمانانو تر منځ د سولي د ګټو یوه نه هېرېدونکې بېلګه د حسن بن علي او معاویه  « رضي الله عنهم » تر منځ هغه تاریخي سوله ده چي څو کلنه اوږده جګړه يې ختمه کړه او مسلمانانو په آرام ژوند پیل کړ.په دې اړه امام بخاري «رحمت الله علیه» د مشهور تابعي حسن بصري څخه نقلوي، هغه وايي:

اسْتَقْبَلَ وَاللَّهِ الحَسَنُ بْنُ عَلِيٍّ مُعَاوِيَةَ بِكَتَائِبَ أَمْثَالِ الجِبَالِ، فَقَالَ عَمْرُو بْنُ العَاصِ: إِنِّي لَأَرَى كَتَائِبَ لاَ تُوَلِّي حَتَّى تَقْتُلَ أَقْرَانَهَا، فَقَالَ لَهُ مُعَاوِيَةُ وَكَانَ وَاللَّهِ خَيْرَ الرَّجُلَيْنِ:أَيْ عَمْرُو إِنْ قَتَلَ هَؤُلاَءِ هَؤُلاَءِ، وَهَؤُلاَءِ هَؤُلاَءِ مَنْ لِي بِأُمُورِ النَّاسِ مَنْ لِي بِنِسَائِهِمْ مَنْ لِي بِضَيْعَتِهِمْ، فَبَعَثَ إِلَيْهِ رَجُلَيْنِ مِنْ قُرَيْشٍ مِنْ بَنِي عَبْدِ شَمْسٍ: عَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ سَمُرَةَ، وَعَبْدَ اللَّهِ بْنَ عَامِرِ بْنِ كُرَيْزٍ، فَقَالَ: اذْهَبَا إِلَى هَذَا الرَّجُلِ، فَاعْرِضَا عَلَيْهِ، وَقُولاَ لَهُ: وَاطْلُبَا إِلَيْهِ، فَأَتَيَاهُ، فَدَخَلاَ عَلَيْهِ فَتَكَلَّمَا، وَقَالاَ لَهُ: فَطَلَبَا إِلَيْهِ، فَقَالَ لَهُمَا الحَسَنُ بْنُ عَلِيٍّ: إِنَّا بَنُو عَبْدِ المُطَّلِبِ، قَدْ أَصَبْنَا مِنْ هَذَا المَالِ، وَإِنَّ هَذِهِ الأُمَّةَ قَدْ عَاثَتْ فِي دِمَائِهَا، قَالاَ: فَإِنَّهُ يَعْرِضُ عَلَيْكَ كَذَا وَكَذَا، وَيَطْلُبُ إِلَيْكَ وَيَسْأَلُكَ قَالَ: فَمَنْ لِي بِهَذَا، قَالاَ: نَحْنُ لَكَ بِهِ، فَمَا سَأَلَهُمَا شَيْئًا إِلَّا قَالاَ: نَحْنُ لَكَ بِهِ، فَصَالَحَهُ، فَقَالَ الحَسَنُ: وَلَقَدْ سَمِعْتُ أَبَا بَكْرَةَ يَقُولُ: رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى المِنْبَرِ وَالحَسَنُ بْنُ عَلِيٍّ إِلَى جَنْبِهِ، وَهُوَ يُقْبِلُ عَلَى النَّاسِ مَرَّةً، وَعَلَيْهِ أُخْرَى وَيَقُولُ: «إِنَّ ابْنِي هَذَا سَيِّدٌ وَلَعَلَّ اللَّهَ أَنْ يُصْلِحَ بِهِ بَيْنَ فِئَتَيْنِ عَظِيمَتَيْنِ مِنَ المُسْلِمِينَ».

(صحيح البخاري حدیث نمبر: ۲۷۰۴).

ژباړه: قسم په الله چي حسن بن علي د معاویه مخ ته د غرونو په څېرلښکري را وایستلې. عَمرُو بن العاص معاویه ته وویل: زه داسي لښکري وینم چي هيڅکله نه پر شا کېږي تر څو خپل سیالان د منځه وړي. نو معاویه چي تر خپل ملګري غوره وو، ويې ویل: اې عَمره! که دغه ډله هغه ووژني او هغه ډله دغه ووژني د خلکو چاري به څوک را ته سمبالوي، د هغوي ښځي او پاته شوي یتیمان به څوک سمبالوي؟ وروسته معاویه حسن بن علي ته د قریشو بني عبد الشمس قبیلې دوه کسان: عبد الرحمن بن سَمُره او عبد الله بن عامر ولېږل. هغوی دواړه ته يې وویل: دې سړي « حسن بن علي» ته ورسئ، وړاندیز او خبره ورته وکړئ او سوله ورڅخه وغواړئ. نو هغوی دواړه حسن بن علي «رضي الله عنهما» ته ورغلل، ورسره وږغېدلاو د سولې غوښتنه يې ورڅخه وکړه. حسن بن علي«رضي الله عنهما» وویل: موږ د عبد المطلب کورنۍ د دولتي شتمنیو څخه څه شی لاس ته راوړی (چي د خپل رعیت محتاجو خلکو ته مو ورکوی) او د بله پلوه دغه امت ( دواړو  ډلو) یو د بل ویني توی کړي، یو بل يې وژلي دي ( دا یو تضمین ته اړتیا لري). هغو دواړو استازو ورته وویل: معاویه تا ته دا وړانديز کوي (چي ستاسو د ملګر او د سيمي د اړتیا  مالي مصارف به درته ټاکي) او جګړه ختمول او سوله غواړي. حسن بن علي«رضي الله عنهما» وویل: دغه د سولي د شرائطو د عملي کولو ضمانت به څوک راته کوي؟ هغوی وویل: موږ يې ضمانت درته کوو. لنډه دا چي حسن بن علي «رضي الله عنهما» چي به کومه غوښتنه یادوله دوی به ورته ویل: موږ  يې تضمین درته کوو. نو حسن بن علي « رضي الله عنهما » هم سوله ورسره وکړه. تابعي حسن بصري وايي: ما د ابوبکره صحابي څخه اورېدلي، هغه ویل: ما پېغمبر «علیه الصلاةُ والسلام» ولیدی په داسي حال کي چي حسن بن علي «رضي الله عنهما» يې پر منبر اړخ ته ناست وو او ده به یو ځل خلکو ته مخ واړوی او بل ځل به يې حسن بن علي ته وکتل او ویل يې : دا زما بچی سردارد دی او هیله ده چي الله تعالی د ده پر لاس د مسلمانانو د دوو لویو ډلو ترمنځ سوله راولي. حسن بن علي « رضي الله عنهما » د خپل نیکه دغه وړاند وینه ثابته او عملي کړه.

فکر وکړئ چي دغو قدرمنو صحابه وو څه ډول اسلامي امت د جګړې څخه  وساتی؟ که دوی جګړې ته دوام ورکړی وای نتیجه به يې څه شوې وای؟ د دغه حدیث په شرح کي علامه بدر الدین عیني ( رحمت الله علیه ) فرمایلي دي:

وفيه فضيلة الحسن رضي الله تعالى عنه، دعاه ورعه إلى ترك الملك والدنيا رغبة فيما عند الله تعالى، ولم يكن ذلك لعلة ولا لذلة ولا لقلة، وقد بايعه على الموت أربعون ألفا، فصالحه رعاية لمصلحة دينه ومصلحة الأمة، وكفى به شرفا وفضلا.(عمدة القاري شرح صحيح البخاري جـ 13 صـ 284)

ژباړه: په دې حدیث کي د حسن رضي الله عنه فضیلت ثابتېږي چي د ده تقوا دی د دنیا او پاچاهي پرېښوولو ته وهڅوی په دې خاطر چي هغه اجر او ثواب ته يې شوق وو چي د الله سره دی. دغه سوله يې د کوم علت « طمع »، ذلت « کمزورتیا» یا  د نفرو د لږوالي په وجه ونکړه، بلکي په داسي حال کي يې دغه سوله وکړه چي څلوېښت زره کسانو داسي بیعت ورسره کړی وو چي تر مرګه به ډګر نه پرېږدي. خو ده دغه سوله د دین او امت د مصلحت په خاطر وکړه اوهمدا کار د شرف او فضیلت لپاره بس دی.

راځئ موږ او تاسو هم په صحابه کرامو پسې اقتدا وکړو او د رحمة للعالمین پېغمبر« علیه الصلاةُ والسلام»  دغه حکم عملي اود سولي غوښتنه يې پوره کړو.

امام شافعي ( رحمت الله علیه ) فرمایلي:

«فَحَقَّ عَلَى كُلِّ أَحَدٍ: دُعَاءُ الْمُؤْمِنِينَ-: إذَا افْتَرَقُوا، وَأَرَادُوا الْقِتَالَ-: أَنْ لَا يُقَاتِلُوا، حَتَّى يُدْعَوْا إلَى الصُّلْحِ(أحكام القرآن للشافعي – جمع البيهقي –جـ1صـ290)

ژباړه: چي کله مؤمنان پر ډلو ووېشل شي او غواړي جګړه سره وکړي، نو پر هر چا دا فرض دي چي د جګړې پرېښوولو ته يې دعوت کړي تر څو سولي او جوړي ته بلنه ومني.

قرآن کریم د سولي په رامنځ ته کولو کي په ډېرو ټینګو الفاظو امر کوي فرمایي:

فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ.(سورة الأنفال: 1)

ژباړه: نو د الله څخه ووېرېږئ، خپلمنځي خرابي اصلاح کړئ «روغه جوړه وکړئ» او د الله او پېغمبر خبره ومنئ که مؤمنان یاست.

عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ، قَالَ: قَالَرَسُولُاللَّهِصَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ: «أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِأَفْضَلَ مِنْ دَرَجَةِ الصِّيَامِ وَالصَّلَاةِ وَالصَّدَقَةِ»،قَالُوا: بَلَى،قَالَ:«صَلَاحُذَاتِالبَيْنِ،فَإِنَّفَسَادَذَاتِالبَيْنِ هِيَ الحَالِقَةُ»لَا أَقُولُ تَحْلِقُ الشَّعَرَ، وَلَكِنْ تَحْلِقُ الدِّينَ»(سنن الترمذي حدیث نمبر: 2509).

ژباړه: ابودرداء رضي الله عنه وايي: پېغمبر علیه الصلاة والسلام وفرمایل: آیا تر روژې، لمانځه او صدقې په غوره درجه مو خبر کړم؟ اصحابو کرامو وویل: هو. ده وفرمایل: خپلمنځي خرابي اصلاح کول «په خپلو کي روغه جوړوه را منځ ته کول» ؛ ځکه خپلمنځي خرابي رېبونکې ده، زه داسي نه وایم چي وېښتیان  رېبي « پرې کوي»، بلکي دین رېبي.

آه! څومره ارزښتناکه وینا ده؟ ريښتیا چي رحمة للعالمین محمد «علیه الصلاة والسلام» د انسانیت لارښود او د انساني ټولني مرضونهيې په ډېره ژورتیا درک او په ګوته کړي وو. ريښتیا چي خپلمنځي اختلافونه دین ټوټه – ټوټه کوي. نن موږ وینو چي همدې خپلمنځي جګړو اسلام او مسلمان ملت څومره کمزوری کړی دی؟ دین يې څومره بدنام کړی دی؟ نن غیر مسلمان موږ ته پېغورونه راکوي چي تاسو نورو انسانانو ته کومه ګټه اړولې ده او خپل مسلمانانو ته مو کومه ګټه اړولې ده؟ د اسلام دښمنان زموږ د همدې کمزورتیا څخه ګټه اخلي، د مسلمانانو عیبونه پر اسلام تاوانوي، وايي: اسلام له جګړې، تباهي، ورانولو او انسان وژلو پرته نوره کومه لاس ته راوړنه لري؟ د انسانیت لارښود محمد « علیه الصلاة والسلام» خو دغه خبرو ته متوجه وو چي د هغه مشهور منافق عبد الله بن اُبَيد وژلو اجازه يې هم عمر رضي الله عنه ته ورنکړه چي په ظاهره يې د اسلام کلمه ویله او پټ کفر يې په وحي ورته ثابت وو او د نه وژلو علت يې دا بیان کړ چي بیا به خلک د اسلام پر ضد لا نور ناوړه تبلیغات هم پیل کړي او وبه وايي چي محمد خپل ملګري هم وژني.«دَعْهُلاَيَتَحَدَّثُالنَّاسُأَنَّمُحَمَّدًا يَقْتُلُ أَصْحَابَهُ».(صحیح البخاري حدیث نمبر: 4907 وصحیح مسلم حدیث نمبر:2584).

راځئ پر اسلامي امت او سپېڅلي دین زړه وسوځو، د خپلو ناوړه کړنو داغ ورڅخه لري کړو. که نه نو ورځ په ورځ کمزوري کېږو؛ دا موږ نه وایو، قرآن کریم وايي:

وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ.(سورة الأنفال: 46)ژباړه: د الله او پېغمبره حکم ومنئ، په خپلو کي شخړي « کشمکشونه » مه سره کوئ، که نه نو بیا به ستاسو دبدبه او زور د منځه ولاړ شي.«یو بل ته» حوصله او زغم وکړئ؛ بې شکه چي خدای  تعالی د زغم لرونکو ملګری دی.

د سولي اهمیت او غوره والی د دې ځایه هم ښکاري چي د سوله غوښتونکي سره مرسته يې هم پر نورو خلکو لازمي کړې ده. زکات په اسلامي کي دریم رکن دی. یوه برخه يې قرآن کریم هغو قرضدارانو ته ټاکلې ده چي د خلکو تر منځ په سوله کي يې مال مصرف شوی وي. (سورة التوبة:  ۶۰ وګوره). امام بیهقي فرمایلي:

وَأَبَاحَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِمَنْ تَحَمَّلَ حَمَالَةً فِي إِصْلَاحِ ذَاتِ بَيْنٍ أَنْ يَأْخُذَ مِنَ الصَّدَقَاتِ مَا يَسْتَعِينُ بِهِ عَلَى قَضَاءِ دِيْنِهِ وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فَقِيرًا، وَذَلِكَ رَاجِعٌ إِلَى التَّرْغِيبِ فِي الْإِصْلَاحِ وَتَخْفِيفِ الْأَمْرِ عَلَى الْقَائِمِينَ بِهِ لِيَكُونَ تَخْفِيفُهُ عَلَيْهِمْ مَبْعَثًا لَهُ عَلَى الدُّخُولِ فِيهِ(شعب الإيمان جـ13 صـ 425)

ژباړه: هغه چا ته چي په روغه جوړه کي کوم مالي تاوان پر غاړه اخلي، پېغمبر علیه الصلاة والسلام دا اجازه ورکړې ده چي د زکات څخه هغه څه واخلي چي خپل پور په ادا کړي، که څه هم دی فقیر نه وي، دا کار د دې په خاطر دی چي جوړي کولو ته خلک تشویق شي، په سوله کي بوختو کسانو ته آسانتیا د دې لپاره ده چي دا آسانتیا دوی ته په دې کار کي د ګډون هڅه وګرځي.

قرآن کریم خو هغه مجلسونه هم د خیر او برکته تش او بې برخي بللي چي د سولي هلي ځلي په کې نه وي.

لَا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا.(سورة النساء: 114)

ژباړه:  د خلکو په ډېرو پټو جرګو کيهیڅ خیر نشته پرته له هغه چا چي د صدقې،  یا بل کوم ښه کار، یا د خلکو تر منځ د سولي، روغي جوړي سپارښتنه وکړي او  څوک چي د الله د رضا په خاطر دا کار وکړي، هغه ته به لوی اجر ورکړو.

دغه آیت هغه مجلسونه او ناستي بې خیره بللي دي چي د سولي او ښو کارو د سپارښتني څخه تش وي او ددې پرعکس که څوک دغه کارونه د خدای د رضا په وجه ترسره کړي، خدای لوی اجر ورکوي. په دغه آیت کي د انسانانو ترمنځ سوله د خیر ذریعه بلل شوې ده. مشهور مفسر ابن جریر طبري فرمایي: ولا حدَّ لمبلغ ما سمى اللهعظيمًا يعلمه سواه.(تفسير الطبري جامع البيان:جـ9 صـ 202)

ژباړه: کوم اجر چي الله لوی نومولی، د لوی والی هیڅ داسي کچه يې نشته چي له ده پرته بل چا ته معلومه شي.

  دغه آیت شریف مسلمان ته دا لارښوونه کوي چي د عامو انسانانو ترمنځ سوله ښه کار او د خیر ذریعه ده.

۳- سوله د مسلمان او غیر مسلمان تر منځ:

د مسلمان او غیر مسلمان تر منځ د سولي په اړه عام دلیل هم شته او خاص دلیل هم شته. عام دلیل خو دغه قرآني آيت دی چي دلته نژدې د ژباړي سره تېر شو.

په خصوصي ډول قرآن کریم د داسي سولي امر هم کړی دی چي په نړیواله کچه د مسلمان هيواد او غيرمسلمانو هيوادونو ترمنځ وي؛ په دې اړه الله تعالی فرمایلي:

وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ.(سورة الاَنفال: 61)

ژباړه: که دوی « جګړه مارو غیر مسلم دښمنانو » سوله وغوښتله، نو ته يې هم وغواړه او ځان پر الله وسپاره؛ بې شکه الله پوره اورېدونکی او بشپړ پوه دی.

په دغه آیت کي الله تعالی خپل پېغمبر « علیه الصلاةُ والسلام» امر کړی دی چي که کافران هم سوله وغواړي، دی دي سوله ورسره وکړي.

د دغه الهي امر د تطبیق په خاطر پېغمبر « علیه الصلاةُ والسلام» د مکې د مشرکانو سره هم سوله وکړه او د سولي د راتګ په خاطر يې دهغوی ډېر سخت شرائط هم ومنل؛ عَنْ أَنَسٍ، أَنَّ قُرَيْشًا صَالَحُوا النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيهِمْ سُهَيْلُ بْنُ عَمْرٍو، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِعَلِيٍّ:«اكْتُبْ،بِسْمِاللهِالرَّحْمَنِالرَّحِيمِ» ، قَالَ سُهَيْلٌ: أَمَّابِاسْمِاللهِ،فَمَانَدْرِيمَابِسْمِاللهِالرَّحْمَنِالرَّحِيمِ،وَلَكِنِاكْتُبْمَانَعْرِفُبِاسْمِكَاللهُمَّ،فَقَالَ: «اكْتُبْ مِنْ مُحَمَّدٍ رَسُولِ اللهِ»،قَالُوا: لَوْعَلِمْنَاأَنَّكَرَسُولُاللهِلَاتَّبَعْنَاكَ، وَلَكِنِ اكْتُبِ اسْمَكَ وَاسْمَ أَبِيكَ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اكْتُبْ مِنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَبْدِ اللهِ»،فَاشْتَرَطُواعَلَىالنَّبِيِّصَلَّىاللهُعَلَيْهِوَسَلَّمَأَنْمَنْجَاءَمِنْكُمْلَمْنَرُدَّهُعَلَيْكُمْ، وَمَنْ جَاءَكُمْ مِنَّا رَدَدْتُمُوهُ عَلَيْنَا، فَقَالُوا: يَارَسُولَاللهِ،أَنَكْتُبُهَذَا؟قَالَ: «نَعَمْ،إِنَّهُمَنْذَهَبَمِنَّاإِلَيْهِمْ فَأَبْعَدَهُ اللهُ، وَمَنْ جَاءَنَا مِنْهُمْ سَيَجْعَلُ اللهُ لَهُ فَرَجًا وَمَخْرَجًا».(صحیح مسلم حدیث نمبر: 1784).

ژباړه: انس رضي الله عنه روایت کي چي قریشو د پېغمبر « علیه الصلاة والسلام» سره سوله وکړه په داسي حال کي چي سُهَیل بن عمرو هم د دوی په استازو کي وو. پېغمبر « علیه الصلاة والسلام» وویل: « بسم الله الرحمن الرحیم » ولیکه.  سُهیل وویل: په « بسم الله » خو موږ نه پوهېږي چي «بسم الله الرحمن الرحیم» څه شی دی؟ هغه څه چي موږ يې پېژنو د «بِاسْمِكَاللهُمَّ»الفاظ دی، دا ولیکه. بیا پېغمبر « علیه الصلاة والسلام» وویل: ولیکه چي دا سوله د محمد رسول الله له خوا « د قریشو  سره تر سره شوه». مشرکانو وویل: که موږ ته د رسول الله په صفت منلای، ستا لاره به مو درسره منلې وای، « موږ دا نه منو » لیکن ستا خپل نوم او د پلار نوم دي ولیکه. پېغمبر « علیه الصلاة والسلام» وویل: ولیکه چي دا سوله د محمد بن عبد الله له خوا « د دوی سره ترسره شوه».

بیا  مشرکانو دا شرطونه ورباندي ولګول چي که ستاسو له خوا کوم څوک موږ ته راغلی، موږ يې بیرته نه درسپارو او که زموږ له خوا کوم څوک تاسو ته درغلی، بیرته به يې موږ ته را سپارئ.  اصحابو کرام وویل: اې د الله پېغمبره! آیا دا « سخت شرطونه » هم ولیکو؟ پېغمبر علیه الصلاة والسلام وویل: هو. که زموږ له خوا کوم څوک دوی ته ورغلی، الله دې زموږ څخه نور هم لري کړي او که د دوی له خوا کوم څوک موږ ته راغلی، الله تعالی به هغه ته کومه لاره چاره هرومرو پیدا کوي.

که لږ وګورو دلته د مشرکانو له خوا پر پېغمبر علیه الصلاة والسلام ډېر سخت شرطونه ايښوول شوي دي. د هغه جملې دا شرط هم وو چي «بسم الله» بهنه لیکې. د مشرکانو د فرهنګ سره سم توري به لیکې. که زموږ کوم څوک ستا خوا ته درغلی مسلمان شو، ته به يې بیرته د مکې مشرکانو ته سپارې. که ستاسو له خوا کوم چا د اسلام دین پرېښودی « مرتد شو» «سزا خو به بېخي نه ورکوې، بلکي مخنیوی به يې هم نه کوې».

خو د دغه ټولو شرائطو منلو سره دغه سوله خدای  تعالی د سورة الفتح په اول آیت کي «فتحا مبینا» یعني څرګنده بریا بللې ده. علامه آلوسي فرمایلي:

قال الزهري: لم يكن فتح أعظم من صلح الحديبية اختلط المشركون بالمسلمين وسمعوا كلامهم وتمكن الإسلام من قلوبهم وأسلم في ثلاث سنين خلق كثير وكثر بهم سواد الإسلام.

(تفسير الألوسي = روح المعاني جـ 13 صـ239)

ژباړه: زهري ویلي: د حُدَیبِې تر سولي لویه فتح او بریا نه وه؛ مشرکانو د مسلمانانو سره تګ را تګ پیل کړ، د هغوی خبري يې واورېدلې، اسلام يې په زړونو کي ځای ونیوی او په درې کاله کي ډېر خلک مسلمانان شول، د مسلمانانو شمېر يې ډېر او د اسلام جماعت يې لوی کړ.

د مسلمان او غیر مسلمان هیود تر منځ سوله زموږ د بحث موضوع نه ده. تفصیل يې پهشرح السير الكبير للسرخسيجـ۱ صـ1692 کي شته صرف د دې لپاره يې موږ لنډه یادونه وکړه چي اسلام د هر چا سره د سولي دروازه پرانیستې ده او انسان ته سولییز ژوند غواړي؛ په اسلام کي جګړه هدف نه دی، بلکي جګړه د اضطراري ، تحمیلي اوغیر اختیاري  پېښو د جملې څخه ده؛ خدای تعالی  فرمایلي دي:

وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ فَمَنْ آمَنَ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ.

(سورة الاَنعام: 48)

ژباړه: پېغمبران مي فقط زېری ورکوونکي او د بدکړنو د عواقبو خبروونکي لېږلي دي. نو که چا ایمان راوړ او ځان يې اصلاح کړ، پر هغوی به نه وېره وي او نه به غمجن کېږي.

دا آیت صراحت لري چي د پېغمبرانو اصلي دنده دې ته ځانګړې شوې ده چي خلک ښو اعمالو ته تشویق او د بدو اعمالو د ناوړه عواقبو څخه يې خبر کړي. جګړه يې هدف نه ده، خو دښمنانو کله دوی دې ته مجبور کړي وي چي لږ شمېر يې په جګړې هم لاس پوري کړی وي؛ لکه موسی، داود، سلیمان او محمد علیهم الصلاة والسلام. د دوی نه علاوه د نورو پېغمبرانو ژوند ته چي ګورې ټول په دعوت کي تېر شوی دی. اسلام د انسان وژل نه غواړي، بلکي ژوند ته يې په ډېر اهمیت قائل دی؛ خدای پاک فرمایلي دي:

وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا.

(النساء : 93)

ژباړه: څوک چي مسلمان په قصده ووژني، سزا یې دوږخ دی چي په هغه کي به تلپاته وي او د الله غضب او لعنت ورباندي دی او لوی عذاب یې ورته چمتو کړی دی.

دغه آیت د مسلمان د ناحقه وژلو درنه سزا بیان کړې ده. نور آیتونه شته چي د غیر مسلمان ناحقه قتل لپاره يې هم درنه سزا ټاکلې ده. خدای پاک فرمایلي دي:

مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا. (سورة المائدة: 32)

ترجمه:که څوک د وژني د بدل پرته یا په مځکه کي د فساد پرته ( ناحقه ) څوک ووژني، ګویا چي ټول انسانان يې ووژل او څوک چي د انسان ژوند وژغوري، ګویا چي د ټولو انسانانو ژوند يې وژغوری.

دغه آیت شریف دا ښيي چيناحقه د انسان وژل څومره لوی جرم دی او د دې پرعکس د خلکو د ژوند ساتنه څومره لوی ثواب لري؟ کوم فساد چي مرتکب يې د وژني مستحق بلل شوی دی، هغه هم خپله قرآن کریم په همدې آیت پسې بیان کړی چي هغه د مشروع نظام پر ضد وسلوال پاڅون دی. (سورة المائدة: ۳۳ وګوره).  پېغمبر « علیه الصلاة والسلام » فرمایلي دي:                         «لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ».(النسائي جـ 7 صـ 82 حدیث نمبر: 3987 والترمذي جـ 4 صـ 16 ح: 1395).

ژباړه: د نړۍ ورانېدل د خدای په نزد د مسلمان تر وژني کم ارزښته ښکاري.

قرآن د انسان د ژوند خوندیتوب او اقتصاد سترنعمتونه معرفي کوي، فرمایي:

فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ.(سورة قریش: 3-4)

ترجمه: نو انسانان دي د دې کور د هغه څښتن عبادت کوي چي د لوږي په وړاندي یې خواړه ورکړي او د وېري په وړاندي یې امنیت ورکړی دی.

د دغو سترو نعمتونو قدر  پېغمبرانو « علیهم الصلاة والسلام» ډېر ښه در کړی وو؛ په دا وجه ابراهیم « علیه السلام»   د خپل وطن لپاره امن او د اوسېدونکو لپاره يې روزي او پیاوړی اقتصاد غوښتی دی. (سورة ابراهيم: 35 – 37)

د انسان د امن په اړه دقرآني لارښوونو تر څنګ نبوي حدیث هم شته چي د مؤمنانو پر ضد جګړه يې ډېره خطرناکه بللې ده. د حجة الوداع په تاریخي خطبه کي د بشریت ستر لارښود حضرت پېغمبر « علیه الصلاة والسلام» فرمایلي دي:

«لاَ تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا، يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ».

(صحیح البخاري حدیث نمبر: ۱۲۱ وصحیح مسلم ح: ۱۱۸).

ژباړه: زما وروسته د کافرانو په څېر مه کېږئ چي د یو بل غاړي پرې کوئ.

دارنګه يې په بل حدیث شریف کي فرمایلي دي:

«سِبَابُ المُسْلِمِ فُسُوقٌ، وَقِتَالُهُ كُفْرٌ».( صحیح البخاري: ۴۸ ومسلم: ۱۱۶).

ژباړه: مسلمان ته ښکنځل بې امري ده او جګړه يې پر ضد کول کفري عمل دی .

د صحیح البخاري شارح علامه بدر الدین عیني حنفي فرمایلي:

أطلق عليه الكفر لشبهه به، لأن قتال المسلم من شأن الكافر(عمدة القاري جـ1 صـ 279)

ژباړه: د مسلمان ضد جګړې ته د کفر نوم په دې خاطر ورکول شوی دی چي د مسلمان پر ضد جګړه د کافر د شان سره وړ عمل دی، نه د مسلمان د شان سره.

بل حدیث شریف وايي:

«مَنْ حَمَلَ عَلَيْنَا السِّلاَحَ فَلَيْسَ مِنَّا»(صحیح البخاري حدیث نمبر: 6874 ومسلم: ۱۶۱).

ژباړه: څوک چي پر موږ وسله را واخلي، هغه زموږ څخه نه دی.

د انساني ژوند خوندیتوب او ساتني په خاطر پېغمبر «علیه الصلاة والسلام» فرمایلي:

«لاَ يُشِيرُ أَحَدُكُمْ عَلَى أَخِيهِ بِالسِّلاَحِ، فَإِنَّهُ لاَ يَدْرِي، لَعَلَّ الشَّيْطَانَ يَنْزِعُ فِي يَدِهِ، فَيَقَعُ فِي حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ».(صحیح البخاري حدیث نمبر: ۷۰۷۲).

ژباړه: ستاسو کوم څوک دي د خپل ورور خوا ته په وسله اشاره نه کوي؛ ځکه دی به نه وي خبر ، شیطان به د ده لاس د فساد لوري ته کش کړي، په نتیجه کي به يې د اور کندي ته ولوېږي.

په دې اړه د احادیثو په کتابونو کي په ځانګړي ډول د « الفتن والملاحم » په بحث کي بېخي ډېر احادیث شته چي د ټول راوړل دلته لازم نه دي.

دغه ټول نصوص « آیتونه او احادیث » ښيي چي جګړه په اسلام کي د جراحي عملیاتو حیثیت لري، تر څو چي د علاج او درملني نوري لاري وي، په  جګړې لاس نه پوري کوي. تر کومه حده چي ممکنه وي د انسان د ځورني مخنیوی کوي.د بشریت ستر لارښود حضرت پېغمبر علیه الصلاة والسلام فرمایلي دي:

«الْإِيمَانُبِضْعٌوَسَبْعُونَ – أَوْبِضْعٌوَسِتُّونَ – شُعْبَةً،فَأَفْضَلُهَاقَوْلُلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الْأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ».(صحيح مسلم حدیث نمبر: ۳۵).

ژباړه: ایمان څه د پاسه شپېته یا اویا څانګي دی، تر ټولو غوره څانګه یې د توحید کلمه ده او ټيټه څانګه یې ځوروونکی شی د لاري څخه لري کول دي.

دا حدیث شریف د انسانانو خدمت هم د الهي رضا د لاس ته راوړلو ذریعه، بلکي د ایمان برخه ګڼي. نو دا هم ورڅخه معلومېږي چي لاري ورانول بیا څومره لوی جرم دی؟ مایونه ورته ښخول او د انسانانو پښې پرېکول اوژوند يې ختمول به ایمان ته څومره زیان رسوي؟ فکر وکړئ چي هر ورځ په افغانستان کي څومره کورونه ورانېږي؟ څومره افغانان وژل کېږي؟ څومره افغاني مېرمني کونډېږي؟ څومره مندي بې زامنو کېږي؟ څومره ماشومان یتیمان کېږي چي هیڅ داسي څوک نه لري چي د شفقت لاس يې پر سر تېر کړي؟ دا په قرآن ثابته خبره ده چي د هر انسان څخه د ذرې – ذرې عمل پوښتنه کېږي. اعمال يې تلل کېږي. اوس زه دا پوښتنه ستاسو څخه کوم چي  تاسو څه فکر کوئ چي ددغو ټولو افغانانو وژل ستاسو د نېکۍ په تله حسابېږي؟ تاسو به لوی خدای ته څه جواب وایاست؟ هغه ورځ در په یاد کړئ چي د خدای پاک په حضور کي درېږئ او د دې سرتورو کړېدلو افغانانو پوښتنه در څخه شروع شي، ستاسو جواب به څه وي؟ آیا د یوه افغان د ناحقه وژل کېدو د پوښتني جواب خدای ته لرئ؟ د انسانیت لارښود علیه الصلاة والسلام خو فرمایلي:

«لاَ تُقْتَلُ نَفْسٌ ظُلْمًا، إِلَّا كَانَ عَلَى ابْنِ آدَمَ الأَوَّلِ كِفْلٌ مِنْ دَمِهَا، لِأَنَّهُ أَوَّلُ مَنْ سَنَّ القَتْلَ».

(صحیح البخاري حدیث نمبر: 3335).

ژباړه: هر انسان چي ناحقه وژل کېږي د آدم پر اول قاتل بچي د هغه د ګناه یوه برخه وي؛ ځکه دی لومړی شخص دی چي د انسان وژني بنسټ يې کښېښود.

چي د افغانانو په ګناه کي د آدم علیه السلام زوی « قابیل » شریک وي، نو تاسو د ځان په اړه څه فکر کوئ؟ د قتل جواب ورکول آسانه خبره نه ده؟ پېغمبر علیه الصلاة والسلام فرمایلي:

«أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ»(مسلم حدیث: 1678 والبخاري ح: 6533).

ژباړه: لومړی څه چي د خلکو ترمنځ يې د قیامت په ورځ پرېکړه کېږي، د وینو قصاص دی.

 آیا د دغي حتمي پوښتني لپاره کوم جواب شته چي ولي دي دومره افغانان ووژل شول؟ آیا هلته به خدای پاک دا ګماني توجیه درڅخه ومني چي ما ته راپور راغلی وو چي افغانان کافران شوي؟

  آیا دادروغي راپورونو تاسو ته کوم حجت جوړېدلای شي چي د خدای د عذابه مو وژغوري؟ وَاتَّقُوا يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ.(سورة البقرة: 281)

ژباړه: د هغي ورځي ووېرېږئ چي د خدای پاک حضورته ورګرځئ، بیا هر چا ته هغه څه پوره ورکول کېږي چي تر سره کړي يې دي او د دوی سره هیڅ ظلم نه کېږي.

کوم تکفیريان چي پر افغانانو د کفر فتواوي لګوي، هغوی به خدای پاک ته څه جواب وايي؟ خدای پاک فرمایي:

وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا.(سورة النساء: 94)

ژباړه: څوک چي سلام درته وکړي، تاسو دا مه ورته وایاست چي ته مؤمن نه يې.

عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ قَالَ: بَعَثَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَرِيَّةٍ، فَصَبَّحْنَا الْحُرَقَاتِ مِنْ جُهَيْنَةَ، فَأَدْرَكْتُ رَجُلًا فَقَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، فَطَعَنْتُهُ فَوَقَعَ فِي نَفْسِي مِنْ ذَلِكَ، فَذَكَرْتُهُ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَقَالَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَقَتَلْتَهُ؟»قَالَ: قُلْتُ: يَارَسُولَ اللهِ، إِنَّمَا قَالَهَا خَوْفًا مِنَ السِّلَاحِ، قَالَ: «أَفَلَا شَقَقْتَ عَنْ قَلْبِهِ حَتَّى تَعْلَمَ أَقَالَهَا أَمْ لَا؟» فَمَا زَالَ يُكَرِّرُهَا عَلَيَّ حَتَّى تَمَنَّيْتُ أَنِّي أَسْلَمْتُ يَوْمَئِذٍ(صحیح مسلم حدیث نمبر: ۱۵۸).

ژباړه: اسامه ابن زید رضي الله عنهما روایت کوي، وايي: پېغمبر علیه الصلاة والسلام په یوه عملیاتي لښکر کي ولېږلو، نو سهار مو د جُهَینه قبیلې پر  یوې برخي برید وکړ. یو سړی مي ګير کړ، نو هغه «لا اله الا الله » کلمه وویله. خو ما په نیزه ووهی. بیا مي په زړه کي د دې خبري څخه تشویش پیدا شو، نو پېغمبر علیه الصلاة والسلام ته مي یاده کړه. هغه را ته وویل: آیا « لا اله الا الله » يې وویله او تا ووژئ؟ ما ورته وویل: اې د خدای پېغمبره! دا کلمه يې د وسلې د وېري وویله. ده را ته وویل: نو آیا د ده زړه دي چاک نه کړ تر څو پوه شې چي دا يې په ريښتیا ویلې ده او که نه؟ دا خبره يې تل را ته تکراروله آن تر دې چي دا ارمان مي وکړ چي کاش په دغه ورځ زه  تازه مسلمان شوی وای.

پېغمبر علیه الصلاة والسلام فرمایلي:

«أَيُّمَا امْرِئٍ قَالَ لِأَخِيهِ: يَا كَافِرُ، فَقَدْ بَاءَ بِهَا أَحَدُهُمَا، إِنْ كَانَ كَمَا قَالَ، وَإِلَّا رَجَعَتْ عَلَيْهِ».

(صحیح مسلم حدیث نمبر: ۶۰ وصحیح البخاري حدیث: 6104)

ژباړه: هرڅوک چي خپل ورور کافر وبولي، په دوی دواړو کي یو په دغه خبره اخته کېږي. که هغه همداسي وو لکه دی چي ویلي (خو ښه ته ښه ) که نه نو همدا خبره پر دغه ویونکي بیرته راګرځي.

دا چي مسلمان څوک دی؟  پېغمبر عليه الصلاة والسلام يې داسي تعریفوي:

«مَنْ صَلَّى صَلاَتَنَا وَاسْتَقْبَلَ قِبْلَتَنَا، وَأَكَلَ ذَبِيحَتَنَا فَذَلِكَ المُسْلِمُ الَّذِي لَهُ ذِمَّةُ اللَّهِ وَذِمَّةُ رَسُولِهِ، فَلاَ تُخْفِرُوا اللَّهَ فِي ذِمَّتِهِ»(صحیح البخاري حدیث نمبر: 391).

ژباړه: څوک چي زموږ په شان لمونځ وکړي، زموږ قبلې ته مخ کړي او زموږ د لاس ذبح شوي حیوان غوښه وخوري، دا هغه مسلمان دی چي د خدای او پېغمبر له خوا د امان ذمه او د خونديتوب وعده ورکړه شوې ده. نو تاسو خدای خپل د امان په وعده کي مه وعده ماتی کوئ.

موږ د افغانستان خلک « د یو سلنه هندوانو او سیکانو په استثنا» ټول مسلمانان یو. د محمد «علیه الصلاة والسلام» امتیان یو، کلمه وایو، د اسلام قبلې ته لمونځ کوو او اسلامي ذبیحه خورو. زموږ په اساسي قانون کي په صراحت لیکلي دي:

دویمه ماده: د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دین د اسلام سپېڅلی دین دی…

درېیمه ماده: په افغانستان کي هیڅ قانون نه شي کولای چي د اسلام د سپېڅلي دین د معتقداتو او احکامو مخالف وي.

 بناء د افغان ولس د وژني لپاره هغه پلمې بې بنسټه دي چي خلک يې کوي او د یو شمېر بهرنیانو شتون يې زموږ د ولس ویني تویولو ته مجوز ګڼلی دی. د یو ملت لپاره نظام ډېر مهم دی، د نظام پر ضد وسلوال پاڅون صرف هغه وخت اسلام اجازه کوي چي څرګند ښکاره کفري نظام وي؛ عباده بن صامت رضي الله عنه فرمایي: دَعَانَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَبَايَعْنَاهُ، فَكَانَ فِيمَا أَخَذَ عَلَيْنَا: «أَنْ بَايَعَنَا عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي مَنْشَطِنَا وَمَكْرَهِنَا، وَعُسْرِنَا وَيُسْرِنَا، وَأَثَرَةٍ عَلَيْنَا، وَأَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ»،قَالَ: «إِلَّاأَنْتَرَوْا كُفْرًا بَوَاحًا عِنْدَكُمْ مِنَ اللهِ فِيهِ بُرْهَانٌ».

(صحیح مسلم حدیث نمبر: ۱۷۰۹ وصحیح البخاري: ۷۰۵۵)

ژباړه: عُباده رضي الله عنه فرمايي: پېغمبر « علیه الصلاة والسلام» موږ وغوښتلو، موږ بیعت ورسره وکړ. د هغه ټکو د جملې څخه چي موږ پر هغه بیعت ورسره وکړ دا وو چي خبره به اورو او منو به يې،  زموږ په خوښۍ او ناخوښۍ او سختۍ او آسانۍ کي او حتی په داسي حالت کي هم چي پر موږ نور خلک غوره وګڼل شي او پر دې خبره مو بیعت ورسره وکړ چي د حکومت د چارواکو سره به په حکومت کي جګړه نه کوو. ويې ویل: مګر هغه وخت چي داسي څرګند ښکاره کفر ووینئ چي ستاسو سره د هغه په هکله د خدای تعالی د خوا قطعي دلیل وي.

نو اوس د افغانستان خلکو یا حکومت کوم کفر بواح کړی دی چي پر ضد يې وسله را اخیستل مشروعیت پیدا کړي؟ حنفي فقه خو وايي:

إنَّ مِنْ شَرَائِطِ السُّنَّةِ وَالْجَمَاعَةِ أَنْ لَا يُكَفِّرَ أَحَدًا مِنْ أَهْلِ الْقِبْلَةِ.

(البحر الرائق شرح كنز الدقائق جـ 8 صـ 207 والدر المختار جـ3 صـ 45)

ژباړه: د اهل سنت وجماعت د شرائطو څخه دا دي چي هیڅ یو اهل قبله به کافر نه ګڼي.

وَفِي الْمُنْتَقى عَن أبي حنيفَة رَحمَه الله تَعَالَى أَنه لم يكفر أحدا من أهل الْقبْلَة وَعَلِيهِ أَكثر الْفُقَهَاء… وَاخْتِيَار الإِمَام الرَّازِيّ أَنه لَا يكفر أحد من أهل الْقبْلَة.(شرح المقاصد في علم الكلام جـ2 صـ269)

ژباړه: د امام ابوحنیفه « رحمت الله علیه » څخه دا نقل دی چي ده هیڅ یو اهل قبله کافر نه دی بللی او اکثر فقهاء پر همدې نظر دي.  د امام فخر الدین رازي په اند هم دا غوره ده چي هیڅ یو اهل قبله ته کافر نه ویل کېږي.

ابن عابدين شامي « رحمت الله علیه»  خو هغه حکومت هم کفري نه بولي چي د کافرانو له خو په اشغال شوي وطن کي وي، صرف قاضيان يې مسلمانان وي، په دې اړه ده فرمايلي دي:

الإسلام ليس بشرط فيه، أي: في السلطان الذي يقلد، وبلاد الإسلام التي في أيدي الكفرة لا شك أنها بلاد الإسلام، لا بلاد الحرب لأنهملم يظهروا فيها حكم الكفر، والقضاة مسلمون، والملوك الذين يطيعونهم عن ضرورة مسلمون، ولو كانت عن غير ضرورة منهم ففساق.(ردالمحتارعلى الدرالمختار « کتاب القضاء» : ج۴ص۳۲۱)

ترجمه: د هغه پاچا په هکله اسلام شرط نه دی چي حکومتي دنده پهذمه ورکوي. د اسلام هغه هیوادونه چي د کافرانو په لاس کي دي، هغه د مسلمانانو هیوادونه دي، دار الحرب « کفري ملکونه » نه دي؛ ځکه دوی هلته د کفر قانون  نه دی څرګند کړی، قاضیان مسلمانان دي او هغه پاچاهان مسلمانان دي چي د ضرورت په وجه د کافرانو اطاعت کوي « حکم يې مني » او که د ضرورت پرته د هغوی اطاعت وکړي نو بیا فاسقان «ګنهکاران» دي، «کافران بیا هم نه دي».

دا دي د حنفي فقه عالمانو خو هغه خلک هم مسلمان ګڼي چي هیواد يې یو مخ د کافرانو په لاس کي وي او حاکمان يې د کافرانو اطاعت او فرمانبرداري هم کوي.

امام ذهبي همد ابو الحسن اشعري  « رحمت الله علیه»په سوانحو کي فرمایلي دي: رَأَيْتُ لِلأَشعرِيّ كلمَة أَعجبتَنِي وَهِيَ ثَابِتَة رَوَاهَا البَيْهَقِيّ، سَمِعْتُ أَبَا حَازِم العَبْدَوِيَّ، سَمِعْتُ زَاهِر بن أَحْمَدَ السَّرَخْسِيّ يَقُوْلُ: لَمَّا قَرُبَ حُضُوْرُ أَجل أَبِي الحَسَنِ الأَشْعَرِيِّ فِي دَارِي بِبَغْدَادَ، دعَانِي فَأَتَيْتُه، فَقَالَ: اشهدْ عليَّ أَنِّي لاَ أَكفِّر أَحَداً مِنْ أَهْلِ القِبْلَة، لأَنَّ الكلَّ يُشيَرَوْنَ إِلَى معبودٍ وَاحِد، وَإِنَّمَا هَذَا كُلُّه اخْتِلاَف العِبَارَات.قُلْتُ: وَبنحو هَذَا أَدين، وَكَذَا كَانَ شَيْخُنَا ابْنُ تيمِيَّة فِي أَوَاخِرِ أَيَّامه يَقُوْلُ: أَنَا لاَ أَكفر أَحَداً مِنَ الأُمَّة، وَيَقُوْلُ:قَالَ النَّبِيُّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: (لاَ يُحَافِظُ عَلى الْوضُوء إِلاَّ مُؤْمِنٌ).فَمَنْ لاَزَمَ الصَّلَوَاتِ بوضوءٍ فَهُوَ مُسْلِم. (سير أعلام النبلاء جـ11 صـ 393).

دلته ابو الحسن اشعري، شیخ ابن تیمیه او خپله امام ذهبي (رحمت الله علیهم) درې سره وايي چي موږ د امت هیچا ته کافر نه وایو؛ ځکه پېغمبر علیه الصلاة والسلام فرمایلي: د مؤمن پرته بل څوک د اوداسه خیال نه ساتي. نو څوک چي لمونځونه په اوداسه ادا کوي، هغه مسلمان دی.

وسلوال جهاد خپل خاص حالات او ځنګړي اهداف لري چي لنډیز يې داسي دی: د ظلم او فساد مخنیوی. د ملي ارزښتونو ساتنه. اسلامي قانون حاکمول.داولاد، ناموس او وطن او عام ولس څخه دفاع. د ګډوډۍ او بې نظمۍ مخنیوی.د دې ټولو خبرو تفصیل خو دلته نه شي کېدلای، د تفصیل ځایونه يې دا دي: سورة البقرة:246 و251و 256 وسورة النساء: 75 وسورة التوبة: 12.صرف یو آیت يې دلته راوړم هغه دا چي خدای پاک فرمایلي دي:

 أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا.(سورة الحج: 39 – 40)

ژباړه: هغه خلک چي جګړه يې پر ضد کېږي په دې وجه د جګړې اجازه ورته شوې چي ظلم ورسره شوی او بې شکه الله د دوی پر مرسته پورهقادردی. دوی هغه کسان دي چي د خپلو کورونو څخه ناحقه ایستل شوي په داسي حال کي چي هيڅ جرم يې نه درلودی پرته د دې چي ويلي يې دي : زموږ  اختيارمن اومتصرف الله دی او که خدای تعالی خلک یو په بل نه دفع کولای، هرومرو به د راهبانو ګيرجې، د نصرانيت او يهوديت عبادتخانې او هغه مسجدونه رنګ شوي وای چي د خدای تعالی نوم په هغو کي ډېريادېږي.

دلته د جهاد د مقاصدو څخه څلور خبري يادي شوي: د تحمیلي جګړې جواب، د ظلم مخنيوی، د وطن دفاع او د دیني مراکزو ساتنه چي د هغه جملې څخه دغیر مسلمانودیني مرکزونه هم دي. اوسني توندلاري خلک خو دمسلمانانو عبادتخانې هم  د خپلو ترهګریزو حملو هدف جوړوي، نو دا څه ډول جهاد دی؟د دوی کړني د وطن د دفاع پر ځای د دې لامل  شوي دي چي وطن د پردیو لاس ته ولوېږي.

په قرآن کریم د جهاد یاد شوي اهداف چي په کومه جګړه کي نه وي، هغه جهاد نه بلل کېږي. بلکي په هغه صورت کي فقهاء او د اصول فقه عالمان دا ډول جګړه سربېره پر نه مشروعیت، د وطن ورانی او فساد هم ګڼي؛ اصول الفقه وايي:

أَمَّا الْجِهَادُ فَلِأَنَّهُ لَيْسَ بِحَسَنٍ فِي وَضْعِهِ؛ لِأَنَّهُ تَعْذِيبُ عِبَادِ اللَّهِ تَعَالَى وَتَخْرِيبُ بِلَادِهِ وَلَيْسَ فِي ذَلِكَ حُسْنٌ.(كشف الأسرار شرح أصول البزدوي للشیخ علاء الدین البخاري الحنفي جـ1 صـ190).

ژباړه: جهادذاتي ښه والی نه لري؛ ځکه دا د خدای تعالی بندګان ځورول او وطنونه ورانول دي او دا خپله کوم ښه والی نه لري.

مشهور فقهي کتاب هدایه  د « کتاب السير » په اوله کي د جهاد په هکله وايي:

لأنه ما فرض لعينه إذ هو إفساد في نفسه وإنما فرض لإعزاز دين الله ودفع الشر عن العباد.

 (الهداية لبرهان الدین المرغیناني الحنفي، جـ2 صـ 378).

ترجمه: جهاد د خپل ذاتي ښېګڼي په وجه نه دی فرض شوی؛ ځکه چي په خپل ذات کي خو فساد دی، بلکي د دین د پياوړتیا او د بندګانو څخه د شر دفع کولو په خاطر فرض شوی دی.

د فقه او اصول فقه د عالمانو په یاد شوو ویناوو کي په څرګنده ويل شوي دي چي هره جګړه مشروعیت نه لري. بلکي په جګړه کي اصل فساد دی. مشروعیت په هغه اهدافو او مقاصدو پوري مشروط دی چي په قرآن کریم کي واضح شوي دي.

اسلامي فقهاء د شرعي اهدافو او مجوز پرته د هیڅ انسان ځورول نه خوښوي؛ ځکه د اسلام پېغمبر د ټول عالم لپاره خدای تعالی رحمت بللی دی. هغه فرمایلي: «مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَاليَوْمِ الآخِرِ فَلاَ يُؤْذِ جَارَهُ».(صحیح البخاري حدیث نمبر: 6018).

ژباړه: څوک چي په خدای او آخرت ایمان لري، هغه دي خپل ګاونډی نه ځوروي.

اسلام د جګړې دین نه دی، بلکي د سولي دین حتی چي په لفظ کي هم د سولي سره ريښه لري؛ ځکه اسلام د « سَلْم » سره په ريښه کي ګډون لري « سَلْم»د سولي معنی لري؛ د دغه درېيم نمبر بحث په اول کي د سورة الانفال: ۶۱ نمبر په حواله دا خبره تېره شوه او پېغمبر « علیه الصلاة والسلام» هم د اسلام دغه معنی ته اشاره کړې فرمایلي يې دي:

«المُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ المُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ»(صحیح البخاري حدیث نمبر: ۱۰).

ژباړه: مسلمان هغه څوک دی چي نور مسلمانان يې د لاس او ژبي څخه سالم وي.

په دې حدیث شریف کي خو د مسلمان صفت دا ښوول شوی دی چي مسلمانان يې د ژبي او لاس د ضرور څخه هم خوندي او محفوظ وي.

وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا.(الاحزاب: 58)

ژباړه: هغه خلک چي نارینه مؤمنان او ښځينه مؤمناني په ناحقه ځوروي، هغوی بې شکه بهتان او ښکاره ګناه پر ذمه واخیستله.

په هدایه شریفه کي د حجر اسود د استلام په بحث کي وايي که دا کار د مسلمان د ځورېدو سبب جوړې دی نه دې کوي، د دې خبري عقلي دلیل داسي بیانوي وايي:

ولأن الاستلام سنة والتحرز عن أذى المسلم واجب.(الهداية  جـ1 صـ137)

ژباړه: د ځورولو د خطر په وخت کي دي حجر اسود نه مسح کوي؛ ځکه حجر اسود مسح کول سنت دی او د مسلمان د ځوروني څخه ځان ساتل واجب دي.

دلته دا ښيي چي د مسلمان د ځورولو د خطر په وخت کي حجر اسود نه مسح کوي. نو چي د مسلمان د خوندیتوب لپاره د حجر اسود مسح پرېښوول رواوي، نور کارونه خو په طریق اولی ورته روا دي.

که هر مخالف لوری کوم خیر دې مظلوم افغان ولس ته غواړي، هغه د سولي د لاري د اسلامي قانون په چوکاټ کي ور رسولای شي، نه د جګړې د لاري. که د قانون په اړه کومه ملاحظه لري، هغه په خبرو حل کېدلای شي. د افغانستان قوانین د اسلامي شریعت په رڼا کي جوړ شوي دي. د شریعت په عملي کولو کي هم قانون ته اړتیا شته؛ ځکه هغه احکام چي د زمان او مکان په وجه بدلېږي، اسلام هغه شوری او د وخت قانونپوهانو ته پرې ايښي دي؛ حتی لمونځ  او اذان چي په اسلامي متونو کي په ډېر تفصیل یاد شويهم دي، د تطبیق لپاره يې عملا یوه قانون ته اړتیا شته چي اذان به د چا دنده وي؟ پر څو بجو؟ پنځه وخته امامت به د چا دنده وي؟ پر څو بجو؟ خطابت به د چا دنده وي؟ دا رنګه د تعلیم او تعلم « ښووني او زدکړي» حکم په اسلامي متون کي په صراحت شوی دی. ولي د تطبیق لپاره يې یوې ادارې، صدر المدرس، نظام  او مهال وېش « تقسیم اوقات » ته اړتیا شته؛ تر څو وښييچي – مثلا- اول ساعت د اوو بجو څخه پیلېږي پر لس کمي اتو ختمېږي، په دې ساعت کي صحیح البخاري د شیخ الحدیث حضرت مولانا صاحب …. سره ده. میبذي او جامي د فلاني مولانا سره ده. اصول شاشي د فلاني مولانان سره ده.

چي کله دا مهال وېش یا تقسیم اوقات ځوړند شي، ټول يې رعایتوي او ځانونه په مکلف ګڼي، په داسي حال کي چي دغه خبري په دغه ترتیب سره یوه هم په دیني متونو کی نه ده یاده شوې. صرف دغه د ادارې قانون ورته یاده کړې ده. عصري قوانین هم د یو دغسي ضرورت پر بنسټ را منځ ته شوي دي؛ د بېلګي په توګهاسلامي شریعت ویلي چي څوک ناحقه مه وژنئ، مه يې ځوروئ، مال يې مه تلفوئ. د همدې حکم د تطبیق لپاره نن ترافیکي قوانینو ته اړتیا پیدا شوې ده؛ تر څو د خلکو د ځان او مال د ساتني حکم رعایت شي او که څوک سرغړونه وکړي، د خپلي ملامتۍ په کچه سزا وویني. نو که افغانان په خپلو کي لاس سره ورکړي قوانین د دین په خدمت کي کارولای شي، وطن او دین دواړو ته خدمت کولای شي؛ مخکي دا خبره بیان شوه چي زموږ په اساسي قانون کي خو په ډېر صراحت لیکلي دي چي د افغانستان د دین اسلام دی او د اسلام مخالفت په هغه کي هیڅ ډول ځای نه لري.

داچي تر اوسه دغه قانون بشپړ نه دی تطبیق شوی، یو لوی علت يې همدا جګړې دي، که څوک غواړي چي اسلامي قانون تطبیق شي، د جګړو مخ دي ونیسي، تر څو د قانون د پلي کېدلو دور پیل شي.

کوم دلایل یا مجبوریتونه چي د ګاونډیو یا نورو هیوادونو سره اړېکي مخالفو وسلوالو ته روا کوي او حتی د هغوی د بې حده ناوړه شرطونو منلو ته يې هم اړباسي، هغه يېد خپل هیواد سره اړېکي او بیا روغونه په طریق اولی ورته روا کوي.

آیا کوم  داسي آیت، حدیث یا د مجتهد فقیه فتوا شته چي افغانستان ته بېل حکم ورکړي او نورو هیوادونو ته بېل حکم ورکړي؟ آیا داسي دلیل شته چي د افغانستان په پوله دننه کي یو شی ناروا حتی کفر وګڼي او د پولي بهر بیا روا او ديني ټکهداران ورباندي چوپ وي؟ کوم دلیل دا ثابتوي چي د افغانانو اولادونو « زامنو او لوڼو » ته مکتب هم دومره ناروا دی چي که ماشوم انجلۍ ابتدائي مکتب ته ولاړه شي تیزاب ورباندي شیندل کېږي او د افغانستانه بهر نژدې ګاونډیانو لوڼو او زامنو ته پوهنتون « یونیورسټي » لوستل د اسلام خدمت دی، آن تر دې چي یو شمېر دیني ټهکدارانو لوڼي په بهر کي لوړي زدکړي کوي، بیا هم هغوی د سلام ستر خادمان او افغانان په همداسي خبرو کافران بلل کېږي؟ ولي دې ته فکر نه کوئ چي نوره نړۍ ورځ په ورځ نوي پرمختګونه کوي، زموږ هیواد ورځ په ورځ د خرابۍ خوا ته ځي؟ تر کومه به زموږ هرڅه پردي وي؟ آیا خپلو وسائلو ته مو فکر کړئ دی چي د کالیو څخه نیولې بیا د کور او ښار تر وسائلو، کوم څه يې د افغانانو د خپل لاس جوړ دی؟ دا ولي؟ د دې اصل لامل دا دی چي د افغانستان دښمنانو زموږ ولس د سم عصري تعلیمه بې برخي کړی دی. راځئ وطن جوړ کړو، د خدای تعالی عبادت هم په آرامه فضا کي په ښه توګه ترسره کېدلای شي. مثاليې  د وېري او امنیت په وخت کي لمونځ دی. ( سورة البقرة: ۲۳۹ وسورة النساء: ۱۰۲ – ۱۰۳ وګوره).

آیا په ظني «ګماني» توجیهاتو د بېګناه افغانانو ویني تویول روا دي؟ د تېر تاریخ ترخو پېښو زه دې اړ کړی یم چي دلته دا خبره هم یاده کړم چي غازي امان الله خان د خپل وخت ناخبرو خلکو په دې وجه کافر وباله چي مېرمن يې لڅ سر ګرځېدله، دا په داسي حال کي چي د پاکستان او افغانستان په دیني مدرسو کي مقرر تفسیر جلالین او تفسیر مدارک نسفيداسي کارونه او کړني صغیره ګناه بولي، بلکيتر دې لا یو قدم نور هم مخ ته ځي، د سورة النجم:  ۳۲آیت د « اللَمَم » کلمې په تفسیر کي وايي:

هُوَ صِغَار الذُّنُوب كَالنَّظْرَةِ وَالْقُبْلَة وَاللَّمْسَة. (تفسير الجلالين صـ 703)

ژباړه: دا وړه ګناه ده؛ لکه « نامحرم ته» کتل،  مچ ورڅخه اخیستل او لاس ورباندي تېرول.

وهو كالنظرة والقُبلة واللَمسة والغَمزة(تفسير النسفي = مدارك التنزيل وحقائق التأويل جـ 3 صـ 394)

ژباړه: د صغیره « وړې » ګناه مثال داسي دی لکه کتل، لاس ورباندي تېرول، او نوکاره لګول.

 افغانان که تاسو هر ډول ګڼئ، ددغه ډول کړنو په ښکاره ترسره کول څوک نه شي ور باندي ثابتولای چي تاسو يې وړې ګناوي بولئ. په پټه خو د پېغمبر علیه الصلاة والسلام په دور کي هم  یو شمېر خلکو تر دې ناوړه کارونه،حتی زناوي هم کړي دي. آیا د وړې ګناه په وجه د یوه نظام  ړنګول مشروع او معقول کار دی؟که جګړييز حالت افغانستان دې ته اړ کړی چي د خارجیانو څخه لنډمهاله مرسته وغواړي، نودا کار خو نورو داسي هیوادونو هم کړی چي ځانونه د اسلام ټېکهداران ګڼي. دا ولي د افغانستان پر برابر یو بام او دوې هواوي جوړېږي؟

توندلاري خلک په افغانستان کي واک نه شي ساتلای که څه هم د جګړې پرته يې څوک ور وسپاري؛ ځکه اول به د سني او شیعه تر منځ مذهبي جګړې را پورته کوي. بیا به شیعه په خپل کور کي د اسماعیلي او جعفري په نامه جګړې سره کوي.سنیان به په خپل کور کي د اخواني، حنفي، طالب، سلفي او داعش په نامه جګړې سره کوي، حنفیان به په خپل کور کي د پنجپیري، دیوبندي او بریلوي په نامه جګړې سره کوي.

جګړه بل اور دي، تر پایه دوام نه شي کولای، یو وخت به يې د سوند توکي هرومرو ختمېږي او سولي ته به نوبت رسېږي. نو قدرمنو عالمانو ښه به دا وي چي تاسو خپل علمي وړتیا وښیاست، په دې کار کي سهیم شئ او د دغه تاریخي  ویاړ لرونکو په جوپه کي راشئ.

مسلمان په دې مکلف دی چي د سولي په وړاندي هیڅ خنډ و نه مني. خدای تعالی فرمایلي دي:

وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لِأَيْمَانِكُمْ أَنْ تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ.(سورة البقرة: 224)

ژباړه: د الله لفظ د دې څخه خنډ مه جوړوئ چي نېکي، تقوی او د خلکو تر منځ اصلاح راولئ.

دا دی د الله او پېغمبر خبري مي درته وړاندي کړي. د دې په ها خوا چي څوک د ولس سره خیانت کوي، هغه مسؤول او ملامت دی، هم د خدای په وړاندي او هم د ولس په وړاندي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply