سوله که لوبه ؟ /عبدالرووف لیوال

0 701

څو کاله د مخه ځینو قومندانانواو بډایه بایانو به خپل قوچان (ښکرورمږان) کمپنۍ یا چمن ببرک ته راوستل، په هغو به یې دخپلې ګټې لاس ته راوړلو لپاره په نقدو پیسو شرط تاړه اوبیا به یې جنګول.

په سریزه کې مو دا بیلګه ځکه راوړه ، چې د کندز وروستې جګړې زبات کړه چې مخالفین په مجهزوروسی سلاوو اومتفقین په امریکایی سلاووسمبال ول اوشرط هم پرې وهل شوی وو.

له پخوانه هم دا قوچان امریکې ، پاکستان ، سعودی عرب اونورو په افغانستان کې سره جنګول چې د ښه امتیاز له کبله دامږان ښه غوښن او ماړه هم شول چې اوس کولی شی د کلونو، کلونو لپاره په میدانو کې ولوبیږی ـ دې قوچانو ته ښه ډوډۍ ـ ښې سلاوې اونور ښه لوژستیکی تشویقی پیسې او امکانات برابریدل .

د دې مږانو د لوبو له وجهې به د دوی ولی نعمتانو لوی شرطونه وګټل یو وار(پرینکا ټرامپ ) د تورې (شمشیر) د ګډا په بهانه سل میلیونه ډالره له سعودی شهزاده نه په یوه شرط دطالب په سر وګټل.

داخودلوبې اړخ وو – اوس به راشودسولې اړخ ته :

ددې لپاره چې دیوه څه مودې لپاره داقوچان دمه وکړی ـ بیانو دسولې په نوم هڅول کیږی ، تر څو دهغوی ستړیارفع اوټپونه یې مرمت شی .

پخواهم کله چې دجګړوله امله کابل په ناورین کې ډوب وو، دمږانو دستړیادرفع کولو لپاره به د جدې ، جلال آباد او پیښورد سولې غونډې جوړې شوې – خوکله به چې دقوچانوستړیا رفع شوه بیا به ښکر په ښکرول. یو وار مې ښه په یادی چې وروسته له یوڅه کرارۍ ، دمتحدې جبهې (دوستم ،حضرت ، حکمتیار) مږان دربانی له مږانو سره د۱۳۷۲کال دمرغومی په ۱۲ مه سره ښکر په ښکر شول اودکابل له پُل (یک پیسګی) سره دوینو لیښتی دکابل سین ته روان ول.

د همغه کلونو یوبل شرط چې دمیرمن رافایل او پاکستان ترمنځ په دې قوچانو وتړل شو هغه شرط د جمعیت د الوتکو بمبارد په سروبی کې دحزب اسلامی په یوه جومات وو چې په لسهاوو کسان په کې مړه شول او شرط میرمن رافایل وګاټه.

اوس هم د جدې ، جلال آباد او پیښور په عوض په قطر (دوحه ) ، اسلو ، مسکو ددوخواوود( ګسو) کیدو لپاره ټاکل کیږی.

کله ویل کیږی چې د ګسو کیدلو لپاره په منافقتنامه به (پمپیو) لاسلیک کوی خو هغه چې له لاسلیک نه په شاشی ، بیا وایی خلیلزاد به یې لاس لیک کړی – په دې چلونو قوچانو ته دمه ورکوی ، تر څو ستړیا یې رفع اوبیا میدان ته راشی .

لنډه یې داچې په دری ژبه کې یو متل دی چې وایی ( تاکه احمق درجهان است ، عاقل در نمیماند) ترڅو چې زموږپه ککریو کې عقل پیدا نشی اودپردیو ګټې زموږ په جګړوکې خوندی وی داجګړې به دوام مومی (تاکه زنده یکنفراخوان الشیطان است + برباد وتباه افغانستان است)

د مذهب دعوا دې پریږده، سړی خوره

ستا دعوا هله سهی ده، چې انسان شې

(حمزه بابا)

د جګړې د دریدوپه هیله !

عبدالرووف لیوال .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply