د بازارموندنې اهميت لیکنه: ګلاب بهار

0 992

بازار موندنه هم د مؤلد له پلوه او هم د مستهلک دواړو له پلوه مهمه ده . دا ځکه چې د داسې يوې پوهې او سيسټم په لرلو سره کولای شو توليد شوي مواد او خدمات د اړتيا پر مهال، په ښه ډول له مؤلد څخه تر مستهلک پورې په اسانۍ سره انتقال کړو او چېرته چې نوموړیو توکو او خدماتو ته اړتيا ليدل کېږي، وړاندې یې کړو.  په اوسني وخت کې د نفوسو په زياتېدو سره او په ګڼ مېشتو سيمو کې د هغوی په راټولېدو سره د بازارموندنې اهميت نور هم زيات شوی دی. په اوسني ژوندانه کې ښارونه د موادو زېرمه کولو پوره ځای او امکان نه لري. له بلې خوا د راز راز نويو اجناسو وړاندې کېدل د اشتهاراتو غوښتنه کوي. له بلې خوا د مستهلکېنو د ذوق پېژندل او د دغه ذوق بدلون د بازار په اړه د علمي څېړنو غوښتنه کوي؛ نو د بازارموندنې علم همدا کار کوي چې اهميت يې ورځ په ورځ زياتېږي. د انسانانو د بوختياوو زياتوالی د هغوی وخت کم کړی؛ نو بازارموندنه د وخت د ضایع کېدو مخنيوی هم کوي، په کم وخت کې د ضرورت وړ اجناس مستهلک ته وړاندې کوي او په کم وخت کې د وړاندې کوونکي اجناس پلورل کېږي. د بازارموندنې پرمختيا د مؤلدينو د هڅونې لامل کېږي، چې په نتيجه کې د توليد په حجم کې زياتوالی راځي. له بلې خوا بازارموندنه د اجناسو له تنوع سره مرسته کوي، چې دا د مستهلک د هڅونې لامل ګرځي. بازارموندنه د مؤلد له نظره ځکه اهميت لري، چې د هغه اړيکې له مستهلک سره ټينګوي او وخت يې نه ضايع کېږي؛ خو د مستهلک له نظره ځکه مهمه ده چې د هغه د استوګنې په نږدې ځايونو کې ورته اړتياوې چمتو کېږي. له بلې خوا د هغه اشتهارات چې د بازار موندنې په واسطه تر سره کېږي، د اجناسو او خدماتو په کیفيت کې غوره اهميت لري، ځکه چې اشتهارات يو ډول مثبته سيالي ايجادوي او کیفيت ښه کولو ته يوه انګېزه برابروي.
د بازارموندنې فعاليتونه د استخدام د سطحې په اوچتېدو کې هم ډېر اهميت لري، چې ځینې وزګار خلک د بازار د فعاليتونو په بېلابېلو برخو کې پر کار ګومارل کېږي. د بازارموندنې فعاليتونه موسمي توليدات د کال په ټولو مياشتو کې مستهلکېنو ته په واک کې ورکولای شي او له توليدوونکو سره چې کوم اضافي توليدات وي، هغه راټولوي او د زېرمه کولو په واسطه هغوی له زيان څخه ژغوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply