د جوبايډن کاکا د پام وړ

0 964

د جوبايډن کاکا د پام وړ :

په پاکستان کې د اډې جوړول له ترورېزم سره خواخوږي او نړيوال ترورېزم ته وده ورکول دي

پروېز مشرف خو لا مخکې اوباما ته د آغلې کلينټن وخت کې ويلي وو چې امريکا دې د حقاني شبکې پر سر له پاکستان سره نرمښت وکړي

هغه اډې څه شوې؟ شمسي خو د ميډيا له مخې واخېستل شوه، خو روښانه نه شوه چې په رښتيا مو وروسپارله او يا نه؟ په پاکستاني کې د نظامي اډې او له ترورېزم سره د مبارزې پرځای به ښه دا وي چې پاتې کشمير ازاد او د هند پورې وتړل شي

نوټ : جوبايډن ولسمشر کرزي ته په ارګ کې ويلي وو چې له تاسې نه سل/پنځوس ځله پاکستان موږ ته ښه دی. ښه به دا وي چې تاسې د هغوی غوښتنې له پامه ونه غورځوئ او خپلې کورنۍ وبهرنۍ پاليسي مو د پاکستان له غوښتنو سره عياره کړئ. جوبايډن دې يوځلې تاريخ ته سر ورښکاره کړي چا چې دې خاورې ته سپک کتلي پخپله سپک شوي دي. اول به نه راتللې اوس چې راغلې، نو ټينګ شه، مه ځغله او ميدان مه پرېږده!

سيد حسين پاچا

ښاغلی جوبايډن،

تاسې ته پته ده چې امريکا د طالبانو پر ضد له دغو هوايي ډګرونو کار اخېستی او خپل درېواړه حريمه يې د ډالرو په مقابل کې ستاسې په اختيار کې درکړي ول :

  • شمسي (Shamsi Airfield)
  • دالبندين (Dalbandin)
  • جيکب اباد (Jacobabad)
  • بډه بېره کمپ (PAF Camp Badaber)

جوبايډن کاکا د خپلې نوې تېکنالوژۍ او ساينسي پوهې سره سره څومره ناپوه دی چې پنجابي په څومره مهارت دغه پورته هوايي ډګرونه له دريو بېلابېلو نقطو نه ورکړي چې سبا ته بلوچ، سنديان او لر خپل پښتانه (افغانان) د خپل وروڼو افغانانو پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره وکاروي؟  او تاسې هم د ځان ساتنې لپاره د هند او هم د خپلې بقا لپاره وکاروي. همدا اوس بلاول بوټو ګواښ کړی چې که رياست دا لوبې

مېجر عامر او رستم شاه مهمند هم د دې منښته کړې چې موږ امريکا ته ستر خدمت کړی دی. د طالبانو حکومت مو ورته ړنګ کړ، شپږ سوه کسان مو وندي په لاس ورکړل او سفير يې ملا عبدالسلام ضعيف مو ورته بېعزته کړ. د دې سره سره بيا هم طالب د هغه چا خولې ته ګوري چې ترې په بېلابېل ډول خوږ شوی دی.

جوبايډن ته پته ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو مخکېني وزير خواجه محمد آصف منلې وه چې د امريکا په مشرۍ د ترورېزم ضد په نوم جګړه زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی، نو جوبايډن چې اډې هلته وړي، نو بيا به په کوم نوم جګړه کوي؟

داسې برېښي چې زموږ جګړې ښاغلی جوبايډن په رواني ناروغۍ اخته کړی او خپل لوری ترې غلط شوی دی. کنه نو نوموړي به داسې بېمسووليته وړانديز نه کولی. هېښنده لا دا چې که نوموړی سربداله نه وای، نو د خپلو ټاکنيزو منډو لپاره به يې له داسې چا نه ملاتړ نه کولو چې هغه په نړيواله کچه د همدوی له لورې د ترورېزم توليدوونکی، روزونکی او خپروونکی پېژندل شوی.

ښاغلی جوبايډن بايد دا روښانه کړي چې د خپل برياليتوب په صورت کې به يوځلې بيا نړيواله ترورېزم ته وده ورکوي او بيا به يې سيمې او نړۍ ته خپروي؟

ښاغلی جوبايډن دې داسې نه انګيري، دا خوار افغانستان ډېر غني ميراث لري. دا سوډان نه دی چې په ډارپور، شمالي وجنوبي مو سره ووېشه. دا عراق، سوريه، ليبيا وصوماليا ته ورته نه دی. د دې خطې جغرافيوي يا زمکنی جوړښت ډېر پېچلی دی. که دا داسې په اسانه ستا غوندې پر وړانديزونو وېشل کېدی شوای، نو له سکندر مقدوني نه راواخله تر دې دمه به وختي وېشل شوی وای، خو وېشل يې دومره اسانه هم نه دي لکه څنګه تا پتيلې ده.

علامه اقبال داسې ويلي :

اسيا يک پيکر آب وګِل است

ملت افغان در آن پيکر دل است

از فساد او فساد آسيا

از ګُشاد او ګُشاد آسيا

اقبال لاهوري خپل پر افغان ملت وياړي او دا د دې ټولې محوطې مدافع بولي او داسې وخت يې دا شعر ويلی چې پاکستان د نړۍ پر مخ نه وو زېږېدلی، بلکې د ستر هند د نيمې وچې قارې په خېټه کې پروت وو. د پلار نطفه يې لا د مور رحم ته انتقال شوې نه وه. اقبال لاهوري د اسيا د سترې وچې درد واستراحت د دې باعظمتې خاورې د سرشاره ملت پورې تړلې بللې. د دې سيمې ثبات او بېثباتي پر ټولو وچه تاثير پرېباسي. تاسې اوس له دې سيمې بې مسووليته نه شئ وتلی.

ښاغلی جوبايډن،

ستا بېځايه وړانديزونو ته اړتيا نشته. دا خاوره او دا ملت په دې پورته شعر کې تعريف شوي دي. تجزيه او پاشل کېدل يې ډېر پېچلي دي. په تجزيه وپاشل کېدو به يې نه يوازې اسيا، بلکې اروپا هم بې تاثيره پاتې نه شي. تاسې زموږ نه، بلکې د داسې چا له غمه مړه ياست چې همدا اوس پر تجزيه وپاشل کېدو ولاړ دی. د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو ويلي، چي د پاکستان رياست دې د سند ايالت سره د ظلمونو لړۍ ودروي او که چيري د رياست ظلمونه همداسي روان وي، ليرې نه ده چي سند ايالت به هم د بنګلدېش په څېر خپله ازادي واخلي. سبا ته بلوڅ وپښتانه هم ورته خبره کوي. له افغانستان بې مسووليته تېښته او هلته نظامي اډه جوړول دې څه مفهوم لري؟

تاسې لږ تاريخ ته سر ورښکاره کړئ چا چې له دې باتور ملت سره په هر چل ونيرنګ زورازموينه کړې نه يوازې سترې امپراتورۍ، بلکې کمونيستي بلاکونه يې هم ورړنګ شوي او له آده باده لويدلي. تاسې دا بايد پر ياد ولرئ دلته چې دې يوځلې پښه ښويه شوه، بيا په پاکستان څه چې په يوځای کې بيا نه شي ټينګېدای او لا به ورپسې ښوېيږې. پنجاب پرېږده د ځان غم دې کوه!

Ruslan Aushev

Former Soviet General

If you are going to pass a message to the American & British troops today, what would you say to them?

Take the quickest route home!

In Islam, it is obligatory upon us, “do jihad, till your last breath”. So we do.

Rory Stewart

Afghanistan the Great Game (Part II)

https://www.youtube.com/watch?v=j6jItZF5ZeU

three mighty empyreal powers the British empire, the Soviet Union and the United States all came here and occupied and were tracked. They each over the last 200 years easy to enter and proofed very difficult to get out.

جوبايډن کاکا،

تاريخ داسې وايی چې له نژدې دوو پېړيو زيات په دې خاوره دريو سترو قوتونو (برتانوي امپراتورۍ، شوروي اتحاد او متحده ايالاتو) د اشغال هڅه کړې، خو تر دې دمه بريالي شوي نه دي. دلته راتګ اسانه، خو وتل ترې ګران (ستونزمن) دي. دا ځکه چې دوی هر يو موږ ته د حکومت او خپله خوښه ويلي، خو له موږ چا پوښتنه نه ده کړې چې موږ څه ډول حکومت ځانته غواړو؟

دلته آمرانه imperative چلند نه، بلکې مشورتي چلند ته اړتيا ده. له بده مرغه چې له بهرنيانو سره لا تراوسه دا احساس نشته. د پنجابي رياست مشورو ته غوږ مه نيسه چې بېلارې کړی يې. تا ته په کار ده چې هغه چا ته غوږ ونيسې چې اته زره کېلومتره لېرې يې خاورې (ټاټوبي) ته راغلې، نه د هغه چا مشورو ته چې دلته د راتګ زمينه درته مساعده کړې او خپل درېواړه حريمه يې د مال په مقابل کې ستا په واک کې درکړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

پاکستان کې د امريکا د پوځي اډې جوړولو لپاره د جو بايدن وړانديز

http://www.taand.com/archives/134713

عمران خان د پاکستان او هندوستان روانې شخړې پای به اټومي جګړه وي

https://rohi.af/fullstory.php?id=79681

هند: د پاکستان کشمير ازادولو او پر خپله خاوره ورګډولو ته تيار يو

https://khabarial.com/archives/38664

فوربس مجله: امریکا ۱۸ کالو کې پر افغان جګړه ۹۷۵ میلیارده ډالر لګولي

http://www.taand.com/archives/134591

بلاول بوټو له پاکستان څخه د سند ايالت د جلا کولو ګواښ کړی دی

https://larawbar.net/52554.html#.XX3R6yhKiUk

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply